لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دترهګرو په ضد دپاکستان لخوا داخستل شوؤ ګامونو ارزؤلو لپاره دایف ای ټي ایف ډلې پاکستان ته سفر کړی


FATF concerns about risk of money laundering and terror financing in Afghanistan
FATF concerns about risk of money laundering and terror financing in Afghanistan

د ترهګرۍ د مالي سرچینو د وچولو او دپېسو د غېرقانوني لېږد د څار نړیوالې ادارې ایف ای ټي ایف 15کسېزه ډلې د ترهګرو د مالي مرستو دتړلو او دغیرقانوني لارو دپېسو لېږلو په ضد د پاکستان لخوا داخستل شوؤ ګامونو دجاج اخستو لپاره د هېواد خپله ان ساېټ یا دموقعې کتلو دوره سرته رسولې ده.

ورځپاڼه اېکسپرېس ټريبيون د سرکاري سرچينو د قوله لیکي چې پاکستان ته د ایف ای ټي ایف د ډلې دا څلور ورځنۍ دوره پټه ساتل شوې ده.

د ایف ای ټي ایف او ترهګریزو چارو نظر لرونکي کارپوهان وايي د کال 2018 راهیسې د ایف ای ټي ایف په خړ فهرست کې د پاتې کيدو له امله پاکستان د نړیوالو پانګونو څخه محروم پاتې شوی او د هېواد اقتصاد ته هم زیان رسېدلی دی.

د ترهګرو د مالي مرستو د وچولو او پېسو د غېرقانوني لېږد را لېږد د څار نړیوالې ادارې ایف ای ټي ایف د 15 کسېزه ډلې د موندنو جاج به د یادې ادارې د فرانس سرښار پېرس کې د اکتوبر میاشت کې کيدونکې غونډه کې اخستل کیږي.

ورځپاڼه ایکسپرېس ټريبيون د پاکستان د سرکاري سرچينو د قوله وايي چې هغوى د اګست د 29 او ستمبر د 2مې نېټې ترمنځ موده کې د ایف ای ټي ایف په پاکستان کې د موجودیت پخلې کړی او ویلي یې دي که څه هم دا دوره پټه ساتل شوې وه خو د ایف ای ټي ایف 15 کسيزه ډلې د اړونده چارواکو سره ليدل کتل کړي او د هغو ګامونه تصدیق یې هم کړی چې پاکستان د ترهګرۍ د مالي مرستو او پېسو د غېرقانوني لېږد دمخنیوي په تړاو پورته کړي دي.

دکارپوهانو په وینا د فنانشنل اېکشن ټاسک فورس د 15 کسيزه ډلې په میدان دموجود وضعیت د ارزونې مثبتې پایلې به بلااخر پاکستان ته د ترهګرۍ د مالي مرستو او پېسو د غېرقانوني ترسيل په نظام کې د کمیو پوره کولو فرصت په لاس ورکړي.

د ایف ای ټي ایف او د پاکستان په اقداماتو نظر لرونکي اقتصاد پوهه او اسلام اباد کې دخپلواکه څېړنیزې ادارې اېس ډي پي اي مشر عابد قيوم سلهري ډيوه ته وايي پاکستان د ایف ای ټي اېف ټول شرطونه په عملي توګه پوره کړي او باید چې نوم یې د څارنې د خړ فهرست څخه وويستل شي.

هغه وايي په پاکستان کې د څو کلونو راهیسې دا احساس بېدار شوی چې ترهګري به نوره په يو شکل کې هم نه زغمل کېږي.

نوموړي وويل د ترهګرۍ د مالي مرستو او پېسو د غېرقانوني ترسيل ضد د پاکستان وروستي ګامونو د لا قانونه ډلو خلاف پرله پسې شکنجه تنګه کړې او مثال یې دا دی چې اوس د تېر وخت په پرتله لاقانونه ګرځول شوې ډلې په بدل نوم هم فعاليتونه نه شي کولى.

د ترهګرۍ د مالي مرستو او پېسو د غېرقانوني ترسيل د څار نړیوالې ادارې ایف ای ټي ایف تېر جون میاشت کې د پاکستان دنوم خړ فهرست څخه د ويستلو اشاره هغه مهال ورکړه کله چې واضحه شوه چې پاکستان د ادارې په 34 نکاتي کاريز پلان عمل بشپړ کړو او بيا یې د پاکستان د ګامونو د ارزونې لپاره د خپلې ډلې اسلام اباد ته په استولو رضا مندي وښودله.

له دې وړاندې ایف ای ټي ایف پاکستان ته په 27 او 7 نکاتو ګډ دوه برغ کاريز پلانونه هم ورکړي وو.

د ایف ای ټي ایف د خړ فهرست څخه دپاکستان دنوم په وتلو کې لويې خنډ د ملګرو ملتونو د سلامتي کونسل لخوا د نومول شوو لا قانونه ډلو فعالیتونه او د ددغو ډلو په مشرانو لګیدونکي د ترهګرۍ د مالي مرستو تورونه دي.

خو د جون میاشت کې په جرمني کې د ایف ای ټي ایف له غونډې څو ورځې مخکې د پاکستان دترهګرۍ ضد عدالت ساجد مير ته د ترهګرۍ د مالي مرستو او پېسو د غېرقانوني ترسيل په تور کې سزا واوروله او دې ګام د فنانشنل ایکشن ټاسک فورس غړي د پاکستان پرمختګ منلو ته اماده کړل.

ښاغلی عابد قيوم وايي لا قانونه جماعت الدعوه ډله يو داسې ناسور ؤ چې وخت تېرېدو سره په سرطان کې بدليدو.

پاکستان په دې وروستیو کې د جماعت الدعوه شتمنۍ ضبط کړي او د ډلې مشر حافظ سعید ته د ترهګرۍ ضد عدالت د ترهګرو د مالي مرستو په تور کې سزا ورکړې او نوموړي دا وخت جېل کې دی.

دعابد قيوم په قول د کال 2018 راهیسې د فنانشنل اېکشن ټاسک فورس په خړ فهرست کې د پاتې کيدو له کبله د هېواد اقتصاد ته نقصان رسي.

هغه وايي ددې له امله که يو خوا په نړيواله ټولنه کې د پاکستان انځور خراب شوی نو بلخوا پاکستان ته نړیوالې پانګونې هم نه راځي او د هېواد څخه د تلونکو راتلونکو پېسو هم سخته څارنه کېږي.

ورځپاڼه ټربيون وايي پاکستاني چارواکي باوري دې چې د فنانشنل اېکشن ټاسک فورس ډله به د ترهګرۍ د مالي مرستو او پېسو د غېرقانوني ترسيل په مخنیوي کې د هېواد د پرمختګ مثبته ارزونه وکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG