لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا حکومت: ټي ټي پي بريدونه کوي پرضد يې عمليات کيږي او مذاکرات لا نه دي ختم


په داسې حال کې چې په وروستیو کې تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] په پوليسو او پوځ د څو وژونکو بريدونه زمه وارۍ منلي، څيړونکي وايي که څه هم د ټي ټي پي او د پاکستان حکومت په رسمي ډول د مذاکراتو ختمولو نه دي ويلي خو ښکاره دغه مذاکرات نور نه دي پاتې خو د خېبرپښتونخوا حکومتي وياند وايي مذاکرات لا په رسمي ډول نه دي ختم شوي.

څيړونکي وايي د پاکستاني طالبانو او حکومت ترمنځ خبرې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په مينځګړيتوب پېل شوې وې خو په کابل کې د القاعده د مشر اېمن الظواهري په امریکايي ډرون کې د وژنې وروسته طالبان په خپلمنځني کشالو کې ښکېل دي، د ټي ټي پي او پاکستان د حکومت خپرو ته ډېر وخت نه ورکوي.

ټي ټي پي چې د دوېم ستمبر نه وروسته نزدې د 11 پورې بريدونو زمه وارۍ منلي، د خېبرپښتونخوا حکومتي وياند بېرسټر محمدعلي سېف څوک چې د طالبانو سره د مذاکراتو په عمل کې شامل دی نن د خالي/ شنبې په ورځ [لسم ستمبر] وي او اې ډويوه ته وويل،

"مذاکرات لا په رسمي ډول نه دي ختم شوي ټي ټي پي بريدونه کوي او پرضد يې د پاکستان پوځ او نورې ادارې هم کارروايانې کوي".

د پيښور پوهنتون جرنلزم څانګي استاد پروفيسر سيد عرفان اشرف وايي د هغه په نظر حالات د ښه کېدو په ځای نور ډېر خرابېدو پله تللي دي.

"مسلې دومره ګمبيرې دي زياتې سختي دي چې افغان طالبان دا وخت د ټي ټي پي او پاکستان په منځ کې مشاورت ته تيار نه دي هغوی په دې وخت کې په کابل کې وخت څنګه تير کړي دا بنيادي سوال دی ځکه چې په هغوي پاسه ډرون وار ايمپوز شوی دی د امريکي د طرف نه اوس چې هم زه دا خبري کوم د افغانستان په فضا کې ډرون ګرځي".

د نوموړي په وېنا وړاندې به چې خلک ناکامه شو تنګ شو د طالب نه نو د رياست نه به د پوځي عملياتو غوښتنه کېده خو چې بيا چې څومره پوځي عمليات شوي د هغې وروسته حالات نور پسې خراب شوي دي.

هغه وايي خلک اوس د رياست د پاليسو نه زړه ماتي ښکاري او په دې پوهه شوي که رياست وغواړي امن راتلی شي پکار ده چې رياست مخکنۍ پاليسۍ بدلې کړي امن په ځای کړي او د خلکو اعتماد ترلاسه کړي.

ټي ټي پي د روان کال د مې په مياشت کې د وړوکي اختر په مهال حکومت سره د ډز بندۍ اعلان کړی او دغه ډز بندي بيا د پاکستان د حکومت سره د مذاکراتو په مهال د بل اعلان پورې غځول شوې وه.

څيړونکي او خبريال رفعت اورکزی وايي د رواني مياشتي ستمبر دويمي نيټي راپه ديخوا لاقانونه ګرځول شوي تحريک طالبان پاکستان د 11 وسله والو بريدونو زمه واري منلې او دا څرګندوي چې عملا د دواړو فريقينو په مابين کې د خبرو اترو عمل ختم شوی دی.

د نوموړي په وينا يو وارې بيا په سيمه کې د وسله والو فعاليتونه سېوا شوي دي او "د پېښور سره جوښتې پرتې خېبرضلعې په باړه تحصيل کې وسله والو طالبانو ګزمي شورو کړي دي او د حکومت د لوري يو واري بيا په سيمه کې د عملياتو شورو کولو په عرض خلکو ته د علاقې خالي کولو ويل شوي دی".

څيړونکي نظر لري چې د کال 2004 راپه ديخوا چې کله هم د پوځ يا حکومت او تحريک طالبان ترمينځ مزاکرات شوي اکثره ناکامه شوي او بيا پوځي عمليات شوي دي.

د پاکستان حکومت او پوځ دعوه کوي چې د ترهګرو ملا يې ماته کړې خو په ملک کې بيا هم وخت په وخت د وسله وال بريدونه دوام لري.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

  • 16x9 Image

    عثمان خان

    عثمان خان په پېښور کې د ډيوه خبريال دی او د تعليم، سياست، کلتور، افغانستان او نورو موضوعاتو باندې رپورټونه جوړوي. د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يې د ماسټر ډګري تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG