لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ګوټېریش د پاکستان سېلابونه ستر ماحولیاتي ناورین وباله چې نړیوال غبرګون ته اړتیا لري


د ملګرو ملتونو عمومې منشي، انتونیو ګوټېریش، د ستمبر له نهمې څخه تر یولسمې نیټې پورې د پاکستان سفر وکړ او خپل سفر په پای کې یی په خپل ټویټر پیغام کې ویلې دي چې، تر اوسه یې په پاکستان کې د سېلابونو په څېر دومره لوی ماحولیاتې ناورین نه دی لیدلی.

هغه لیکلي، په داسې وخت کې چې زموږ سیاره ګرمه ده، ټولو هېوادونو ته د ماحولیاتې بدلون له امله زیانونه رسېږي چې د دوی له کنټرول څخه بهر دي.

هغه لیکې دا یو نړیوال بحران دی او نړیوال غبرګون ته اړتیا لري.

ښاغلې ګوټېریش له دې څخه وړاندې د وزيراعظم شهباز شريف او بهرنیو چارو وزیر بلاول بهټو زرداري سره د سندهـ او بلوچستان د سېلاب ځپلو سيمو هوايي سروې وکړه او د سېلاب ځپلو له کمپونو څخه یې لیدنه هم کړې.

د ملګرو ملتونو عمومې منشي، په سکهر کې یوې غونډې ته وینا کې وویل چې پرمختللیو هیوادونو ته به د نړیوالو مالیاتې ادارو په ګډون په بشپړ ډول مهم رول لوبول وې ولې چې پاکستان نن ورځ د دې بحران څخه د وتلو لپاره پراخه مالي مرستې ته اړتیا لري.

دوې پاکستان ته له ورتګ سمدسي وروسته د نړیوالې ورورولۍ څخه پاکستان ته د مرستې غوښتنه وکړه او وویل، د انصاف خبره داده چې هغه هیوادونه باید مخې ته راشې او له پاکستان سره مرسته وکړې چې ماحولیاتې بدلون کې زیاته برخه لري، ځکه چې د پاکستان خپله برخه په ماحولیاتې بدلون کې ډیره کمه ده خو په هغه هیوادونو کې شامل دې چې د دغه بدلون اغیر پرې ډیر زیات دې.

د ملګرو ملتونو د مشر له اړخه دغه غوښتنې په داسې حال کې کیږې چې د پاکستان د حکومتې چارواکو تر مخه د هیواد دریمه برخه تر اوبو لاندې ده.

د پاکستان د قدرتې افتونو د انتظام ادارې این ډې ایم اې د شمیرو تر مخه د جون د مياشتې راهېسې په بارانونو، سېلابونو او بېلابيلو پېښو کې تراوسه پورې لږ تر لږه ۱۳۹۶ کسان مړه شوي او ۱۲۷۰۰ څخه زیات ټپیان شوې دې.

د خپرو شویو شمیرو تر مخه سیند ته تر ټولو زیات زیان رسیدلی.

د سندهـ وزيراعلي مراد علي شاه ويلي دي چې د صوبې له سېلاب ځپلو سيمو څخه د اوبو په ويستلو کې به له درې څخه تر شپږو مياشتو پورې وخت ولګېږي.

د منصوبه بندې د وفاقې وزیر احسن اقبال تر مخه د دغه سیلابونو څخه د ۳۳ ملیونو څخه زیات خلک اغیزمن شوې دې، هیواد ته د ۳۰ بیلینو ډالرو زیان رسیدلې- چې له سببه د اقتصادې ودې په کچه کې ۳ فیصده کمې راتلې شي-
ملګرو ملتونو له وړاندې څخه د پاکستان د سېلاب ځپلو سره د مرستو دپاره د ۱۶۰ ملينه ډالرو د مرستو اعلان کړی و.

د دې ترڅنګ امریکا هم له پاکستان سره د سېلاب ځپلو د مرستو دپاره د ۳۰ میلينه ډالرو څخه د زیاتو مرستو ورکولو اعلان کړی.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت تر مخه د سپتمبر تر ۱۱مې نیټې پورې د ملګرو هېوادونو، امریکا، متحده عرب اماراتو، چين، فرانس، اردن، قطر، ترکي، ترکمنستان، يونيسف، يو اېن اېچ سي ار، ازبکستان او د صحت نړیوال پروګرام لخوا تراوسه پورې د بشري مرستو ۷۰ الوتکې پاکستان ته رارسېدلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG