لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ناین الیون نه وروسته پاکستان کې د ترهګرۍ 15 زرو پېښو کې 70 زرو نه زیات کسان وژل شوي


په 11ستمبر کال2001 کې دامریکې په ورلډ ټریډ سینټر، پینټاګان او پینسیلوینا کې دالقاعده لخوا دترسره شوؤ ترهګریزو بریدونو چې تر3000 زیات کسان پکې وژل شوي وؤ،نن 21کاله پوره شول خو ددې بریدونو نه راپدیخوا چې په سیمه اؤ نړۍ کې دترهګرۍ څومره بوګنوونکې پېښې ولیدل شوې هغې نن هم دنړۍ انسانان د ویرې سره مخ کړې دي .

ددغو ترهګریزو بریدونو نه وروسته که چرته امریکا په القاعده پسې له اوو سمندرونو افغانستان ته راپورې وتله اؤ دلته یې تر شلو کالو یو اوږد جنګ دترهګرۍ په ضد وکړو خو ددې جګړې اثراثو یا اغېزو نه پاکستان هم په امن کې پاتې نه شو .

د ساوتهـ ايشين ټيريزم پورټل نومې وېب پاڼې دشمېرو ترمخه په پاکستان د کال 2001 نه راپديخوا د15 زرو نه زياتې د ترهګرۍ پېښې شوې دي، په دې کې 598 ځانمرګي بريدونه دي او تر 70 زرو پورې خلک پکې وژل شوې دي.

دکال 2001نه راپدیخوا دپاکستان قابو په هر لویې ښار اؤ مهمو ځایونو کې بمي چاودنې،ځانمرګي بریدونه اؤ هدفي‌ وژنې وشوې اؤ دا لړۍ نن په داسې حال کې هم دوامداره ده چې امریکې اؤ ایتلافیانو یې په افغانستان کې خپله جګړه پائ ته رسولې ده اؤ خپل ځواکونه یې له افغانستان ویستلي دي.

دخېبر پښتونخوا دویم لویې ښار مردان هم په دې موده کې د ترهګرۍ د زیاتو پېښو شاهد پاتې شوی دی اؤ دلته هم په سوونو کسانو دترهګرۍ په بېلابیلو پېښو کې خپل ژوند بایللی دی.

د مردان په ځایي عدالت یا کچهرو کې په کال 2012م کې ځانمرګي بريد شوی و چې نزدې 14 تنه پکې وژل شوي او د 50 نه زيات نور ژوبل شوي وو.

دمردان په دې ځایي عدالت کې دهغه چاودنې هغه نخښې اوس هم پاتې دي اؤ نن هم چې خلک زیر شي نو دلته دهغه چاودنې دچرو نخښې لیدلی شي.

وکيل حضر شاه په دغه بريد کې زخمي شوې و، هغه وي او ای ډیوه ته وایي په دې ځانمرګي برید کې یې لاس او ملا زخمي شوې وه او چرې يې په سر کې نښتې دي۔

"خود کش زما د ناستې دې ځاي ته مخې ته راغلی، ځان يې والوځولو، زما خوا ته ګڼ کسان مړه شول"

د ساوتهـ ايشين ټيريزم پورټل نومې وېب پاڼې دشمېرو ترمخه په پاکستان د کال 2001 نه راپديخوا د15 زرو نه زياتې د ترهګرۍ پېښې شوې دي، په دې کې 598 ځانمرګي بريدونه دي او تر 70 زرو پورې خلک پکې وژل شوې دي.

دترهګرۍ په دې پېښو کې د زیاترو ذمه وارۍ تحريک طالبان پاکستان منلې دي.

د پښتنو ملت پاله سياستدانان وايي په وژل شوو کې زياته شمېره د پښتنو ده .

د زاهد مومند ورور هم د مردان په کچهرو کې شوې دغه چاودنه کې وژل شوي و، هغه وايي د ورور یتيمان بچي او کونډه ښځه ورته پاتې دي.

نوموړي ډيوه سره خبرو کې وویل د مردان او ددې پشان د نورو بريدونو ذمه وارو ته کومه ښکاره سزا نه ده ورکړل شوې او دوي ته هم لا خپل مجرمان نه دي ښودل شوي۔

"د دهماکې د ذمه وارو هيڅ پته نه ده لګېدلي، چې کوم ايف ایي ار دې بريد کې شوی و، زما پکې ورور وژل شوی و خو زه يې چرته نه يم راغوښتی"

د ساوتهـ ايشن ټيرزم پورټل وېب پاڼې تر مخه په پاکستان کې تر تولو زيات بريدونه په کال 2012-13م کې شوي وو، دغه وخت کې د پاکستان د هغه وخت په قبايلي علاقو کې د وسله والو کلک واک و او خېبر پښتونخوا او د ملک نورو برخو کې به يې د ځانمرګي بريدونو او هدفي وژنو ذمه وارۍ په غاړه اخستې۔

دمردان سره تعلق لرونکی وکيل اکبر هوتي چې شاعر اؤ‌ لیکوال هم دی ، وايي د پاکستان د اساسي قانون ترمخه ددې ملک د اوسيدونکو د حفاظت ذمه واري د رياست ده، او دومره لويه شمېره کې دخلکو په وژنه او ذمه وارو ته په ښکاره سزا نه ورکولو د خلکو بې باورې زياته شوې ده۔

"په دې کې ډير داسې وسله وال دي چې هغوي ته په پوځي عدالتونو کې سزا ورکړل شوې ده، خو هغه خلکو ته ښکاره شوي نه دي"

د پاکستان پوځ وايي د ترهګرو ضد يې ګڼ شمېر عمليات کړي دي چې هغې کې د سوات کې شوي، قبايلي ضلعو، او د خېبر پښتونخوا نورو برخو کې وخت په وخت شوي پوځي عملیات شامل دي.

په دې وروستيو کې د ضرب عضب او ردالفساد عملياتو نه وروسته پوځ دعوه کړي وه چې د وسله والو ملا يې ماته کړې ده او د دوي ځالې يې ختمې کړي دي، خو اوس هم د وسله والو لخوا بريدونه کيږي او د بمي چاودنو او هدفي وژنو ذمه وارۍ اخلي۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG