لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ورکو کسانو مقدمه کې جج شهباز شریف ته: که د ایین مطابق عمل نه کېږي ټول دې کورونو ته لاړ شي


Pakistan Politics
Pakistan Politics

دپاکستان وزیراعظم شهباز شریف دجمعې په ورځ دهیواد دننه په جبري توګه د لادرکه تنانو په مقدمه کې اسلام اباد هایکورټ ته وړاندې شوی اؤ عدالت ته یې باور ورکړی چې په جبر دخلکو دلادرکۍ ستونزه به هواروي.

عدالت په جبري توګه د لادرکه تنانو په اړه مقدمه کې مرکزي حکومت ته د پرمختګ لپاره د دوؤ مياشتو وخت ورکړی او د نومبر په 14 نيټه یې رپورټ غوښتی دی.

د اسلام اباد هایکورټ مشر قاضي اطهر من الله ویلي که د ایین مطابق عمل نه کېږي نو ټولو له کورونو ته تلل پکار دي.

داسلام اباد هایکورټ مشر قاضي اطهر من الله د جمعې په ورځ د لادرکه تنانو د قضيې اویدنه کړې ده او په دې موقعه وزیر اعظم شهباز شريف هم عدالت ته وړاندې شوی ؤ.

اسلام اباد هاى کورټ سږکال د جولایي په مياشت کې د شوې اوربدنې په مهال امر کړی ؤ چې که لادرکه شوي تنان د ستمبر تر نهمې نېټې راخوشې نکړې شول نو وزیر اعظم به خپله عدالت وړاندې کېږي.

نن د اوریدنې په وخت عدالت وزیر اعظم شهباز شريف روسټرم ته وبللو او ترې وئ پوښتل چې ولې د لا درکه تنانو په معامله د رياست رد عمل هغه شان نه راځي څنګه چې د رياست ذمه واري جوړېږي.

مشر قاضي اطهر من الله وزیر اعظم ته د وېنا پرمهال وویل عدالت د لادرکه تنانو ستونزه مرکزي کابېنې ته لېږلې وه او وزیر اعظم په دې يوه کمېټه جوړه کړې خو د قاضي په وېنا دا معامله يوازې د کمېټې د لارې نه هوارېږي.

د ښاغلي جسټس اطهر من الله وېنا وه چې د رياست دننه د رياست تصور نشته او د دستور ترمخه د هېواد د چيف اېګزګټيو ذمه واري ده چې د وګړو د حقونو ساتنه وکړي.

وزیر اعظم شهباز شريف عدالت ته باور ورکړو چې د لادرکه شوو تنانو د موندلو لپاره به هره هڅه کوي.

په پاکستان کې د خلکو د لادرکۍ ستونزه نزدې 20 کاله زړه ده او د لادرکه تنانو خپل خپلوان او دبشري حقونو تنظيمونه د دې تور د هېواد د پوځ په طاقتورو خفيه ادارو پورې کوي خو پوځ دا تورونه ردوي.

اخوا د بشري حقونو غېر دولتي خپلواک کمیسیون اېچ ار سي پى په يو بېان کې وېلي چې د لادرکه تنانو د ستونزې هواري لپاره به حکومت ته کوټلي ګامونه پورته کول وي.

تنظیم د لادرکه تنانو د قضيو د هواري حکومتي کمېشن هم يوه غېر موثره اداره ګرځولې ده او وېلې یې دي چې اداره اغېزمنو تنانو ته په انصاف ورکولو کې ناکامه شوې ده.

د یاد تنظیم مشره حنا جېلاني ډيوه سره خبرو کې وايي لومړی پکار ده چې حکومت د هغو اېحنسيانو سره خبرې وکړي په چا چې د ورکو خلکو خپلوان د هغوى د لادرکۍ تورونه لګوي او دغه اېجنسۍ دې په کلکه ددې عمل نه ودروي.

هغه وايي د لادرکه تنانو ستونزې په عدالت کې ځکه نه حل کېږي چې عدالت تفتيشي اداره نه ده او چې کله عدالت په دې عمل کې په مبينه توګه د ککړو خفيه ادارو خلک راوغواړي نو هغوي منکر شي او وایي د دوي سره لادرکه کسان نشته.

هغه وايي نن هم عدالت سختې خبرې کړې دي خو دا مسله د تګلارې سره اړه لري او باېد چې سویلين حکومت په دې عمل کې ککړ عناصر په ډاګه کړي چې د خلکو په جبري توګه د ورکولو عمل به نور ونه زغمي.

د اسلام اباد هایکورټ مشر قاضي اطهر من الله وېلي په هېواد کې د جوړو حراستي مرکزونو څخه خلک خوشې کېږي خو په دې څوک ایکشن نه اخلي چې دا کسان په کوم تور کې نيول شوي وو.

مشر قاضي وايي دا د رياست لپاره د ازمېښت مقدمه ده او باید چې نور څوک پورته نکړی شي.

په دې موقع نن د جمعې په ورځ عدالت د لادرکه تنانو د حقونو دغېر دولتي تنظيم ډېفنس آف هيومن راېټس مشره امنه مسعود جنجوعه هم وربلل شوې وه او نوموړې ډيوه ته ویلي چي عدالت ددې ستونزې د بشپړ هواري او د ورکو خلکو د موندلو لپاره حکومت ته د دوو مياشتو مهلت ورکړی او وزیر اعظم شهباز شريف عدالت ته ویلي چي په دې لړ کې به هغه د پوځي چارواکو سره هم ويني.

مېرمن امنه مسعود جنجوعه چې خاوند یې هم د اوږدې مودې راهیسې ورک دې وايي ددې ستونزې له کبله د هېواد نوم په ټوله نړۍ کې بدنام شوی او ددې يوازینی حل د رښتيا او پخلاینې د کمېشن د لارې ممکن دی.

هغه وایي دا کمېشن به ورک خلک لټوي او که څوک مړه هم وي نو دهغوى کورنۍ به خبروي. د ورکو خلکو به د کورنیو سره ليدل کتل کوي او که چا کوم جرم کړی وي نو په عدالت کې به پرې مقدمه چلېږي او په دې عمل کې دککړو عناصرو به هم محاسبه کېږي او د ورکو کسانو کورنیو ته به د نړیوال معېار مطابق تاوان ورکوي.

په پاکستان د لا درکه تنانو د قضيو د هواري حکومتي کمېشن په خپلو جارى کړو وروستیو شمیرو کې ویلي چي دتېر اګست میاشت کې د 95 نورو کسانو د لادرکۍ قضيې درج شوي او داسې د سږني کال په لومړیو اتوؤ مياشتو کې د ورکو خلکو شمېر تر 488 رسېدلی.

د کمېشن د شمېرو له مخې د کمېشن د جوړښت نه تر اوسه پورې د 8 زرو، 699 کسانو د لادرکه کيدو مقدمې ثبت شوي چې په کې په 6 زره، 513 کېسونو کار مکمل شوی او د دوؤ زرو څخه په زياتو قضيو کار لا هم د ځنډ ښکار دی خو د لادرکه بلوڅانو او پښتنو د حقونو فعالان دا شمېرې له دې هم زياتې ښایي او دعوه کوي چې د څلوېښتو زرو نه زيات کسان ورک دي.

د بلوڅانو او پښتنو د حقونو مبارزين وايي اوس هم د بلوچستان په ګډون د خېبرپښتونخوا د قبایلي ضلعو څخه په مرموز ډول خلک پورته کېږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG