لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اسټيټ بینک:دیو کال موده کې په پاکستانۍ بهرنۍ قرضې قابو نیمایي نورې زیاتې شوي


دپاکستان دولتي بینک وایي دیو کال په موده کې په پاکستان دبهرنیو پورونو کچه نوره هم 49 فیصدي لوړه شوې ده اؤ اوس په پاکستان ټولې بهرنۍ قرضې 19 زره اؤ 375 اربه روپۍ دي.

مرکزي بینک وایي ددې ترڅنګ د جولایي 2021 څخه تر جولایي 2022 په موده کې په حکومت دکورنیو قرضونو کچه هم 27 فیصدي لوړه شوې اؤ دا مهال دحکومت ځایي یا کورنی پور 31 زرو اؤ 12 اربو روپو ته رسیدلی دی.

اسټیت بینک وایي په دې یو کال کې دوفاقي حکومت مقامي پورونه 16 فیصدي زیات شوي دي.

په حکومت دټولو ځایي پورونو کچه 50 زره اؤ 503 اربه روپۍ ښودل شوې ده.

ډان ورځپاڼه کې دخپور شوي رپورټ له مخې دتیرمالي کال په وړومبیو نهو میاشتو کې دپاکستان تحریک انصاف ګوند په تیره واکمنۍ کې دمرکزي حکومت قرضه څلور زره اؤ 307 روپۍ وه اؤ دنوي حکومت د واکمنۍ په وړومبیو څلورو میاشتو کې په دې کې اووه زره اؤ 490 اربه روپۍ اضافه شوې ده.

ډاڼ ورځپاڼه لیکي ددې شمیرو څخه اندازه کیدای شي چې دپي ټي ایي تېر حکومت دتیرمالي کال په وړومبیو نهو میاشتو کې اوسط د500 اربو روبو نه کم پورونه ترلاسه کړي وؤ خو دموجوده حکومت په ابتدایي څلورو میاشتو کې په دې پورونو کې دمیاشتې په حساب قابو 1871 روپۍ اضافه شوې ده.

سږکال داپریل په میاشت کې د پاکستان د اقتصادي چارو وزارت پخپل یو رپورټ کې ویلي وؤ،‌ د تحریک انصاف تېر حکومت په تېرو نهو میاشتو کې15.4 ارب ډالره بهرنۍ قرضې اخستې چې ورسره په مجموعي توګه یوازې د تحریک انصاف په حکومت کې اېستل شوې بهرنۍ قرضې57 اربو ډالرو ته رسېدلې وې.

دا په داسې حال کې ده چې نړیوالې مالياتي ادارې ايي ایم ایف تیره اوونۍ دپاکستان لپاره د روان مالي کال د اقتصادي وضعیت په اټکلونو کې ویلي چي سږکال به د هېواد د اقتصادي ودې کچه 3.5 فيصدي او د ګرانۍ شرحه به نزدې 20 فيصدي وي.

داقتصادي چارو کارپوهان وايي که د پاکستان د زرمبادلې ذخیره د جون 2023م ترپایه د 16.2 پکار کچې ته ونه رسېده نو په راروان مالي کال کې به پاکستان ځل بيا ايي ایم ایف سره د پور نوي پروګرام ته ضرورت لري.

اقتصادي ماهرين په پاکستان کې ويجاړونکو سېلابونو ته په کتو وايي په روان مالي کال کې د پاکستان د اقتصادي ودې شرحه د نړیوالې مالياتي ادارې ايي ایم ایف د اټکلونو نه هم کمه کيدی شي او د دې لازم نتیجه به په هېواد کې په غربت او بې روزکارې کې اضافه کيدل وي.

د اقتصادي چارو کارپوهه او د خزانې پخوانی وزیر حفيظ پاشا د ډيوه خبریال ارشد حسین ته ویلي ايي ایم ایف په خپلو اټکلونو کې د پاکستان دننه د سېلابونو اثرات نه دي شامل کړي او که دا په کې شامل کړی شي نو کېدای شي چې د پاکستان د اقتصادي ودې کچه د ايي ایم ایف د 3.5 فيصدي څخه 2 فيصدي ته راکمه شي.

هغه ویلي که چيرې د جون کال 2023 پورې د پاکستان د غېر ملکي زر مبادلې ذخایر تر 16 ارب ډالرو ونه رسېدل نو حالات به نور هم خراب شي، ځكه چې د روان مالي کال په لمړو کې دا ذخیره نزدې 18 اربو ډالرو ته رسېدلې وه خو اوس دا یوازې 8 اربه ډالره پاتې شوې ده.

دنوموړي‌ په وینا که چرې دا کچه نوره هم را کمېږي نو له دې امله پاکستان راتلونکې مال کې يو ځل بيا ايي ایم ایف ته د نوي پروګرام لپاره رجوع کولی شي.

مطبوعاتي رپورټونه وايي چې د بهرنیو مالياتي اړتياؤ او زر مبادلې ذخیرو ته د اډانې لپاره به پاکستان په موجوده مالي کال کې 41 اربو ډالرو ته ضرورت لري.

XS
SM
MD
LG