لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرمه کې هم ځایي خلکو د وسله والو دبیا راپورته کېدو پرضد د امن لاریون کړی


دسوات،دیر اؤ خیبر نه وروسته دخیبر پښتونخوا په کرم ضلعه کې هم ځایي اوسیدونکو د وسله والو دبیا راپورته کیدو،دناامنۍ اؤ هدفي وژنو په ضد دامن لاریون کړی دی اؤ واضحه کړې یې ده چې دوي هیچاته هم دخپلې خاورې دامنیت تالاترغۍ کولو اجازه ورنکړي.

دکرمې ضلعې شیعه اؤ سني مسلمانانو په ګډه په خپله خاوره د امن دټینګښت غوښتنه کړې اؤ په حکومت یې غږ کړی دی چې دغلته دموجود وسله والو ډلو په ضد دې کلک ګامونه پورته کړي خو دوي واضحه کړې ده چې د پوځي عملیاتو په نوم یو وارې بیا کډوال کیدو ته تیار نه دي.

د افغانستان پولې ته څیرمه د ضلعه کرم دمینځنۍ برخې د لرې پرتو اوسیدونکو په خپلو علاقو کښې یو ځل بیا د وسله والو ډلو د راپورته کیدو اؤ هدفي بریدونو کښې داضافې په ضد یو امن یو لاریون کړی دی.

دغه لاریون چې د پاسنۍ کرمې نه شروع شو اؤ په پاړه چنار کښی تمام شو. د لاریون برخه والو په خپلو لاسونو کښی سپین بیرغونه پورته کړي وؤ اؤ د امن دبحالۍ شعارونه یي ورکول.

پاره چنار ته په رارسیدو ځایي شیعه مسلمانانو د لاریون دبرخه والو تود هرکلی کړی اؤ ورسره یې خپله کلکه خواخوږي اؤ یووالی ښودلی دی.

په دغه مهال خپله جذباتي وینا کښې د پاړه چمکني یو قامي مشر ملک عبدالغفار وویل چې د هغوي یوازینۍ غوښتنه د امن ده اؤ په دې غوښتنه کښی دې د شیعه اؤ سني ترمنځ هیڅ تفریق رانه وستل شي.

هغه وویل چې د سیمې پرمختیا د امن سره تړلې شوې اؤ باید حکومت خپله دغه اساسي ذمه واري ترسره کړی.

ملک عبدالغفار زیاته کړه چې د هغوي په علاقو کښې د وسله والو کسانو یا ډلو بیا منظم کیدو سره اوس یو ځل بیا داسې حالات راجوړولی شي چې ځايي اوسیدونکی دوباره په کډو کولو مجبوره کړل شي خو دې ته د سیمې اوسیدونکي په هیڅ قیمت هم تیار نه دي.

د ځایي شیعه مسلمانانو په استازیتوب د پاړه چنار یوه اوسیدونکي عنایت طوري په دې مهال وویل چې شیعه او سنیان خپلو کې یو وروڼه دي اؤ د ټولې کرمې, چې یوه زمکه ده, مثال د یوې کشتۍ دی, اؤ دغه کشتۍ ته چې د کوم اړخه هم زیان ورسي نو ټولې کرمې ته به نقصان رسي.

هغه وویل چې امن د سیمې د اوسیدونکو اساسي حق دی اؤ ځکه هغوئ د حکومت نه دا تقاضا کوي چې د وسله والو ډلو دې مخه ونیسی.

هغه په ځایي اوسیدونکو هم غږ وکړو چې دوي دې په شریکه دخپلې خاورې حفاظت وکړي.

د سیمې مشرانو د حکومت نه دا غوښتنه هم وکړه چې د خرلاچۍ په پوله دې افغانستان سره تجارت له نوره وده ورکړي, ځایي ځوانانو له دې د روزګار اضافي وسیلې پیدا کړی شي اؤ په کرمه کښې دموجودو قدرتي زیرمو اؤ ځنګلونو نه باید اجتماعي ګټې تر لاسه کړل شي چې دغسې د سیمې د اوسیدونکو اقتصاد پیاوړی شي.

تر دې وړاندې په دیر،سوات اؤ دخیبر قبایلي سیمې په باړه کې هم د وسله والو طالبانو دبیا راپورته کیدو پرضد دامن لاریونونه شوي اؤ ددغو سیمو اوسیدونکو په ډاګه کړې ده چې کله به هم پخپله سیمه کې دامنیت د ګډوډۍ اجازه چاله ورنکړي.

دا لاریونونه وروسته له هغې پیل شوي چې په دې وروستیو کې په سوشل میډیا داسې دعوې مخې ته راغلې چې په سوات اؤ دیر کې طالبان بیا منظم شوي اؤ دقلنګونو غوښتلو ترڅنګ یې باقاعده ګزمې هم شروع کړې دي.

دپاکستان پوځ هم پخپل یو بیان کې په سوات اؤ دیر کې دطالبانو دموجودیت پخلی کړی ؤ خو ویلي یې وؤ دغه وسله وال دابادۍ نه ډیر لرې دغره په څوکه کې دي اؤ پوځ به دخپلې خاورې اؤ ولس ساتنه کوي.

خو وروسته دخیبر پښتونخوا دحکومت ویاند برسټر سیف پخپل یو بیان کې دعوه وکړه چې دطالبانو مخه نیول شوې ده اؤ اوس په سیمه کې وضعیت عادي دی.

  • 16x9 Image

    ابراهیم شینواری

    ابراهیم شینواری له 2006م کال راهیسې د پښتونخوا په خیبر ضلع کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر سیاسي، ټولنیزو او تجارتي موضوعاتو رپوټونه جوړوي. په پولیټیکل ساینس کې یې ماسټري کړې ده. شینواري په 1989م کال کې له (مسلم) ورځپاڼې څخه صحافت پیل کړی، بیا یې وخت په وخت له نیوز او ډان ورځپاڼو او بي بي سي پښتو سره هم کار کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG