لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امن لاریون نه وروسته د خېبر تېراه سیمه کې په پوځيانو پرله پسې درې بریدونه شوي


د خیبر سیاسي اتحاد له اړخه په باړه کښې د راجوړ کړل شوي امن مارچ یا لاریون یوازې دوه ورځې وروسته په دغه سیمه کې دناامنۍ بهیر یو وارې بیا چټک شوی اؤ ددغه امن مارچ نه وروسته دافغانستان پولې ته څیرمه د خیبر تیراه علاقې په بیلابیلو برخو کښې دتحریک طالبان پاکستان وسله والو د امنیتي عسکرو په ضد پرله پسې درې بریدونه کړې دي.

سیمې نه دترلاسه شؤو معلوماتو له مخې په دې بریدونو کې یو پوځي د سخت ژوبل کیدو نه وروسته په روغتون کښې ساه ورکړې ده اؤ یو بل ژوبل شوی دی.

د سړک په غاړه دښخ بم په یو بل برید کښې د پوځیانو ګاډی په نخښه کړی شوی خو دغه پېښه کښې کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې .

دې نه وړاندې په څلورم ستمبر هم د باړې په قمبر خیلو سیمه کښې د امن مارچ یا لاریون ختمیدو نه ځو دقیقې وروسته د یو جومات مخې ته د زمکې لاندې دښخ بم چاودنه شوې وه خو کوم ځاني زیان یې نه و اړولی .

ځو اوونۍ وړاندې د تیراه هغو علاقو ته چې لس کاله وروسته ورته د سپاه قام دکډوالو دبیا ستنېدنې لړۍ پیل شوې وه , دغه د بیا ستنېدنې لړۍ په عارضی توګه په دې وجه ځنډول شوې وه چې دغلته ګڼ شمیر وسله وال کسان لیدل شوي وؤ.

ددغو وسله والو په اړه ځینو بېرته ستنو شوؤ کورنیو دغلته موجودو امینی مامورینو ته شکایتونه هم کړي وو.

د خیبر سیاسی اتحاد د باړې تحصیل مشر شاه فیصل اپریدی وایي چې ډیر په مشکله په باړه اؤ تیراه کې امن پر ځائ کړی شوی و خو اوس یو ځل بیا ډیر په چټکتیا سره امن د خرابیدو لوري ته روان دی.

هغه وویل چې د تیرو څو میاشتو راهسې که یو اړخ ته لږ تر لږه څلور پولیس عسکر په هدفي بریدونو کښې وژل شوي دي نو بل اړخ ته قامی اؤ سیاسی مشران اؤ شتمن کسان د نامعلومو وران کارو د دړکو سره مخ دي اؤ ددوئ نه په زور د پيسو تقاضې کولی شي.

شاه فیصل زیاته کړه چې یو شمیر کسانو د خپل شخصي تحفظ په خاطر دغه نامعلومه شرخوخو له لویې رقمونه ورکړل اؤ ځینې کسانو یو ځل بیا په محدوده کچه دباړې نه په عارضی توګه کډې وکړې.

د باړې پولیس تاڼې مشر یا SHO سوال زر خان وایي چې هغوئ په دې اړه د ځینو کسانو په شکایت پلټنې شروع کړي اؤ ځینې مشکوکه کسان یې نیولي هم دي.

البته تیراه کښې مخې ته د راغلو وروستیو پېښو په اړه نه خو د ځایي انتظامیې اؤ نه د امنیتي مامورینو له اړخه کوم بیان یا وضاحت مخې ته راغلی دی.

په ازاده توګه د ځایي اوسیدونکو نه د ترلاسه شؤو معلوماتو له مخې امنیتی قواؤد تیراه په بیلابیلو سیمو کښې په محدوده کچه د لټونې عملیات شروع کړي خو تر اوسه د کومو ککړو کسانو د نیولو خبر مخې ته نه دی راغلی.

په خیبر کښې په خاصه توګه اؤ د ضم شؤو قبایلی سیمو په ځینو برخو کښې په عامه توګه مخې ته راغلو دترهکرۍ ددغو پېښو هکله په پیښور کښې د ډان ورځپاڼې مشر اسماعیل خان وایي چې د پاکستان اؤ تحریک طالبان پاکستان تر منځه خبرو اترو کښې د راغلي ځنډ له وجې اوس دا تعین کول ګران دي چې ایا اوس کوم فریق تعرض کړی اؤ کوم فریق په خپل تحفظ کښې کوم وسله وال عملیات کړي, خو هغه زیاتوي چې حالات اوس ډیر پیچیده شوي دي.

په دې وروستیو کې دخیبر پښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې تحریک طالبان پاکستان په امنیتي ځواکونو دشوؤ بریدونو پړه په داسې حال کې پغاړه اخستې چې طالبانو اؤ دپاکستان حکومت یو بل سره د اوربند ماتولو اعلان هم په رسمي ډول نه دی کړی.

څېړونکي وایي هرڅو که حکومت اؤ ټي ټي پي د اوربند ماتولو رسمي اعلان نه دی کړی خو د دواړو خواؤ ترمنځ بې باوري سیوا شوې ده اؤ اوس په اوربند باور کول ګران شوي دي

  • 16x9 Image

    ابراهیم شینواری

    ابراهیم شینواری له 2006م کال راهیسې د پښتونخوا په خیبر ضلع کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر سیاسي، ټولنیزو او تجارتي موضوعاتو رپوټونه جوړوي. په پولیټیکل ساینس کې یې ماسټري کړې ده. شینواري په 1989م کال کې له (مسلم) ورځپاڼې څخه صحافت پیل کړی، بیا یې وخت په وخت له نیوز او ډان ورځپاڼو او بي بي سي پښتو سره هم کار کړی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG