لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان تر سختې مقابلې وروسته د کرکټ لوبه پر پاکستان وبایلله


واشنګټن ـــــ د اېشیا کپ د کرکټ سیالیو په ترڅ کې افغانستان خپله نننۍ لوبه تر سختې مقابلې وروسته په وروستي اوور کې پر پاکستان وبایلله او د پاکستان لوبډله پایلوبې ته ووتله.

په نننۍ لوبه کې پاکستان لومړی ټاس وګاټه او افغانستان ته یې د بېټنګ بلنه ورکړه، د افغانستان لوبډلې په 20 اورونو کې د شپږو لوبغاړو په اوټ کېدو 129 رنزونه جوړ کړل او پاکستان ته یې د 130 رنزونو هدف وټاکه.

د پاکستان نهه لوبغاړي په 19 اوورونو کې اوټ شوي وو او هدف ته د رسېدو لپاره یې لا یوولسو رنزونه ورته پاته وو، خو نولس کلن ځوان لوبغاړي نسیم شاه په وروستي اوور کې پرله پسې دوې شپږیزې یا چکې ووهلې او لوبه یې وګټله.

نننۍ لوبه نن په افغانستان او پاکستان دواړو کې خلکو ډېره په تنده وکتله او د دواړو لوبډلو مینه وال په دې تمه وو چې د دوی د خوښې لوبډله به یې وګټي ځکه چې د کرکټ د څارونکو په نظر دواړو لوبډلو ښه لوبه وکړه.

پر ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر خلکو تر لوبې وروسته خپل غبرګون څرګند کړی دی. د افغانستان په تېر حکومت کې د ملي پخلاینې د شورا مخکیني مشر ډاکټر عبدالله عبدالله افغان لوبډله پر ښه لوبه باندې ستایلې ده. ډاکټر عبدالله پر ټویټر لیکلي:

"د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې خوندوره او په زړه پورې لوبه دې مبارک وي. ملي لوبډلې په خپلې مسلکي او پرتلاشه سیالۍ کې وښوده چې له سترو ټیمونو سره ښه سیالۍ کولای شي او په راتلونکي کې ترې د ډېرو بریاوو او لاسته راوړنو تمه کېدای شي. زموږ اتلان دې ژوندي او د هغوی اتلولي دې مبارک وي".

سبا د پنجشنبې- زیارت په ورځ به د افغانستان او هندوستان تر منځ وروستۍ لوبه وي او د جمعې په ورځ به پاکستان بیا له سریلنکا سره لوبه کوي، خو پایلوبې ته به له پاکستان سره به بله کومه لوبډله وځي دا لا نه ده معلومه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG