لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان په نصیر اباد کې له سېلابونو وروسته د ملاریا ناروغي خپره شوې


د بلوچستان ډاکټرانو ویلي، په نصیر اباد ډېوېژن کې له سېلابونو او بارانونو وروسته اوس په خلکو کې د ملاریا ناروغۍ خپره شوې.

د بلوچستان د ځوانو ډاکټرانو د اتحادیې مرستیال مشر ډاکټر بهارشاه حکومت ته خبرداری ورکړی چې په نصیر آباد ډویژن کې د ملاریا ناروغي خپره شوې ده او په لسو ورځو کې وضعیت نور هم خطرناک کیدای شي او په راتلونکو لسو ورځو کې ښايي د ملاریا د پېښو شمېر خطرناکې کچې ته لوړ شي.

ډاکټر بهار شاه وویل، چې د نصیر آباد ډویژن مختلفو تحصیلونو کښي د سیلاب له سوب وضعه ډیره خرابه ده او د وبا د خپریدو خطر موجود دی چې کنټرول یې د ضلعې روغتونونو د وس خبره نه ده.

د ینګ ډاکټرز ایسوسی ایشن مرستیال مشر ډاکټر بهارشاه د بلوچستان له حکومت نه غوښتنه وکړه چې په نصیر آباد ډویژن کې د ملاریا مخنیوي لپاره دې په وخت انتظامات وکړي.

"په نصیرآباد ډېوېژن کې دې ټولو خلکو ته د ملاریا ضد درملو بشپړه خوراک ورکړل شي، په سیمه کې د غوماسو په ضد سپرې دی وشي،خلکو ته دې د مچییردانۍ ورکړل شي، د ملاریا ضد درمل دې د ضلعې مرکزي روغتونونو ته ورکړل شي."

د بلوچستان د ځوانو ډاکټرانو د اتحاديې لخوا په نصیر آباد ډویژن کښي له سختو بارانونو او سیلابونو وروسته هلته د ډاکټرانو وړیا میډیکل او سرجیکل کیمپ هم لګول شوې دی.

ډاکټر بهار شاه ویل چې په ورته وخت کې په نورو سیمو کې د ناپاکو اوبو کارولو له امله د کولرا پیښې هم مخ په زیاتیدو دي، چې پر وخت درملنې ته اړتیا لري.

د کوټې دسنډیمن روغتون ویاند وسیم بېګ وویل چې وزیر اعلا او د روغتیا
د بلوچستان د څانګې ددې خبر نوټس اخېستي دی او نصیر آباد ته یې د ډاکټرانو ۱۸ نوری ډلې استولي دي.

د ځوانو ډاکټرانو اتحاديې له حکومت او د بشري حقونو له سازمانونو غوښتي چې د نصيرآباد ډويژن په شمول د بلوچستان د یو شمیر سیمو کې په روغتونونو کې د نورو بشري ناروغیو په ګډون د ملاريا، کولرا او د څرمنی يا د پوستکي د ناروغيو پرضد د اړینو درملو سره سره د پاکو اوبو د رسولو ډاډ د ورکړل شي.

د قدرتی افتونو په وخت د انتظام اداره وايي، چې نصیر آباد, جعغر اباد، اوسته محمد ، جهیل مګسی، حب او لسبېله له سیلاب څخه تر ټولو آغېزمنې ضلعې دي.

د بلوچستان حکومت وايي، چې په دغه صوبه کې له سیلابوو څخه د مړو شمیره ۲۷۰ ته رسیدلې ده،۱۸۵۰۰۰ کورونو ته زیان رسېدلی او ۷۵۰۰۰ په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.

حکومت وايي، چې د صوبې په ۳۵ ضلعو کې د مرستی کارونه روان دی په کومو کې چې پوځ ، ایف سی ، ضلعی انتظامیه او پي ډی ایم اې ټول په ګډه کار کوي خو بیا هم دصوبې په یو شمیر سیمو کې سیلاب ځپلی خلګ دعوه کوی چې دوی تر اوسه هم د مرستو په تمه ناست دي.

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG