لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې سېلابونه: په سيند صوبه کې نور 11 تنه مړه شوي


پاکستان د افتونو په وخت د انتظام ادارې [اېن ډي اېم اې] ویلي په ملک کې د سېلابونو په پېښو کې نور 11 کسان مړه شوي او دا پېښې ټولې په سيند صوبه کې مخې ته راغلي دي.

د اېن ډي اېم اې ترمخه د 14 جون راهسې په ملک کې د بارانونو او راغلو سېلابونو سره په بېلابيلو پېښو کې د مړو ټوله شمېره 1325 ته رسېدلې ده او 12703 کسان پکې ژوبل شوي دي.

ادارې ويلي په تير شوا روز کې يواځې په سيند صوبه کې د مړينو پېښې شوي، اته ماشومان، دوه ښځې او يو سړی مړ شوی دی.

پاکستان کې د بارانونو او سېلابونو په پېښو کې تر ټولو زیاتې مرګ ژوبلې په سيند صوبه کې شوي دي.

په سيند صوبه کې تراوسه پورې ټول 522 کسان مړه دي چې پکې 227 ماشومان، 194 نارینه او 92 ښځې شامل دي.

خېبرپښتونخوا کې 289، بلوچستان کې 260 او پنجاب کې 189 کسان مړه شوي دي.

د سيند صوبايي حکومت چارواکي وايي اوس هم د صوبې زیاتې برخې په اوبو کې ډوبې دي او خلکو ته د مرستو رسولو هڅې روانې دي.

پاکستان کې د بارانونو وروسته چې سېلابونه راغلي د خېبرپښتونخوا صوبې سوات، دير، چارسده او نوښار يې وهلي، سېلابونه اوس سيند صوبې ته رارسېدلي دي.

د اېن ډي اېم اې ترمخه دا وخت د سيند صوبې په ګډو او سکهر کې د مينځنۍ او کوټړي باندې د لوړې درجې سېلاب دی.

د قومي ادارې ترمخه پاکستان کې د بارانونو او سېلابونو له امله ټول 16 لکه 88005 کورونه اغېزمن شوي او په سيند صوبه کې د افتونو په وخت د انتظام ادارې ویلي په صوبه کې څلور لکه 83193 کورونه په مکمله توګه تباه شوي دي.

پي ډي اېم اې سيند ويلي، په صوبه کې د کرکروندې 23 لکه 77502 اېکړه ځمکه اغېزمنه شوې ده.

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف پرون د ګل/ دوشنبې په ورځ [پينځم ستمبر] بيا د سيند صوبې سفر کړی او ويلي يې دي د سيند صوبايي حکومت سره په ګډه به د سېلاب ځپلو مرستې او بحالي کوي.

هغه ویلي د بېنظير انکم سپورټ پروګرام لاندې 70 اربه روپۍ د يوې کورنۍ په سر خلکو ته 25000 روپۍ مالي مرستې ورکولی شي. د نوموړي په وېنا وړاندې 28 اربه روپۍ اېښودی شوې وې خو اوس د اتحادي حکومت سره په مشوره دغه روپۍ 70 اربه ته رسول شوي دي.

شهباز شريف ویلي پاکستان کې سېلابونو د اندازې نه زیات تاوان اړولی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG