دافغانستان ختیز ولایت پکتیا کې یو شمیر زده کوونکې نجونه دشنبې په ورځ دښوونځیو دتړل کیدو پرضد سړکونو ته وتلي اؤ سخت احتجاج یې کړی دی.
دلسګونو په شمیر دغو زده کوونکو نجونو داحتجاجي لاریون په ترڅ کې غوښتنه کړې ده چې د دوئ ښوونځي دې زر تر زره بېرته پرانستل شي.
د وي او ای پښتو د رپورټ تر مخه دغه زده کوونکي چې شمېر یې لسګونو تنو ته رسېده نن( شنبه) سهار د پکتیا مرکز ګردېز سړکونو ته راوتلي وې او د ټولو لپاره یې د زده کړو حق غوښتلو شعارونه ورکول.
ددغه احتجاجي لاریون ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو هم خپرې شوي چې پکې لیدل کیږي په احتجاج د راوتلو نجونو د ښوونځیو لباسونو په تن دي اؤ د پکتیا د پوهنې ریاست لور ته د تګ په حال کې دي.
وي او ای پښتو وایي په وروستیو میاشتو کې، په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د ښځو د حقوقو فعالانو څو ځله د نجونو پر مخ تر شپږم پورته ټولګیو خلاصولو په هدف لاریونونه کړي او د طالبانو له حکومت څخه یې غوښتي چې یاد ښوونځي بیرته خلاص کړي، خو دا لومړی ځل دی چې په پکتیا کې نجونې د یو لاریون په ترڅ کې د ښوونځيو پرانیستلو غوښتنه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ په پکتیا کې د طالبانو سیمه ییز چارواکو او د سیمې اوسېدونکو په دغه ولایت کې د نجونو پر مخ تر شپږم ټولګي پورته ښوونځيو پرانیستلو خبر ورکړی ؤ.
دستمبر په اوومه دپکتیا يو ځايي خبريال حبيب الله سراب وي او ای ډيوه ته ویلي وؤ چې د دوو اوونیو راهسې د افغانستان په پکتيا ولايت کې د جينکو ښوونځي پرانستل شوي دي .
نوموړي زياته کړې وه" دغه ښوونځي په سيمه کې د قومي مخورو او ددې ترڅنګ د ښوونځیو د مديرانو په همغږۍ سره خلاص شوي دي او جينکو ته پکې د زدکړو زمينه برابره شوې ده"
د پکتیا ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس خالقیار احمدزي ځايي ميډيا سره شريک کړي يو غږيز پيغام کې ويلي وؤ چې په مرکز او څمکنيو ولسوالۍ کې خواوشا 5 ښوونځي د مديرانو لخوا پرانستل شوي دي او نجونو خپلې زده کړې پېل کړې دي۔
نوموړي دا هم ويلي وؤ چې په دې برخه کې د پوهنې وزارت او ولايتي رياست لخوا کوم ځانګړی حکم نه دی راغلی او نه يې چا مخه نيولې ده۔
افغان ټولنيزې فعالې او د مېرمنو د حقونو لپاره کار کوونکې فراح ناز الکوزۍ وي او ای ډیوه سره خبرو کې ویلي بايد په ټول هېواد کې د جينکو لپاره پرته له څه ځنډ تعليمي ادارې پرانستل شي۔
دهغې په وینا "غواړو چې د افغانستان په 34 ولايتونو کې د نجونو پرمخ ښوونځي پرانستل شي او زما هره خور او لور مکتب ته لاړه شي او زده کړې وکړي"
طالبانو تېر کال د ستمبر دمیاشتې پر 17مه د هلکانو ښوونځي پرانستل، خو تر شپږم ټولګي پورته د جينکو سکولونه يې چې د مارچ په 23 پرانستل هم په هغه ورځ يې بيا ددې د تړلو امر وکړو۔
په پکتیا ولایت کې د نجونو تر شپږم پورته ټولګیو پرانیستلو په اړه د راپورونو تر خپرېدو وروسته د طالبانو دحکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دتېرې سه شنبې یا نهې په ورځ کابل کې خبریالانو ته ويلي وؤ، په دې څېړنې کیږي چې یاد ښوونځي په کومو شرایطو او د چا په امر پرانیستل شوي دي۔
نوموړي دا هم ويلي وؤ چې د جينکو تر شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو پرانیستلو په اړه یوازې د پوهنې وزارت دپرېکړې صلاحیت لري۔
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش تېره اوونۍ په افغانستان کې تر شپږم پورته د نجونو ښوونځيو بندېدو د دوام په اړه د اندېښنې په ښودلو سره ویلي وؤ چې په افغانستان کې له ښوونځيو څخه د نجونو لیرې پاتې کېدل له مساوي حقونو څخه له عدل لرې سرغړونه ده چې په خبره یې ټول هیواد ته زیان رسوي۔
(دي رپورټ کې ځینې مالومات د وي او ای پښتو نه اخستل شوي دي)