لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سېلابونو له امله سیند صوبه کې نور 22 کسان مړه شوي دي


PAKISTAN-WEATHER-FLOODS-CLIMATE
PAKISTAN-WEATHER-FLOODS-CLIMATE

سرکاري شمیرې ښایي چې دپاکستان سیند صوبه کې د روانو سېلابونو له امله په تیر یو شواروز کې نور 22 کسان مړه شوي دي.

دقدرتي افتونو په مهال دمرستو د دولتي ادارې پي ډي ایم ای دسیند صوبې څانګې پخپل رپورټ کې ویلي د20 جون څخه تر 2 ستمبر په دغه صوبه کې 492 کسان مړه شوي اؤ 8321 نور ژوبل شوي دي.

پي ډي ایم ای وایي تېرو څلېریشتو ساعتو کې دسیند صوبې په بیلابیلو سیمو کې دسیلابونو له امله مړو شوؤ 22 کسانو کې 10 ماشومان،10 میرمنې اؤ دوه سړي شامل دي.

پرون د خالي یا شنبې په ورځ د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (یونیسف) پخپل رپورټ کې ویلي وؤ چې په پاکستان کې بارانونو او سیلابونو نزدې 33 ملیونه وګړي زیانمن کړي او څه باندې 12 سوه یې وژلي چې 4 سوه پکې ماشومان دي.

د سيند صوبې وزيراعلا مراد علي شاه تېره ورځ ويلي وؤ، ټوله صوبه په اوبو کې ډوبه ده کره شمېرې نه لري خو په صوبه کې 30 لکه کچه ابادي ده او په دغو کچه کورونو کې يو نه دی بچ شوی ټول خلک بې کوره شوي دي او که د يو کور په سر پينځه تنه شمار کړی شي نو دا شمېره يو نيم کروړ ته رسي دا خلک اغېزمن شوي دي.

د پاکستان روغتیايي‌ چارواکو د زیارت یا پنجشنبې په ورځ راپور ورکړی چې په سېلاب ځپلو سیمو کې زیاتره خلک اوس له ډول ډول نارغیو سره مخ دي.

د روغتیايي چارواکو لخوا په خپور شوي راپور کې راغلي دي، چې یوازې په یو شواروز کې له سیند صوبې څخه د نس ناستې یا هیضې تر90 زرو زیاتې پېښې رپوټ شوي دي.

دا مهال د پاکستان په اکثرو برخو کې د سېلابونو اوبه په کمېدو دي خو په جنوبي سیند صوبه کې لا هم زیاتې ضلعې تر اوبو لاندې دي.

د سېلابونو له امله نږدې نیم میلیون بې ځایه شوي کسان دا مهال په مرستندویه کمپونو کې پراته دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG