لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وانه: جرګې غوښتنه کړې د جنوبي وزیرستان ټول دفترونه دې ټانک نه خپلې ضلعې ته یوړل شي


د جنوبي وزيرستان په مرکز واڼه کې د پاکستان پیپلز ګوند په لويه جرګه کې غوښتنه شوې چې د ضلعې ټول انتظامي او عدالتي دفترونه دې د ټانک ضلعې نه خپلې ضلعې جنوبي وزیرستان ته منتقل کړی شي او که دا غوښتنه یې نه منل کیږي بیا به احتجاجي پرلت پیل کوي.

د پاکستان پیپلز ګوند لخوا راجوړې شوې د جنوبي وزیرستان لویې جرګې ته د سياسي ګوندونو ځايي مشرانو، کونسلرانو، مدني فعالانو او ددیني علمانو ترڅنګ د ژوند د نورو بېلا بېلو برخو سره تړاؤ لرونکو خلکو د ویناګانو پرمهال وویل قبایلي سېمې د 25م اییني بدلون ترمخه په کال 2018 کې په خیبر پښتونخوا صوبه کې شامل کړی شوي خو دوی ته تراوسه اییني حقوق په بشپړه توګه نه دې ورکړل شوي.

هغوئ وویل جنوبي وزيرستان له بده مرغه هغه قبایلي ضلعه ده چې ټول مهم سرکاري دفترونه یې ددې ضلعې نه 177 کلوميټره لرې په بله ضلعه ټانک کې موقعيت لري.

لویې جرګې ته د پاکستان پیپلز ګوند په ضلعه کې مشر امان الله وزیر وویل چې پخوانۍ فاټا له تېرو 70 كلونو راهسې د غير آیيني زمكې په توګه پيژندل كېده، او دغلته د فرنټير كرائمز ريګوليشن په نوم د انګرېزانو د دورې تور قوانين نافذ وو، چې د پخوانۍ فاټا خلکو به په دې اړه داپيل، دلیل او وکیل حق نه درلودو.

هغه وویل په دا پسمانده سيمه له تېرو څو لسيزو راهيسې په نړيوالو سازشونو او ترهګرۍ کې ښکېله ده، او د فاټا زياتره وګړي د جنګونو له امله بې ځايه شوي دي.

هغه وویل د آیین له مخې دا پخوانی قیایلي سیمې په پښتونخوا کې ګډې کړل شوې، او د دغه سیمې خلکو ته نه یوازې د اپیل، وکیل او دلیل حق ورکړل شو بلکې د صوبې د منصوبه بندي څانګې د نوې ضم شوو ضلعو ته د انتظامي دفترونو د منتقلولو اعلامیه خپره کړې ده.

هغه وویل په پېښور هابي کورټ کې یې کیس رجسټرډ کړی دى چې د جنوبي وزيرستان ضلعې ټول دفترونه دې د ټانک ضلعې نه جنوبي وزيرستان ته منتقل کړل شي

د جمعیت علما اسلام (ف) ګوند د واڼه تحصیل منتخب چیرمین مولانا صالح وویل د جنوبي وزيرستان د ضلعې ټول دفترونه او عدالتونه په خپله ضلعه کې نه دي، چې له امله يې نه يوازې خلکو ته مالي زيانونه اوښتي، بلکې عدالتونو ته د حاضرېدو پر مهال يې قيمتي ژوند هم له دښمنۍ سره مخ کېږي.

د جرګې غړو وویل په6619 مربعه کلومیټر مشتمله قبایلي ضلعه جنوبي وزیرستان د 684099 تنه شمیرې ترڅنګ اته تحصلونه او درې سب ډویژنونه لري.

دا په داسې حال کې ده چې د جنوبي وزیرستان ضلعه هر کال په اربونو روپۍ د ټېکس په شکل قومي خزانې ته ورکوي

دغلته ضلعه کې هر کال 5800 ټنه چلغوزه, 64500 ټنه مڼې او 70 زره ټنه مختلف ډوله سبزي تولیدیږي.

مدني فعال ګل محمد وویل د دومره شته وسایلو باوجود د علاقې خلک بنیادي اییني حقونو نه بې برخې کړل شوي دي .

هغه وویل پخواني وزیراعظم عمران خان د صوبې حکومت ته د جنوبي وزیرستان په دوو ضلعو کې د ویشلو لارښونه کړې وه خو د صوبې حکومت تراوسه په هغه لارښونه عمل نه دی کړی .

هغه وویل دا د يو کس شخصي ستونزه نه ده، بلکې دا د 7 لکه تنه ابادۍ ستونزه ده، نو ځکه دې د جنوبي وزيرستان ټول دفترونه له ټانک ضلعې جنوبي وزیرستان ته انتقال کړل شي.

د جرګې په پایه کې یو قراداد پاس کړل شو چې پکې په دوو میاشتو کې د ننه د ضلعې دانتظامي او عدالتي دفترونو خپلې ضلعې ته د انتقال کوله غوښته وکړی شوه اؤ وویلی شول که دا غوښتنه یې نه منل کیږي بیا به احتجاجي پرلت پیل کوي .

وي او ای ډیوه په دې اړه د ضلعې انتظامیې او د صوبې د حکومت دویاند بیرسټر محمد علي سیف سره د رابطې هڅه کړې خو څه ځواب یې تر لاسه نه کړو .

د صوبې یو امنیتي چارواکي د نوم نه اخستو په شرط ډیوه وویل په علاقه کې د امنیت د ټیګښت د پاره د پولیسو په تربیه کولو او تاټې په جوړولو کار روان دی او په بله مرحله کې به بیا انتظامي دفترونه اړوند قبایلي ضلعو ته انتقال کولی شي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG