لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان له سېلابونو سره د افغانستان د خوراکی توکو د کموالي ناورین هم په زیاتېدو دی


د بلوچستان د صحبت پور په جعفر اباد کې له سېلاب ځپلې سیمې د سپټمبر په ۴ نېټه انځور اخېستل شوی
د بلوچستان د صحبت پور په جعفر اباد کې له سېلاب ځپلې سیمې د سپټمبر په ۴ نېټه انځور اخېستل شوی

واشنګټن – د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې په پاکستان کې د ویجاړونکو سېلابونو له امله په ګاونډي افغانستان کې هم د خوراکي توکو بحران په زیاتېدو دی.

په افغانستان لا له مخکې څخه تر نیمايي زیات خلک له سختې ولږې سره مخ دي.

ملګروملتونو په روان کال کې له ۱۶ میلیونو افغانانو سره د بیړنیو خوراکي توکو مرسته کړې ده.

اکثره دغه ډول مرسته د پاکستان له لیارې په سړکونو باندې افغانستان ته ځي.

په پاکستان کې د ډبلیو اف پي مشر کرېس کې وايي، ادارې یې په تېر کال کې تر ۳۲۰۰۰۰ میټریک ټن زیات خواړه اخیستي چې افغانستان ته یې د خپلو عملیاتو لپاره واستوي.

د بلوچستان په جعفر اباد کې سېلا ځپلي د مرستو اخېستلو په حال کې.
د بلوچستان په جعفر اباد کې سېلا ځپلي د مرستو اخېستلو په حال کې.

"په پاکستان کې سېلابونه به د دغې وړتیا او په بهرنیو مرستو باندې د تکیې په برخه کې به اوس لوی خنډ جوړ کړي. نو ځکه مونږ په ټوله کې اوس د غذايي‌ خوندیتوب په اړه ډېر زیات په اندېښنه کې یو. نه یواځې په پاکستان کې په بیړني او منځني پړاو کې بلکه په افغانستان کې د روانو عملیاتو مرستندویه عملیاتو په اړه هم."

په افغانستان کې هم په وروستیو اونیو کې ګڼ ولایتونه په سېلابونو کې ځپل شوي.

ملګري ملتونو راپور ورکړی چې په زرګونو کورونه او پراخې کرنیزې ځمکې پکې ویجاړې شوې دي.

طالبانو ویلي وو چې تر ۱۸۰ زیات کسان پکې مړه شوي‌ دي.

د ډبلیو اف پي مشر ویلي، پاکستان له افغانستان سره ارزښتناکه لاره لري. ښاغلي کې چې له ډوبۍ څخه خبرې کولې وویل، پاکستان ته د کراچۍ د بندر له لیارې زیات خوراکي توکي رسېدلي دي چې بلاخره به افغانستان ته ورسېږي.

یو افغان ډرایور چې په واګه بندر کې له هند څخه پاکستان ته د افغانستان لپاره تیار شوي غنم په ټرکونو کې اړوي.
یو افغان ډرایور چې په واګه بندر کې له هند څخه پاکستان ته د افغانستان لپاره تیار شوي غنم په ټرکونو کې اړوي.

"اوس چې کومې ستونزې له سړکونو سره لرو چې له منځه تللي، دا مونږ ته یوه لویه لوجیستیکي ننوګونه او چلنج دی. بله ستونزه پکې خپله سېلا ځپلي سیمې دي، هغه سېلاب ځپلې سیمې چې غنم پکې راټول او زېرمه شوي وو. ددغو غنمو زیاته برخه سېلابونو وړې."

کې زیاته کړه، موسمي بدلون په دې ټوله سیمه او غذايي خوندیتوب باندې ویجاړونکی اغیز کړی.

دی وايي، ده نوټ کړې وه چې په پاکستان کې د سختو بارانونو مخکې هم ۴۳ فیصده خلک د خوړو له کموالي سره مخ وو.‌

ښاغلي کې وړاندې وویل، دی فکر کوي چې د روان ناورین له امله ښايي له ولږې سره د مخ کسانو شمېر به‌ نور هم زیات شي.

هغه زیاته کړه،‌ په افغانستان کې به هم همداسې خبره وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG