لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا مېشت پښتانه وايي، د ناین الېون د پېښې زیات اغېز په پښتنو زيات ؤ


د ناين الېون د خونړۍ پېښې 21 کاله پوره شو خو په امريکا کې مېشت پښتانه، پاکستانيان او نورو مسلمانانو هېوادونو سره تعلق لرونکي امريکايان نن هم ددې پېښې وروسته رامنځ ته شوي مشکلات يادوي او وايي چې دا پېښه د مسلمانانو لپاره د لویې تاوان سوب ګرځېدلې وه.

امريکا کې مېشت يو پښتون رحيم خان وايي چې کله دا پېښه وشوه نو د لر او بر افغانان په نخښه وو، افغانانو پښتنو خپل کارونه پرېښودي وو او په کورونو کې ناست وو. تر دې چې اوس هم په هوايي ډګر د پښتنو افغانانو او مسلمانانو لپاره د تلاشۍ جدا لارې موجود دي.

د امريکا د پښتنو د ټولنې خېبرسوسايټي اف امريکا مشر تاج اکبر وايي ددې پېښې زيان مسلمانانو او په خصوصي توګه د پاکستان او ا فغانستان پښتنو ته ډېر شوی دی. که څه هم په دې پېښه کې کوم پښتون افغان ککړ نه ؤ خو بيا هم اغېز يې په دوي ؤ.

تاج اکبر زياتوي چې بايد د امريکا چارواکو دا محسوسه کړې وای چې پښتانه ترهه ګر نه دي او په امريکا کې مېشت بهر ملکي وګړي هم دغه هېواد خپل ګڼي.

اغامحمد صالح نومې يو بل پاکستانی شنونکی وایي د بدلې په دې جنګ کې په کربونو ډالر خرڅ شو، په نړۍ کې دنوو جنګونو اغاز وشو، په زرګونو خلک نور ووژل شول، د ترهه ګرۍ او انتهاخوښۍ په دې جنګ کې 20کاله وشو خو دغه جنګ لا روان دی، بايد دې ټولو ګامونو ته بيا کتنه وشي.

"په خپل هېواد کې د صدر بش لخوا د صلېبي ويلو وروسته په مسلمانانو چې کوم ظلمونه کېدلی شول، وشول ځکه چې قانون په ځای ؤ نو په امريکايانو کې چې دې د دانش نه خالي بيان نه چې د مسلمانانو په ضد کومه کرکه پېدا کېدی شوه هغه پېدا نه شوه. مونږ بايد هغه امريکا ته داد ورکړو چرته چې په لکونو امريکايي مسلمانان ژوند کوي او د هغوي ژوند ته کوم خطر رامنځ ته نه شو. که دا پېښه په بل يو هېواد کې شوې وای نو پوره يو نسل به له منځه وړل شوی ؤ"

د امريکايي چارواکو ترمخه د ناين الېون د پېښې مرکزي دوه کردارونه او د ترهګرې ډلې القاعده غړي اسامه بن لادن او اېمن الظواهري دواړه د امريکا له خوا وژل شوي دي.

اسامه بن لادن د پاکستان په اېبټ اباد سيمه کې د مئ په دوېمه نېټه کال 2011م کې او اېمن الظواهري سږکال د اګست په دوېمه په کابل کې د يو ډرون بريد له لارې وژل شوی دی.

د ناين الېون د پېښې په ياد کې مرکزي دستوره په نيويارک کې روانه ده چې ټولې تيارۍ یې پوره شوې دي.

  • 16x9 Image

    فضل الله

    فضل الله په نیویارک کې د وي او اې ډیوه خبریال دی، له دې نه وړاندې هغه د پاکستان له بېلابېلو مطبوعاتو سره کار کړی دی. هغه د پاکستان ټیلیویژن او جیو ټیلیویژن د خبریال او په پخوانیو قبایلو سیمو کې د اطلاعاتو د څانګې د ډایریکټر په توګه هم کار کړی دی. د قبایلي سیمو او افغانستان ګڼ شمېر دورې یې کړې او د دغو سیمو په اړه یې رپوټنګ کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG