لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سرکاري کمیشن:تېرو اتوؤ میاشتو کې پاکستان کې نور 488 کسان په جبر بې درکه کړل شوي دي


پاکستان کې په جبر د لادرکه کړل شوو تنانو د موندنې کمېشن په خپل رپورټ کې ويلي چې سږکال د اګست په تېره میاشت کې د خلکو د لادرکه کېدو 95 نوې پېښې درج شوي چې ورسره د کال 2022 په لومړیو اتوؤ مياشتو کې د لادرکه شوو کسانو ټوله شمېره 488 ته رسېدلې ده.

خو د بلوڅانو او پښتو د حقونو فعالان وايي په دې وروستیو کې په زوره د لادرکه کړی شوو تنانو شميره له دې هم زياته ده او تېره میاشت د بلوچستان د خضدار او خاران سيمو څخه د لسګونو په شميره خلک پورته کړل شوي چې په کې د پلار په ګډون څلور زامن هم شامل دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال عالمزيب مسيد ډيوه ته ویلي د پښتنونخوا پخوانیو قبایلي سیمو کې د اګست په میاشت کې د 25 کسانو لادرکۍ رپورټ شوي دي.

په عین حال کې په اسلام اباد هایکورټ کې د لادرکه بلوڅ طالب علمانو د خوشې کولو په خواست هم اورونه شوې چې عدالت په حکومت ددې ستونزې د بشپړ هواري غږ کړی دی.

د رپورټ ترمخه سږکال د جنورۍ په میاشت کې 34،فرورۍ کې 48،مارچ کې 76،د اپریل په میاشت کې تر ټولو زیات 122،مئ کې 35،جون کې 36،جولایي کې 42 او هم دا ډول د اګست په میاشت کې په زوره د لا درکې 95 پېښې درج شوي دي.

د لادرکه تنانو د کمېشن په دې تازه شمېرو کې وېل شوي چې دې سره په هېواد کې د هغو لادرکه تنانو ټوله شمېره 2221 ته رسېدلې د چا درک چې تر اوسه نه دی لګېدلی او په قضيو یې کار روان دی.

د بلوچ لادرکه تنانو د حقونو مبارز او د تنظیم وايس فار بلوچ مسنګ پرسنز مرستيال مشر قدير بلوچ ډيوه ته وايي دبلوڅانو د پورته کولو او لا درکه کولو لړۍ نه ده تم شوې.

وايي تېره ورځ هم د بلوچستان د خضدار ضلعې د درېشک څخه د پلار په ګډون څلور زامن پورته کړی شوي او د خاران نه د څو کسانو د لا درکه کېدو پېښې رپورټ شوي دي.

ښاغلي قدير بلوڅ وویل يوازې د تېرو دوؤ مياشتو په مهال د سلګونو په شميره کې بلوڅان لا درکه شوي دي او روزانه 20 او 40 کسان لادرکه کیږي.

د کمېشن د رپورټ ترمخه تېره میاشت د 56 لادرکه تنانو درک لګول شوی چې په کې 46 کسان خپلو کورونو ته بېرته ستانه شوي، 5 کسان د پوځ د څار لاندې حراستي مرکزونو کې قېد دي او 5 لادرکه کسان په جېلونو کې موندل شوي او د کمېشن په قول 4 دهغو کسانو کېسونه یې خارج کړي چې نه وو لا درکه شوي.

په پاکستان کې د بلوڅانو، پښتنو او بشري حقونو فعالين د خلکو په زوره د تري تم کولو تورونه د پاکستان د پوځ په طاقتوره خفيه ادارو پورې کوي خو پوځ دا تورونه ردوي او وايي کېدی شي چې دا کسان د بېلتون پالو وسله والو ډلو په ليکو کې شامل شوي وي، امنیتي ځواکونو سره نښتو کې وژل شوي وي او یا بل هېواد ته تښتېدلي وي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال عالمزيب مسيد چې په پښتون مېشتو سیمو کې د لادرکه تنانو پېښې څاري ډيوه ته وايي د کله راهيسې چې د پاکستاني طالبانو او حکومت تر مينځ دامن خبرو کې ځنډ راغلی او د ډزبندي ماته شوې نو د خلکو د پورته کولو لړۍ بيا پېل شوې ده.

وايي د اګست په میاشت کې دشمالي او جنوبي وزیرستان په ګډون باجوړ او موندو څخه د 20 او 25 ترمنځ کسان پورته کړي شوي دي.

اخوا په اسلام اباد هایکورټ کې د شورو په ورځ د بلوڅ لادرکه طالب علمانو د خوشې کولو په خواست اویدنه شوې ده.

د اسلام اباد هایکورټ مشر قاضي اطهر من الله ویلي رياستي ادارې بلوڅ زده کوونکو ته په داسې سترګو ګوري چې لکه چې هغوي د رياست وګړي نه وي.

عدالت د بشري حقونو په وزارت د غصې اظهار کړی او ویلي یې دي ددې معاملې نه بله کومه غټه ستونزه نشته.

عدالت ویلي د يوې صوبې زده کوونکي مرکز ته راځي او احتجاج کوي خو دوي وېرول کېږي.

مشر قاضي اطهر من الله وايي د بلوچستان خلک احساسوي چې هغوي سره بل رقم چلند کېږي.

په دې موقعه اټارنى جنرل عدالت ته ددې ستونزې د هواري باور ورکړی دی.

د اټارنى جنرل اشتر اوصاف وینا وه چې د خلکو په زوره لا درکه کول د اوسني حکومت تګلاره نه ده.

چيف جسٹس ویلي بلوڅ زده کوونکي چې کله د دلته څخه خپلو کورونو ته لاړ شي نو هلته تښتول کېږي او دا وخت د بلوڅ طالب علمانو څخه بله کومه غټه ستونزه نشته.

د پاکستان اوسني حکومت د لا درکه تنانو د ستونزې د هواري لپاره د قانون د مرکزى وزیر په مشرۍ کې د کابينې په غړو ګډه کمېټي جوړه کړې خو د يو څو غونډو وروسته ددې کمېټۍ په کار کې هم پرمختګ نه دی لېدل شوی.

دکمېشن د رپورټ ترمخه تر اوسه پورې د کمېشن سره 8 زره، 732 د لادرکۍ قضيې درج شوي چي په کې په 6 زرو، 388 کېسونو کار مکمل شوی دی.

رپورټ وايي دا وخت د پوځ د څار لاندې حراستي مرکزونو کې 970 کسان قېد دي چې په کې تر دټولو زیاتو 811 کسانو تعلق د خېبر پښتونخوا صوبې سره دی.

رپورټ وايي د کمېشن د جوړېدو راپدېخوا د دوي سره د لا درکيو 8 زره، 696 کېسونه ثبت شوي چې په کې په 6 زره، 513 کېسونو کار بشپړ شوی خو په 2 زره او 219 قضيو لا هم کار د ځنډ ښکار دی.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG