لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

انتونیو ګوتېریش: نړیوالو ماحولیاتي بدلونونو کې د پاکستان برخه کمه ده خو اغېزمن شوی زیات دی


دپاکستان په سفر تللي دملګرو ملتونو عمومي سکتر انتونیو ګوتېریش ویلي په نړیوالو ماحولیاتي بدلونونو کې دپاکستان برخه کمه ده خو دا هیواد دچاپیریال دبدلون څخه زیات اغېزمن شوی دی.

دجمعې په ورځ اسلام اباد کې دپاکستان د وزیراعظم شهباز شریف سره ګډ مطبوعاتي کانفرنس ته وینا کې دملګرو ملتونو عمومي سکتر ویلي دپاکستان حکومت،پوځ اؤ دښېګړې تنظیمونه پاکستان کې د راغلي سېلاب له امله دمرستې فعالیتونو کې بوخت دي.

هغه دنړۍ په مخاطب کولو وویل پاکستان د سېلاب څخه ډير زیات اغېزمن شوی دی، اؤ که نن پاکستان اغېزمن شوی نو سبا کوم بل هیواد هم دچاپیریال دبدلونونو له امله اغېزمن کیدای شي ،ځکه نو ددې دمخنیوي لپاره ټولو ته په ګډه کار پکار دی.

انتونیو ګوتېریش وویل دا دنړیوالې ورورولۍ ذمه واري ده چې دچاپیریال د دښمنو ګازونو پرېښودل کم کړي اؤ دداسې هیوادونو سره مرسته وکړي چې دچاپیریال دبدلونونو نه اغېزمن کیږي.

په دې مهال وزیراعظم شهباز شریف وویل پاکستان ته د ملګرو ملتونو دعمومي سکتر سفر دستاینې وړ دی اؤ پاکستان سره په مرستې کولو مونږ دهغه منندویه یو.

تر دې وړاندې اسلام اباد ته په رارسیدو دملګرو ملتونو عمومي سکتر انتونیو ګوتېریش ته پاکستان کې دسېلابونو له امله دشوې تباهۍ په اړه احوال تېر کړل شو.

دپوځ لوړ پوړي چارواکي میجرجنرال ظفراقبال داحوال تېرولو په وخت وویل پاکستان کې دسېلابونو له امله 40 لکه ایکړه د کروندې زمکه اغېزمنه شوې ده اؤ ددې ترڅنګ قامي سړکونو ته هم سخت زیان رسیدلی دی.

هغه وویل دپاکستان په دریوؤ کې یوه برخه دسېلاب لاندې راغلې ده اؤ دبلوچستان په څلورو ضلعو کې اوس هم دسېلاب اوبه ولاړې دي .

دنوموړي وینا وه چې راتلونکې اوونۍ نه به سندهـ کې وضعیت ښه کیدل پیل شي .

د ملګرو ملتونو مشر په داسې حال کې د پاکستان سفر کړی چې په پاکستان کې د جون د مياشتې راهسې په بارانونو، سېلابونو او بېلابيلو پېښو کې تراوسه پورې لږ تر لږه 1391 کسان مړه شوي چې پکې 496 ماشومان، 616 ښځې او 279 سړي شامل دي.

پاکستاني چارواکي وايي بارانونو او سېلابونو 33 ملينه خلک اغېزمن کړي او د لس اربه ډالرو پورې تاوان اوښتو دعوه کوي.

ملګرو ملتونو د وړاندې نه د پاکستان د سېلاب ځپلو د مرستو دپاره د 160 ملينه ډالرو د مرستو غږ کړی او د صحت نړيوال پروګرام ويلي چې په پاکستان کې 6.4 ملينه سېلاب ځپلي بشري مرستو ته اړتيا لري.

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند عاصم افتخار پرون د زيارت/ پنجشنبې په ورځ [8 ستمبر] اوونيزه خبري غونډه کې ويلي، د ملګرو ملتونو مشر به د وزیراعظم، د بهرنيو چارو وزیر او نورو چارواکو سره ويني، د بلوچستان او سيند صوبې د سېلاب ځپلو سيمو سفر به کوي او د خلکو سره به ويني.

نوموړي زیاته کړې پاکستان ګڼي چې د ملګرو ملتونو د مشر د لارې نړۍ خبر کړي چې پاکستان د سېلابونو د کوم ډول تباهۍ او چېلنجونو سره مخ دی.

هغه ویلي، پاکستان به د ملګرو ملتونو مشر ته به د موسمي بدلون د ويروونکو اغېزو سره په غټه کچه د قدرتي افتونو په اړه احوال هم وړاندې کولی شي.

  • 16x9 Image

    احسان محمد خان

    احسان محمد خان په صحافت کې  اوږده تجربه لري‌ اؤ دبیلابیلو نړیوالو رسنیو سره یې دخبریال په توګه دنده ترسره کړې ده۔
    هغه د وي او ای ډیوه دخپرونو دلړۍ پیل کیدو سره سم دخیبر پښتونخوا څخه ډیوه ته دټي وي، ریډیو ا ؤ ډیجیټيل میډيا په برخه کې  د اقتصاد ، سياست ،  کلتور  په اړه رپورټونه برابروي چې زیاتره  تجزیاتي اؤ معلوماتي بڼه لري۔

XS
SM
MD
LG