لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند او جاپان د اړیکو ځواکمنولو لپاره نور پوځي تمرینونه کوي


د هند او جاپان د دفاع وزیران
د هند او جاپان د دفاع وزیران

واشنګټن – هند او جاپان د زیارت یا پنجشنبې په ورځ وویل، دوی به دفاعي همکاري سره زیاته کړي، نوي ډلي د جاپان صنعتي ډګر ته د پانګونې بلنه ورکړې او دواړه هېوادونه د ګډو پوځي‌ تمرینونو پلان جوړوي چې د دواړو هوايي ځواک به پکې هم برخه واخلي.

د هند د دفاع وزیر رجنات سېنګ په ټوکیو کې له خپل جاپاني سیال یاسوکازو همېدا سره خبرې کړي او دواړه به همدا نن د خپلو بهرینو چارو له وزیرانو سره یوځای په دوه جمع دوه خبرو کې برخه واخلي.

د هندوستان د دفاع وزارت په یو بیان کې ویلي،‌ چې د هند د دفاع وزیر د جاپان صنعتي ډګر ته بلنه ورکړې چې د هندوستان په دفاعي دهلیزونو کې پانګونه وکړي.

"دواړو وزیرانو په دې موافقه وکړه چې د هوايي ځواک له ګډو تمرینونو سره به لا سترو همکاریو او د دواړو هېوادونو د هوايي ‌ځواکونو ترمنځ همکاریو ته لاره هواره کړي."

هند د جاپان په څېر خپل پوځ پیاوړی کوي ځکه دوی زیاتېدونکي امنیتي ګواښونه ویني، په ځانګړي ډول له ګاونډي چین څخه.

په جاپان کې لومړي وزیر فومیو کشېدا ژمنه کړې چې دفاعي لګښتونو کې به د پام وړ زیاتوالی راولي.

د هغه واکمن لیبرال ډیموکراټیک ګوند غواړي چې د جاپان پوځي بودیجه په راتلونکو پنځو کالو کې دوه چنده زیاته کړي له دې وېرې چې په اوکراین باندې به د روس له یرغل سره چین هم په تایوان باندې کوم برید وکړي.

ډلي چې تېره اونۍ یې په کور کې دننه خپله لومړنۍ د الوتکو لېږدونکې بیړۍ نندارې ته وړاندې کړه له ټوکیو سره خپلې امنیتي اړیکې پیاوړې کوي ځکه دواړه اسیايي هېوادونه په سیمه کې د چین له زیاتېدونکي پوځي ځواک څخه وېره لري.

دواړه هېوادونه له استرالیا او امریکا سره په ګډه د ګواډ ګروپ غړي دي او په انډوپسېفېک کې هر کال سمندري پوځي تمرینونه کوي.

تېر ځل د ګواډ مشران په مې میاشت کې په جاپان کې سره راټول شوي وو چې اکثره بحث پکې د تایوان په اړه وو.‌

د امریکا ولسمشر جو بایډن ترې یوه ورځ مخکې چین په دې ډېر په غوصه کړی وو چې ویلي وو دی به د تایوان په دفاع کې خپل ځواک وکاروي.

او کله چې بیا دوی لیدنه کوله نو د چین او روس جنګي الوتک په سیمه کې ګډ تمرینونه کول.

په ورته وخت کې کشیده او د هند لومړي وزیر نریندرا مودي بیا په یو بلې جلا لیدنه کې په دې موافقه وکړه چې د ازادې انډو پسېفېک لپاره به له نېږدې کار کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG