لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور:د وسله والو برید کې د مشهور نرښځي ډولفن په ګډون درې نور نرښځيان ژوبل شوي دي


دخېبرپښتونخوا په سرښار پېښور کې نامعلومو کسانو دنرښځیانو په يوه ډله حمله کړې ده چې له امله يې دمشهور نرښځي ډولفن ایان په ګډون درې نرښځیان اؤ دهغوئ یو ډرایور ژوبل شوي دي.

دپولیسو لخوا د پېښې د درج کړل شوي ایف ایي ار له مخې دپېښور په کبوتر چوک نومې سيمه کې دموسيقۍ د یو محفل نه دبېرته ستنېدو په مهال وسله والو دنرښځیانو په ګاډي ډزې کړې دي چې پکې درې نرښځیان اؤ دهغوئ ډرایور ژوبل شوي دي.

په ژوبل نرښځیانو کې مشهور نرښځی ډولفن ایان، نينا خان او حسين خان شامل دي چې دعلاج لپاره دپېښور ليډي ريډنګ هسپتال ته وړل شوي دي.

دپېښور د لیډي رنګ هسپتال ویاند محمد عاصم وي او ای ډیوه ته ویلي دغه ژوبل نرښځیان اؤ دهغوئ ډرایور د اتوار په سهار پینځه بجې روغتون ته راوړل شوي دي .

هغه ویلي هسپتال کې له علاج کیدو وروسته درې نرښځیان بېرته لیږل شوي اؤ یو نرښځي لا په هسپتال کې بستر دی.

دپوليسو له مخې دجرم څخه وروستو ډزې کوونکي کسان په تېښته کې کامياب شوي دي، پوليسو دپېښې مقدمه درج کړې او دمجرمانو لټون يې پيل کړی دى.

دخېبرپښتونخوا په بيلا بيلو سيمو کې له دې وړاندې هم په خواجه سرا ؤ دغه شان دډزو پېښې مخې ته راغلي دي چې پکې په ګڼ شمير کې نرښځیان وژل شوي او ژوبل شويدي.

دتېرې جولایي دمیاشتې په ۲۵مه نېټه هم د پېښور په دله زاک روډ دشهناز په نوم مشهور نرښځی په ډزو وژل شوی ؤ اؤ وژونکی دموقعې څخه تښتېدلی ؤ.

تر دې وړاندې دجون په میاشت کې هم دخیبر پښتونخوا د ډېره اسماعیل په سرکلر روډ سیمه کې دشیزا سېټ په نوم یو بل نرښځی په ډزو وژل شوی ؤ.

ېښور کې دنرښځیانو داتحادیې مشر ارزو خان په دې وروستیو کې وي او ای ډیوه سره دخبرو په مهال ویلي وؤ‌ په تیرو پینځوؤ میاشتو کې دصوبې په بیلابیلو برخو کې ۷ نرښځیان په بې دردۍ سره وژل شوي اؤ په تیرو اوو کلونو کې د صوبې بېلابېلو ښارونو کې د وژل شوؤ نرښځیانو شمیره ۸۷ ده .

هغه وایي ددې ترڅنګ صوبه کې په دې وروستیو کې تر 1500 پورې نرښځیان د جنسي او جسماني تشدد ښکار شوي دي.

ارزو خان وایي نرښځیانو سره هر دور کې وعدې شوي دي چې د دوئ به تحفظ کیږي اؤ ټول قانوني، اییني ، جمهوري اؤ انساني حقونه به ورکولی شي خو وایي په دې وعدو کله هم عمل نه دی شوی.

هغه وایي نرښځیان یوه بې ازاره طبقه ده چې ترشا یې هیڅوک نه وي ولاړ ځکه خلک په اسانه هغوئ وژني ، ځوروي اؤ حقونه یې دپښو لاندې کوي.

ارزو خان وایي یوه داسې قانون سازي هم پکار ده چې کومې کورنۍ دخپلو کورونو نرښځیان نه قبلوي اؤ دمعاشرې ظلمونو ته یې بې اسرې پرېږدي ،دهغوئ نه هم باید پوښتنه کیږي چې ولې دخواجه سراؤ سره دغسې چلند کوي؟

پاکستان کې د وروستيو ترسره شوو سرشمېرنو ترمخه په ملک کې د 10000 نه سېوا نرښځيان دي او دوي وخت په وخت دغه شکايت کوي چې حکومت ورته د دوي حقونه نه ورکوي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG