لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لکي مروت: د وسله والو برید کې یو پولیس افسر وژل شوی، یو عسکر ژوبل


دخېبر پښتونخوا په لکي مروت سیمه کې په دپولیسو په ګاډي د وسله والو برید کې یو پولیس افسر ای ایس ایي وژل شوی اؤ یو پولیس ژوبل شوی دی.

داتوار په ورځ دسیمې نه دپولیس سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي دا برید تیره شپه په انډس هایي وی دشهباز خیل سیمې تر څنګ هغه مهال په پولیسو شوی چې دوئ په ګاډي کې ګزمه یا ګشت کولو.

سرچینې وایي وسله والو په دپولیسو په ګاډي ناتاره ډزې کړي چې پکې دجمشید په نوم یو ای ایس ایي وژل شوی اؤ د انعام الله په نوم بل سپاهي ژوبل شوی دی.

دپېښې ذمه واري په سمدستي توګه چا نه ده قبوله کړې خو تر دې دوه ورځې وړاندې په ډيره اسماعیل خان سیمه کې یو پولیس عسکر وژل شوی ؤ چې ذمه واري یې دپاکستاني طالبانو تحریک پغاړه اخستې وه.

طالبانو ددې برید ذمه واري په داسې حال کې پغاړه اخستې وه چې دا مهال دتحریک طالبان پاکستان اؤ دپاکستان دحکومت ترمنځ اوربند روان دی اؤ طالبانو لا ددې اوربند دختمولو اعلان نه دی کړی.

خو په پاکستان کې ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې داتوار په ورځ دپاکستاني طالبانو دتحریک د ویاند محمد خراساني له خولې خپل یو رپورټ کې دعوه کړې ده چې ټي ټي پي پاکستان سره د اوربند ختمولو اعلان کړی دی.

ددغې دعوې تصدیق د بل یو لوري څخه هم نه دی شوی.

څيړونکی خبريال طاهر خان ویلي، ټي ټي پي چې په جون کې د نامعلومه وخته پورې ډز بندي کړې او درې مياشتې وروسته يې په لومړي ځل په ډېره اسماعيل خان کې د پوليس د وژلو ذمه واري ومنله خو ټي ټي پي د ډزبندۍ په اړه څه نه دي ویلي خو بيا هم يو شک به کيږي چې درې میاشتې خاموشي وه نو اوس به په دې عمل پوښتنې هم راولاړوي.

د وي او ای ډیوه خبریال فضل عزیز سره په خبرو کې هغه ویلي"دا کار به د بداعتمادۍ سبب جوړيږي کومه چې د وړاندې نه موجوده وه، اوس به وکتی چې د پاکستان حکومت يا هغه حکومتي استازي چې د طالبانو سره خبرې کوی هغوی څه وايي".

څيړونکي اؤ خبريال رفعت اورکزی هم ډیوه ته ویلي وؤ ډیره اسماعیل خان کې د وژل شوي پولیس په اړه دطالبانو د ذمه وارۍ په بيان کې نه خو د ډز بندۍ څه ويل شوي او نه د مذاکراتو جاري ساتلو خو د دې نه دا ثابتيږي چې په مينځ کې څه مسلې شته.

دخپلواکې څېړنيزې ادارې پاکستان انسټیټیوټ فار کنفلکټ اېنډ سيکورټي سټډيز د رپورټ ترمخه په خېبر پښتونخوا کې د اګست په مياشت کې 8 ترهګریزې حملې رپورټ شوي چې پکې د 7 امنیتي اهلکارانو په ګډون 9 تنان وژل شوي دي.

دغه رپورټ په ډاګه کوي چې د تېرې جولایي دمياشتې په پرتله د اګست په میاشت کې خېبر پښتونخوا او قبایلي ضلعو کې ترهګريزو بريدونه کې 42 سلنه کمی رېکارډ شوی دی خو بلخوا د اګست په میاشت کې په بلوچستان صوبه کې د ترهګرو په حملو کې 71 فيصدي اضافه ليدل شوې ده

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG