لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اقتصاد پوهان وایي د سېلابونو له امله به پاکستان کې غریبي اؤ بې روزګاري زیاتېږي


دپاکستان د خزانې وزارت وزیر اعظم شهباز شریف ته د سېلابونو له وجې د شوي نقصان په رپوړټ کې ویلي 12 اربه ډالره تاوان شوی چې پکې بنیادي ځاندره او زراعت تر ټولو زیات اغیزمن شوي.

اقتصادي پوهان وایي د سېلابونو له وجې روان مالي کال کې د حکومت لخوا ټاکل شوي د اقتصادي پرمختیا او د پیداوار هدفونه به پوره نه شي.

پوهان وایي روان مالي کال کې د ممکنه پیداوار د کمي په وجه د پاکستان انحصار به په درامداتو زیات شي او تجارتي خساره کې به اضافه وشي، د پوهانو وینا ده چې د سیلابونو له امله به د سړي سر امدني راکمه شي او په غربت او بې روزګارۍ کې اضافه وشي .

دخزانې وزارت وزیر اعظم شهباز شریف ته په وړاندې کړی شوي رپوړټ کې ویلي چې د سیلابونو له امله د پاکستان اقتصاد او اساسي ځاندرې ته د 12 اربو ډالرو تاوان رسیدلی دی چې له وجې به یې د مجموعي قامي امدنۍ پرمختیا د 5 فیصدو نه درې فیصده ته راکمه شي او بې روزګارۍ کې به هم ضافه وشي.

اقتصادي کارپوهه مهتاب حیدر وي او ای ډیوه ته وایي د سېلاب له وجې د هغه په اند د 18 اربو ډالرو نقصان شوی چې له امله یې د پاکستان د اقتصادی پرمختیا اؤ د ټيکسونو شرحه متاثره شوې ده او کرنټ اکاونټ خساره هم زیاته شوې ده.

هغه وایي په خصوصی توګه د پاکستان د کرکېلې څانګې ته په غټه کچه زیان رسیدلی او دا به په راتلونکي وخت کې د پاکستان اقتصادي مشکلاتو کې اضافه وکړي .

"د زراعتو په څانګه کې ډیر تاوان شوی او راتلونکي وخت ‌ کې د حکومت له خوا د زراعتو په څانګه کې تړلی شوی 3.9فیصدي هدف به هم منفي ته لاړ شي او که پرمختیا وشي هم نو ډیره کمه به وي، مجموعي د اقتصادي پرمختیا شرحه د 5فیصدي نه امکان لری 2فیصدي ته راشي"

هغه وایي که په پاکستان کی د پرمختیا شرحه کمیږي نو ‌دې سره به سړي سر امدني هم متاثره کیږي ، ګراني به زیاته شي او بې روزګارۍ کی به هم اضافه وشي.

د پاکستان د خزانې وزارت ویلي په ملکي کچه روان د 180 اربو روپو ترقیاتي کارونه به ودریږي او دې سره تړلي 6 لکه خلک به هم بې روزګاره شي.

د پاکستان د اقتصادی پرمختیا اداره وایي د وړاندې نه په ځوانانو کی 16فیصدي او ښځو کې 51 فیصدي کسان بې روزګارۍ سره مخ دي او د سیلاب له وجې به په دې کې 1.2فیصدي نوره اضافه وشي.

د اقتصاد ماهر پروفیسر منظور احمد وي او ای ډیوه ته وایي په پاکستان کې د وړاندې څخه زرعي پیداوار اغیزمن شوی او د سیلاب له وجې به نه یوازې روان کال پیداواري هدف پوره نه شي بلکې په درامدي خوراکي شیانو به د پاکستان انحصار زیات شي .

"درامدات يعنې نور غنم به راغوښتل وي، دغه رنګه مالوچ یا پومبه چې د وړاندې نه یې پیداوار کم دی درامدات به یې زیات شي او تجارتي خساره کې به ضافه وشي"

د پاکستان داقتصادي سروی کال 2021 او 22 له مخې ملکي سړي سر امدني 1798 ډالره ده چې په امروزه حساب 4.92 ډالره جوړیږي او د کی ډي پي د پرمختیا شرحه 5.9فیصدي وه .

روان مالي کال کې حکومت د پرمختیا شرحه 5فیصدي مقرر کړې خو نړیواله مالیاتي اداره ایي ایم ایف وایي روان مالی کال به دا شرحه 3.5 فیصدي وي، خو دخزانې وزارت وایي دا شرحه به 2.3 فیصدي ته راکوزه شي.

د وزارت وینا ده چې په صنعتي څانګه کې د پرمختیا مقرر کړی شوی هدف 5.9فیصدي به نزدی 2فیصدو ته راکم شي او دی سره به مجموعي پیداوار هم متاثره شي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG