لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ټانک ضلعه کې وژل شوي څلور پولیس عسکر خاورو ته سپارل شوي 


په ټانک ضلعه کې د پولیسو د وژلو دا پیښه تیر ماښام هغه مهال رامنځته شوې وه چې د جمعیت علماء اسلام ( ف ) ګوند د ټانک ضلعې دتحصیل چیرمین صدام بیټني په قافله یو مرګونی برید وشو.

د ګل امام تاڼې په حدودو پایي او میخاني سیمې ترمینځ رامنځته شوي دې وسله وال برید کې د پولیسو څلور عسکر وژل شوي او درې نور ژوبل شوي وو .

پولیس وایي دا دترهګري پیښه وه او تر برید وروسته د ترهګرو سره د ډزو تبادله شوې خو ترهګر د پیښې د ځایی نه تښتیدلي دي.

له دې پیښې وروسته د علاقې خلک د برید کوونکو پرضد په چیغه وتلي وو او د ټانک پولیسو ضلعي مشر وقار احمد وایي دې پیښې سره سمدستي پولیس او نور امنیتي ځواکونه د پیښې ځای ته رسیدلي او تر سهار پورې یې د وسله والو سره د ډزو تبادله شوې ده.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وویل د ډزو په تبادله کې وسله والو ته د زیان اړولو په اړه مالومات نه دي ترلاسه شوي او نه کومه د ترهګرو ګرفتاري شوې ده.

د پولیسو افسر زیاته کړه د ډزو په تبادله کې پولیسو ته کوم زیان نه دی اوښتی او برید کونوکي تښتیدلي دي.

د جمعیت علماء اسلام (ف)ګوند دا برید غندلی او د پلټنو غوښتنه یې کړې ده.

د ګوند د صوبې مشر مولانا عطاء الرحمان پخپل یو بیان کې ویلي چې د یوې منصوبې لاندې د دوی دګوند غړي په صوبه کې وژل کیږي.

تر دې مهاله ددې برید ذمه داري چا په غاړه نه ده اخستې خو د ټانک ضلعې دپولیسو مشر وقار احمد وایي دا د ترهګرۍ پیښه وه مقدمه یې درج شوې او پلټنې یې پیل کړې دي.

په خیبر پښتونخوا صوبه کې روانه د ستمبر په میاشت کې دا شپږم برید دی چې په پولیسو ترسره کیږي او په دې بریدونو کې د زیاترو ذمه داري تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخستې ده.

څیړونکي وایي په پښتونخوا صوبه کې دپاکستان تحریک انصاف حکومت د ناامنۍ په پیښو غلی پاتې دی.

وي او ای ډیوه په دې اړه د صوبې د حکومت ویاند بیرسټر محمد سیف سره د رابطې هڅه کړې خو ځواب یې تر لاسه نه کړو .

په ډیره اسماعیل خان کې د ګومل پوهنتون د سیاسیاتو استاز کلیم شاه بخاري وایي په صوبه کې امنیت د پاکستان تحریک انصاف دحکومت ترجیح نه ده ګرځیدلې.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وویل د صوبې د حکومت وزیرانو نه قلنګ اخستل کیږي چې په خپله یې د ګوند مشر عمران خان هم مني او دحکومتي ګوند په یو شمیر غړو او وزیرانو حملې شوې خو تراوسه دوی د خپلو کسانو په وژلو غلي پاتې شوي دي.

هغه وویل د صوبې حکومت د خپل مشر عمران خان په دفاع کې یوازې پخپلو سیاسي مخالفینو په تورونو لګولو بوخت دی او د فیصلو کولو خپل واک نه لري.

په پیښور کې د شمالي وزیرستان سره تړاو لرونکي خبریال ناصر داوړ ډیوه ته وویل د ډزبندې پرمهال وسله وال نور منظم شوي او په صوبه کې دا اوسني بریدونه څرګندوي چې په ټوله صوبه کې په بشپړه توګه نیټ ورک لري .

هغه وویل ښکاري مذاکرات ناکام شوي او ددې بریدونو د لارې په پاکستان نور فشار زیاتولی شي.

د پاکستان پوځ د عملیاتو په پایله کې د وسله والو د ملا ماتولو دعوې کوي خو په صوبه کې د ناامنۍ دا تازه پیښې په داسې حال کې چټک شوي چې تحریک طالبان پاکستان د ډز بندي اعلان کړی او حکومت ورسره خبرې هم کوي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

XS
SM
MD
LG