لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډبلیو ایچ او:پاکستان کې د راغلو سېلابونو اغېز افغانستان کې په بشري مرستو هم کیدای شي


دملګرو ملتونو د خوراک نړیوالې ادارې (ډبلیو ایف او) اندېښنه ښکاره کړې چې په پاکستان کې د سیلابونو له امله بنیادي اډانې ، کرکېلې او سړکونو ته نقصان رسیدلی او هم ددې له امله په ګاونډي هیواد افغانستان کې بشري مرستي تر اغېزو لاندې راځي.

نړیواله اداره وایي په پاکستان کی هم د سیلابونو له امله د ممکنه خوراک د کمی په ستونزه فکرمنده ده .

دخیبر پښتونخوا او بلوچستان د لارو افغانستان ته د وړونکو سامانونو د ګاډو مالک صدام خان اپریدی وي او ای ډیوه ته وایي د سیلابونو له امله افغانستان ته دتلونکو ګاډو کارونه 60 فیصدي متاثره شوي دي.

"د سیلاب له وجې د ګاډو په کاروبار کې رکاوټونه دي او په دې 60فیصده اغیزې شوي او 40فیصده کار روان دی کوم سامانونه چی د سیلاب نه بچ دي د هغی سپلایي(رسد) کیږي"

دملګرو ملتونو ادارې خبري شبکې ای ایف پي ته ویلي چې د کراچۍ بندرګاه نه د افغانستان د خوراکي توکو زیاته برخه منتقل کیږي او افغانستان کې د بشری مرستو دپاره 320000 ټنه د خوراکي توکو سودا ګانې شوي خو دسیلاب له وجې هغې ته نقصان رسي او په پاکستان کې هم کرکېلې ته نقصان رسیدلی چی له امله یې په پاکستان کې هم د خوراکي توکو د رسولو ستونزه راپېښه ده.

افغانستان ته د پاکستان نه تجارت کوونکی شاهد حسین وایي "د کراچۍ نه چمن او چمن نه کراچۍ ته زیاتره سړک اوبو وړی دی خو کار پرې ولاړ نه دی، وقتي طور کار ودریدلی و خو بیا بحال شوی ،ګاډي په کچه لاره ځي"

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې ویلي وو د افغانستان په 39میلینه ابادۍ کی نیمایي بشري مرستو ته اړتیا لري او په ټول هیواد کې 6میلینه خلک د قحط د خطر سره مخ دي.

د افغانستان او پاکستان د ټرانزټ تجارت کنوینر ظاهر شاه وی او ای ډیوه ته وایي,د سیند، خیبر پښتونخوا او بلوچستان په لارو افغانستان سره تجارت او نړیوالې مرستې کیږي او په پاکستان کې د سیلاب له وجې دغه لارې هم متاثره شوي دي.

هغه وایي په پاکستان کی فصلونه هم تباه شوي چې په راتلونکي وخت کې په پاکستان کې د خوراکي توکو د کمي ستونزه مخې ته راتلی شي او دافغانستان په شمول دمنځنۍ ایشیا هېوادونو سره تجارت ته نقصان رسیدلی شي.

په پاکستان کی د سیلابونو د اطلاعاتو ډویژن په خپل رپوړټ کې وایي دا وخت د سیند صوبې په سکهر سیند کې د 5لکه او 60 زره کیوسک سیلابي اوبو څپه تیریږي .

پاکستان کې د افتونو په وخت دنظم قامي اداره وایي این ډي ایم ای وایي په ملک کی د سیلابونو له وجې د مړو شمیره 1265 ته رسیدلې ده او د33 میلينه مجموعۍ ابادۍ 15 فیصدي خلک اغېزمن شوي دي او 20 لکه ایکړه د کروندې زمکې ته نقصان رسیدلی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG