لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي:پښتونخوا کې دسیندونو پغاړه دابادۍ دمخنیوي قوانین شته خو عمل پرې نه کیږي


څيړونکي وايي په خېبر پښتونخوا کې د سيندونو په غاړه د ابادۍ جوړولو قوانین موجود دي خو په دغو قوانینو عمل نه کيږي .

دڅيړونکو په وینا په سوات کې د سيلاب د زيات نقصان وجه د سيند سره نزدې ودانۍ جوړول دي، د سوات انتظامي چارواکي وايي د سيندونو د تحفظ قانون موجود دی او دغه به عملي کوي۔

د خېبر پښتونخوا اسبملۍ د تېرې ورځې په اجلاس کې ويل شوي چې په صوبه کې87 زرو کورونو ته نقصان رسېدلی، شپږ لکه خلک بې کوره شوي او اووه لکه ايکړه د کروندې زمکې ته هم زيان اوښتی دی۔

په صوبه کې اوولسو ضلعو کې بارانونو او سېلابونو مالې او ځاني تاوانونه اړولي دي، په شمالي ضلعو ، نوښار او چارسده کې زيات نقصان هغو سيمو ته اوښتی کومو سره چې د سوات د سيند اوبه تيريږي۔

دچاپیریال په بدلون نظر لرونکي خبريال اصف مومند وي او ای ډيوه ته وويل په خېبر پښتونخوا کې د سيندونو د حفاظت 2002م قانون موجود دی اؤ ددغه قانون ترمخه د سيند حدودو ته دوه سوه فټه يا 70 ګزه کې نزدې ابادي نه شي کيدای، دغسې که څوک هم د سيند غاړي ته ابادي کوي هغه به د حکومتي اړونده ادارو نه اجازت غواړي۔

"قوانین موجود دي، خو هغه عملي کيږي نه او په سوات کې مونږ وکتل چې د سيند اوبو ته ډير نزدې هوټلونه جوړ کړی شوي دي، د هغې د وجې په سېلاب کې ډير شدت راغلو"

په پاکستان کې د سېلابونو له امله د 33 ميلينو نه زيات خلک بې کوره شوي دي، د 10 بيلنو ډالرو پورې تاوان ورته اوښتی دی، د پاکستان په دريوؤ کې يوه برخه رقبه د اوبو لاندې راغلې ده او د1300 نه زياتو خلکو پکې ژوند لاسه ورکړی دی۔

د اوبه خور د محکمې پخوانی انجنير عبدالولي خان وايي د سيندونو غاړو ته ابادۍ له وجې د سېلاب شدت کې زياتوالی راغلی او د تاوان کچه هم زياته شوې ده.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې نوموړي وويل تر څو چې د سيندونو د غاړو نه لرې د ابادۍ جوړولو په قانون عمل نه وي شوی تر هغې به د نقصان کچه په هر سېلاب کې سېوا کيږي۔

"اوبه چې په کومو لارو تلې وي هغه بيا خپله لار نه پريږدي، سل کاله وروسته هم په هغه ځايې اوبه راتلی شي، کله چې د سيند اوبو سره نزدې ابادي وشي او بيا دغسې سيلابونه راشي نو اوبه نورې هم قهرجنې شي او زيات تاوان واړوي"

د کال 2010م د سېلاب نه روسته هم د سيندونو په غاړه د ابادۍ په اړه نيوکې کيدې، خو بيا څه موده وروسته هغه ابادۍ په هم هغه زړو ځايونو بيا جوړې کړی شوې،

خو د پاکستا وزير اعظم شهباز شريف او د پوځ مشر جنرل قمر جاويد باجوه ويلي په سوات کې د سيند په غاړه دجوړو غېر قانوني اباديو په اړه به پلټنې کوي،

د ملاکنډ کمشنر شوکت علي هم څو ورځې وړاندې ويلي د سيند په غاړه د جوړو تجاوزاتو په ضد به کاروايي کوي۔

څيړونکي وايي که د سيندونو په غاړه د ابادۍ جوړولو قانون عملي کړی شي، نو د سېلابونو په وخت د مالي او ځاني زيان کچه تر ډيره حده کمېدای شي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د موسمي بدلون نه د اغېزمنو لسو هېوادونو په نوملړ کې شامل دی،

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG