لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دملګرو ملتونو عمومي سکتر دسېلاب ځپلو سیمو څخه لیدنه کړې، وایي زیانونه له تصور هم زیات دي


دملګرو ملتونو عمومي سکتر انتونیو ګوتریس دخالي/شنبې په ورځ دپاکستان د وزیراعظم شهباز شریف سره یو ځاي دسیند اؤ بلوچستان دسېلاب ځپلو سیمو څخه لیدنه کړې ده اؤ دسېلاب ځپلو خلکو سره یې لیدلي دي.

دپاکستان دسرکاري میډيا ترمخه دملګرو ملتونو عمومي سکتر په سیند اؤ بلوچستان صوبو کې دسېلابونو له امله داوښتو زیانونو اؤ دسېلاب ځپلو سره دمرستو اؤ بیا ودانۍ دفعالیتونو جاج اخستی دی.

په دغه فضایي سفر کې ښاغلي انتونیو ګوتریس پاکستان کې دسېلابونو له امله اوښتي زیانونه د تصور نه زیات بللي دي اؤ ویلي یې دي چې پاکستان په دې سختو شېبو کې دنړیوالې ورورولۍ مرستو ته پامتداره دی.

په دې موقعه انتونیو ګوتریس ویلي چې پاکستان کې اوسنیو سېلابونو دقیمتي انساني ځانونو ترڅنګ ،ودانیو ،څارویو، اؤ روزګارونو ته سخت زیانونه اړولي دي خو هغه وایي چې هیلې لا ژوندۍ دي اؤ هیلو ته هیڅ ضربه نه ده رسېدلې.

هغه ویلي پاکستان دا مهال دسېلابي وضعیت له امله د نړیوالو مرستو اؤ همکارۍ ته سخته اړتیا لري.

انتونیو ګوتریس وویل دچاپېریال دبدلونونو له امله دتباهۍ نه د‌ ډکو اغېزو نه د ځان ژغورنې لپاره مونږ ټولو ته دیو دیوې دایمي اؤ پیاوړې اساسي ځاندرې جوړولو ضرورت دی اؤ دې لړ کې باید نړیواله ورورولي اؤ مالیاتي ادارې خپل کردار ترسره کړي.

هغه زیاته کړې ده چې دسېلاب له امله د رامنځته شوؤ زیانونو جاج یې پخپله اخستی اؤ دموسمیاتي بدلونونو د زیانونو نه د ځان ساتلو لپاره مونږ ته په سمدستي توګه د زیان رسوونکو ګیسونو په پرېښودو کې نیم په نیمه کمی راوستل اړین دي.

هغه ویلي نړیواله ټولنه اؤ ادارې باید په پراخه مټ دپاکستان سره مرستې اؤ همکاري وکړي ځکه چې پاکستان دچاپیریال دبدلونونو نه داغېزمنو ۵۰ هیوادونو په نوملړ کې خو شامل دی خو چاپېریال ته د زیان رسوونکو ګیسونو په پرېښودو کې دپاکستان برخه ډيره کمه ده.

تر دې وړاندې پرون دجمعې په ورځ اسلام اباد ته په رارسیدو دملګرو ملتونو عمومي سکتر انتونیو ګوتېریش ته پاکستان کې دسېلابونو له امله دشوې تباهۍ په اړه احوال تېر کړل شوی ؤ.

دپوځ لوړ پوړي چارواکي میجرجنرال ظفراقبال داحوال تېرولو په وخت دملګرو متلونو عمومي سکتر ته ویلي وؤ چې پاکستان کې دسېلابونو له امله 40 لکه ایکړه د کروندې زمکه اغېزمنه شوې ده اؤ ددې ترڅنګ قامي سړکونو ته هم سخت زیان رسیدلی دی.

هغه ویلي وؤ دپاکستان په دریوؤ کې یوه برخه دسېلاب لاندې راغلې ده اؤ دبلوچستان په څلورو ضلعو کې اوس هم دسېلاب اوبه ولاړې دي .

دنوموړي وینا وه چې راتلونکې اوونۍ نه به سندهـ کې وضعیت ښه کیدل پیل شي .

د ملګرو ملتونو مشر په داسې حال کې د پاکستان سفر کړی چې په پاکستان کې د جون د مياشتې راهسې په بارانونو، سېلابونو او بېلابيلو پېښو کې تراوسه پورې لږ تر لږه 1391 کسان مړه شوي چې پکې 496 ماشومان، 616 ښځې او 279 سړي شامل دي.

پاکستاني چارواکي وايي بارانونو او سېلابونو 33 ملينه خلک اغېزمن کړي او د لس اربه ډالرو پورې تاوان اوښتو دعوه کوي.

ملګرو ملتونو د وړاندې نه د پاکستان د سېلاب ځپلو د مرستو دپاره د 160 ملينه ډالرو د مرستو غږ کړی او د صحت نړيوال پروګرام ويلي چې په پاکستان کې 6.4 ملينه سېلاب ځپلي بشري مرستو ته اړتيا لري.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

XS
SM
MD
LG