لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان او پاکستان په کرکټ سيالۍ په ټولنيزو رسنیو تود بحث پېل شوی


Emirates T20 World Cup Cricket
Emirates T20 World Cup Cricket

تېره شپه چې د ايشيا کرکټ کپ په سيالۍ کې د افغانستان او پاکستان لوبډلو ترمنځ سيالي شوې، پاکستان ګټلې په دغه سيالۍ کې د افغانستان او پاکستان د لوبغاړو په مېدان کې شخړې او ځينې ويډیوز باندې په ټولنیزو رسنيو تود بحث پېل شوی دی.

په ياده سيالۍ کې چې د افغان لوبغاړي فريد احمد په بال پاکستانی لوبغاړی اصف علي اوټ شوی بيا د دغو لوبغاړو ترمنځ شخړه شوې، په ټولنيزو رسنيو دغه ويډیو خپره شوې ځینو فريد او ځينو اصف علي په شخړه تورن کړی دی.

پاکستانۍ جرنلسټې اسما شيرازي چې دغه ويډیو خپره کړې، ويلي يې دي د افغان لوبغاړو په دغه عمل مايوسه شوم.

خو د افغانستان کرکټ بورډ پخواني چيف اېګزيکيټو شفيق ستانکزي بيا ويلي، دا د اصف علي [پاکستاني لوبغاړي] لخوا سخته رويه خپله شوې، په هغه د ټورنامنټ څخه بندېز پکار دی هر بالر د خوشالۍ حق لري خو لاس لګول د قبلولو وړ نه دي.

په دغه شخړه د کرکټ د نړيوالې شورا لخوا تراوسه کوم غبرګون مخې ته نه دی راغلی.

په ټولنیزو رسنیو بيا داسې ويډیوز هم خپرې شوي چې په مېدان کې نندارچيانو په يو بل د کرسیانو ګوزارونه کړي دي.

پاکستاني پخواني لوبغاړي شعېب اختر په ټويټر ويډيو خپره کړې چې پکې د سيالۍ نندارچيان په يو بل د کرسيانو ګوزارونه کوي، ويلي يې دي دغه کار افغانانو کړی او وړاندې هم داسې شوي دي.

خو هغه ته هم بيا شفيق ستانکزی په ځواب کې ویلي، ته په داسې حال کې د خلکو جذبات نه شې قابو کولی له دې وړاندې په نړيوال کرکټ داسې پېښې شوي دي.

په ياده سيالۍ ځینې سياسي بيانونه هم مخې ته راغلي دي.

خو ځينو کسانو بيا د لوبغاړو د شخړې او په يو بل پسې خبرو په ځای د پاکستان او افغانستان د دوه نورو لوبغاړو يو ګډ عکس هم خپور کړی چې دواړه لوبغاړي پکې يو بل سره په خندا ليدل کيږي.

خو بل لور ته د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان د لوبډلې د پاکستان په وړاندې لوبه باندې ستاينه کړې چې په زړه پورې لوبه یې کړې ده. او د افغان لوبغاړو لوبه د بريا کمه نه بولي.

او د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف پاکستاني لوبغاړي نسيم شاه ته مننه کړې چې سيالي يې ګټلې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG