لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اېشیا کپ سیالیو اتل به پاکستان وي که سري لنکا؟ فیصله یې نن کیږي


د ایشیا کپ کرکټ د سیالیو په پائ لوبه کې نن داتوار په ورځ دپاکستان اؤ سری لنکا لوبډلې دیو بل په ضد میدان ته کوزیږي اؤ فیصله به کیږي چې څوک به دایشیا کپ داتلولۍ ویاړ ګټي.

تر پائ لوبې دوه ورځې دمخه دپاکستان کرکټ ملي لوبډلې دسری لنکا څخه ماتې خوړلې وه.

دغه پائ لوبه چې نن ماښام متحده عرب عرب امارات دوبۍ کې ترسره کیږي ،دلوبې نه وړاندې دپاکستان کرکټ ټیم کپتان بابر اعظم ویلي چې د دوئ لوبډله د ایشیا کپ ګټلو نه یوازې په یو ګام فاصله ولاړ ده.

دجمعې په ورځ دایشیا کپ په سپرفور پړاؤ کې دوبۍ کې دپاکستان اؤ سري لنکا ترمنځ دترسره شوې سیالۍ خو په ظاهره څه خاص ارزښت نه ؤ خو څېړونکي وایي دپائ لوبې نه وړاندې د دواړو لوبډلو لپاره دا یوه غوره موقعه وه چې دیو بل په کمزوریو اؤ خوبیو ځانونه پوهه کړي اؤ سری لنکا ددغه موقعې څخه غوره استفاده ترلاسه کړې ده.

دجمعې په ورځ ترسره شوې سیالۍ کې پاکستان خپلو دوؤ تکړه بالرانو نسیم شاه اؤ شاداب خان ته دمه ورکړې وه اؤ اسپنر عثمان قادر اؤ فاسټ یا تیز بالر حسن علي یې په سیالۍ کې لوبولي وؤ خو دغو دواړو لوبغاړو کومه زړه پورې لوبه ونه کړی شوه اؤ سری لنکا دپاکستان لخوا ورکړل شوی د122 منډو هدف پرته له څه مشکل په داسې اسانۍ سره ترسره کړو چې لا 18 بالونه ورته پاتې وؤ.

دایشیا کپ په سیالیو کې که دپاکستان اؤ سری لنکا د لوبډلو په سفر نظر واچول شي نو دا سفر یو تربله زیات جلا نه دی ځکه چې دواړو لوبډلو دایونټ خپله، خپله وړومبۍ سیالي بایللې وه خو بیا یې هم وروسته پائ لوبې ته ځان وویستو.

سري لنکا ته په وړومبۍ سیالۍ کې افغانستان په اتوؤ وکټونو ماتې ورکړې وه اؤ پاکستان ته هند په پینځوؤ وکټونو ماتې ور اړولې وه.

خو تر هغې وروسته سري لنکا یوه سیالي هم نه وه بایللې اؤ پاکستان ته بیا یوه ماتې دجمعې په ورځ سري لنکا ورکړه.

څېړونکي وایي چې دپائ لوبې نه مخکې ترسره شوې دجمعې د ورځې لوبه کې سري لنکا پاکستان ته په پینځوؤ وکټونو کومه ماتې ورکړې ده دهغې سره دسریلنکا دلوبغاړو مورال لوړ شوی دی اؤ دا لوړه حوصله ورته په ننۍ پائ لوبه کې ګټه ورکولی شي.

خو په عین حال کې دفاینل میچ یا پائ لوبې نه وړاندې دپاکستان کرکټ ټیم کپتان بابر اعظم ویلي دوئ به پوره هڅه کوي چې په ننۍ سیالۍ کې د اتلولۍ ویاړ ترلاسه کړي.

رسنیو ته ښاغلي بابر اعظم ویلي" دلوبډلې په توګه زمونږ یوازینۍ هدف دادی چې پائ لوبه کې ښه کارکردګي وښایو اؤ ددې سیالیو اتلولي وګټو،زمونږ سیالۍ ډیرې غوره پاتې شوې دي ،په ایشیا کپ کې مو ډیر سخت میچونه وکړل،لوبغاړو مو غوره لوبه وکړه اؤ بیلابیلو لوبغاړو جایزې هم وګټلې"

هغه ویلي تر اوسه شوؤ سیالیو کې ټاس یا پچه مهمه پاتې شوې ده اؤ په دویم اننګز کې توپ وهونکو لوبډلو سیالۍ ګټلې دي ، وروستۍ توپ وهونکې لوبډله ځکه په ګټه کې پاتې کیږي چې دغه وخت وکټ ښه وي.

همدا شان دسري لنکا کپتان ډاسن شاناکا هم رسنیو ته ویلي چې دهغه لوبډله دپاکستان پرضد دایشیا کپ دپائ لوبې ګټلو لپاره غوره ولوله لري .

هغه دپاکستاني لوبډلې دصلاحیتونو ستاینه کړې ده خو ویلي یې دي ننۍ لوبې ته منتظر دی اؤ هیله یې ده چې داتلولۍ ویاړ دسري لنکا په برخه شي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG