لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

الیکشن کمېشن د خېبر پښتونخوا ګورنر، وزيراعلا او وزیرانو ته د تحریک انصاف په جلسه کې په ګډون کولو خبرداری ورکړی


په خېبرپښتونخوا کې واکمنه ګوند پاکستان تحریک انصاف چې نن د نهې/ سه شنبې په ورځ [شپږم ستمبر] په پېښور کې د جلسې کولو ویلي، الېکشن کمېشن د دغه جلسې په اړوند لارښوونه کړې چې د الېکشن کمېشن د قاعدې/ ضابطه اخلاق ترمخه صدر، وزيراعظم او نورو سره د صوبې ګورنر، وزيراعلا او نور وزيران په انتخابي مهم کې برخه نه شي اخستی.

الېکشن کمېشن دا اعلاميه په داسې وخت کې جاري کړې چې په پېښور کې د قومي اسمبلۍ په حلقه اېن اې 31 پېښور 5 باندې په 25م ضمني انتخابات اعلان شوي دي.

د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان په دې ضمني انتخاباتو کې امېدوار دی.

د عمران خان سره په مقابله کې د عوامي نيشنل ګوند غلام احمد بلور او جماعت اسلامي د محمد اسلم په ګډون ټول اته امېدواران په مېدان کې دي.

الېکشن کمېشن ويلي، د قاعدې ترمخه په انتخابي مهم کې د ګورنر، وزیراعلا او وزيرانو سره مشيران او سرکاري افسران برخه نه شي اخستی او نه په جلسه کې څه قسمه سرکاري او رياستي وسايل کارېدی شي.

ویل شوي که څوک د قاعدې سرغړونه کوي پرضد به يې د الېکشن کمېشن د قوانينو لاندې قانوني کارروايي کيږي.

خو په ټولنیزو رسنیو داسې ويډیو خپرې شوي چې پکې ليدل کيږي د پېښور ډويلپمنټ اتهارټۍ [پي ډي اې] ګاډي په سړکونو د پاکستان تحریک انصاف بېرغونه لګوي.

د عوامي نيشنل ګوند د خېبرپښتونخوا مشر اېمل ولي خان هم دغه ويډيو په ټويټر خپره کړې او ويلي يې دي،

"د تحریک انصاف د جلسې دپاره سرکاري مشينري په بې درېغه ډول کاريږي، الېکشن کمېشن ولې غلی دی؟ مونږ غوښتنه کوو چې الېکشن کمېشن دې د دې نوټس واخلي او د صوبايي حکومت پرضد دې کارروايي وکړي".

خو د صوبې د الېکشن کمېشن وياند سهېل احمد وي او اې ډیوه ته ویلي په ټولنیزو رسنیو چې کومه ويډيو خپره شوې دوی ته هم ترلاسه شوې، او دوی د پي ډي اې چارواکو نه په دغه اړوند پوښتنه کړې او چې هغوی په دې اړه څه ځواب اووايي هغه به بيا د مطبوعاتو سره شريک کړي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG