لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بایډن: د 9/11 د پېښې ترهګر مو د دوزخ تر دروازې و رسول نور به فعالیت و نه کړي


ولسمشر جوبایډن په پېنټاګان کې د یوولسم ستمبر د 21مې کلیزې په مناسبت وینا کوي.
ولسمشر جوبایډن په پېنټاګان کې د یوولسم ستمبر د 21مې کلیزې په مناسبت وینا کوي.

واشنګټن ـــــ د امریکې صدر جوبایډن د یوولسم ستمبر د یاد مراسمو ته وویل، د هغې پېښې 21 کاله وشول خو دوی هغه پېښه نه ده هېره کړې چې امریکایي وګړي د اور په لمبو کې ایره ایره شول. وایي دا نه یواځې د یادونې ورځ ده بلکې د کلکې ارادې ورځ ده چې د امریکا د ګټو لپاره به درېږي.

بایډن واشنګټن ته نیژدې په پېنټاګان کې پخپله وینا کې «یوولسم ستمبر» د امریکې د تاریخ «توره ورځ» وبلله او وایي نور خلک به یې د ترهګرو په لاس نه وژل کېږي.

ولسمشر بایډن وایي په ترهګرو پسې به د «د دوزخ تر دروازې» پورې ځي او نور به د دې وړ نه وي چې فعالیت وکړي:

"له یوولسم ستمبر وروسته په لکونو امریکایي پوځیانو په عراق، افغانستان او نورو هېوادونو کې د ترهګرو د پناه ځایونو په خلاف مبارزه وکړه چې امریکایي وګړي و ژغوري".

صدر بایډن وویل دې کار لس کالونه واخیستل چې اسامه بن لادن پیدا کړي او ویې وژني او تقریباً یوه میاشت مخکې یې د القاعده بل مشر ایمن الظواهري و واژه او نور هغه نه شي کولای چې امریکایي وګړو او د امریکې ګټو ته خطر پېښ کړي.

وایي که ترهګر هر ځای وي او د امریکې ګټو ته خطر پېښوي دوی به یې په ختمولو کې هیڅ ځنډ او زړه نا زړه توب ونه کړي.

صدر بایډن وویل دا یې ذمه واري او فرض دی چې د امریکې جمهوریت وساتي او وایي ترهګر نه شي کولای د دوی په وړاندې وجنګېږي.

صدر جوبایډن سهار شاوخوا اته نیمې بجې له سپینې ماڼۍ پېنټاګان ته لاړ او شاوخوا نهه بجې د 9/11 د پېښې د 21مې کلیزې مراسم په ګڼ باران کې پیل شول.

هغه لومړی په هغه پېښه کې د وژل شویو کسانو په یاد د ګلونو د څادر غوړولو مراسم تر سره کړل، وروسته ټول خلک د هغوی په درناوي کې څو شېبې غلي پاته شول او بیا د هغو ټولو 184 کسانو نومونه یو په یو واخیستل شول چې په هغه پېښه کې وژل شوي وو.

مرستیاله ولسمشره کامیله هېریس او د هغې خاوند ډوګ ایمهوف د واشنګټن ډي سي پر وخت سهار شاوخوا اته نیمې بجې نیویارک ته لاړه او هلته یې پر نېشنل مېموریل باندې د 9/11 د یوویشتمې کلیزې په مراسمو کې ګډون وکړ.

د 2001م کال د ستمبر پر یوولسمه څلور تجارتي الوتکې تښتول شوې یا های جیک شوې وې، چې دوې د نیویارک له تجارتي مرکز سره وجنګول شوې، یوه د پېنټاګان په ودانۍ کې او څلورمه الوتکه د پینسلوېنیا په یوه کرونده کې لوېدلې وه.

د صدر بایډن په وینا یوویشت کاله وروسته چې څه نه بدل شوي هغه د امریکې کردار دی چې وایي ترهګرو فکر کاوه د 9/11 په پېښه کې د امریکې کردار په وژلو کې کامیابه شوي دي، وایي کوم چې په مینه کې د قربانۍ، په بخښنه کې سخاوت او د ارادې کلکوالی دی.

د دفاع وزیر لویډ آسټن او د امریکې د ګډو ځواکونو مشر جنرل مارک میلې هم په دغو مراسمو کې ګډون کړی وو.

جنرل مارک میلې وویل، د یوولسم ستمبر په ورځ په واشنګټن، نیویارک او پینسلوېنیا کې برید یواځې په دغو الوتکو کې پر عامو خلکو، ښځو او ماشومانو او امریکایي پوځیانو برید نه وو بلکې دا د امریکې پر ازادۍ برید وو.

مارک میلې وویل ترهګرو فکر کاوه چې امریکا او د امریکې جمهوري ارزښتونه به ختم کړي خو وایي دوی غلط فکر کړی وو:

"ترهګر هیڅکله موږ نه شي ختمولای او نه زموږ نظریه ختمولای شي چې نوم یې امریکا ده، دا نظریه چې موږ ټول امریکایان یو پرته له دې چې له کومه ځایه یو، وروستی نوم مو څه دی او رنګ، څرمن او مذهب مو څه دی، ښځه ده که نر دا فرق نه کوي موږ ټول امریکایان یو".

د دفاع وزیر لویډ آسټن یوولسم ستمبر »د وحشت ورځ« وبلله او ویې ویل، امریکایي ځواکونه کال مخکې له افغانستانه ووتل خو د ترهګرو پر فعالیتونو یې بیا هم نظر دی او په اګست پر 31مه یې د القاعده مشر ایمن الظواهري په کابل کې و واژه.

د یوولسم ستمبر په پېښه کې ټول 2,977 تنه وژل شوي وو چې 184 په پېنټګان کې او د څلورمې طیارې د تښتوونکو په ګډون 44 د پینسلوینیا په فیلډ کې وژل شوي وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG