لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: يوه اوونۍ کې ډالر 10 روپۍ ګران شوی، د يو ډالر بيعه 232 روپۍ شوه


په پاکستان کې د ډالر په مقابله کې د روپۍ په بيعه کې دوه روپۍ او 18 پېسې نور کمی راغلی دی او په انټر بېنک مارکيټ کې د پاکستانۍ روپۍ په مقابله کې د يو ډالر بيعه 232 روپو ته زياته شوې ده او سوداګر وايي په پرانستي مارکيټ کې يو ډالر د 240 روپو په ګرانه بيعه خرڅيږي.

تيره ورځ په انټر بېنک مارکيټ کې د يو ډالر بيعه 229 روپۍ او 82 پېسې وه.

په پاکستان کې د پېسو د بدلوونکو د اتحاديې مشر ملک بوستان وايي، په ملک کې د راغلو سېلابونو له امله تیارو فصلونو او اقتصاد ته تاوان اوښتی چې له امله يې پاکستان درمدات يا د بهر څخه څيزونه راغوښتل سېوا کړي او هغې د وجې په روپۍ فشار زیات شوی دی.

هغه وويل د نغدو پېسو فصلونه هم خراب شوي لکه وريژې، پومبه او نور، د هغې اغېزې هم د پاکستان په اقتصاد پرېوتي دي.

ملک بوستان وايي د پاکستان د غېر ملکي زر مبادله ذخيره کمه ده او د پاکستان دوست هېوادونو چې پاکستان ته د کومو پېسو ورکولو وعدې کړې وې هغه يې تراوسه نه دي ورکړي چې له امله يې پاکستانۍ روپۍ د ډالر په مقابله کې ورځ تر بلې کميږي.

د پاکستان مرکزي بېنک [سټېټ بېنک] وايي د اګست په مياشت کې د پاکستان ترسيلات زر يا رېمټنسز اته فيصده سېوا شوي او دوه اربه 72کروړه ډالره پاکستان ته راغلي دي.

مرکزي بېنک وايي د روان مالي کال په لومړو دوه مياشتو کې په مجموعي توګه پينځه اربه او 24 کروړه ډالره ترسيلات زر شوي خو تېر کال د جون په مياشت کې په دې کې نهه فيصده کمی راغلی وو.

په نړيواله کچه د خام تيلو قيمتونه هم راکم شوي دي خو پوهان وايي دا به د پاکستان په تجارتي خساره مثبت اغېزې ونه کړي.

د اقتصاد پوهانو په وېنا يو اړخ ته په ملک کې د ډالر غوښتنه زياته شوې خو بل اړخ ته ويل کيږي چې د ډالر قاچاق کيږي.

خو په خېبرپښتونخوا کې د پېسو د بدلوونکو د اتحاديې مشر عبدالله صراف د دې خبرې سره اتفاق نه لري چې ګڼې ډالر قاچاق کيږي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل په پاکستان کې د سياسي اړي ګړي د وجې د ډالر بيعه زياته شوې ده.

په پاکستان کې د روانې مياشتې د لومړۍ نېټې څخه روپۍ د ډالر په مقابله کې پرله پسې بې قدره کيږي او د تیرې اوونۍ راهسې يو ډالر لس روپۍ ګران شوی دی.

مرکزي بېنک وايي د روانې مياشتې دوېم ستمبر د شمېرو ترمخه د پاکستان غېر ملکي مجموعي زر مبادله ذخيره 14 اربه او 47 کروړه ډالره وه او د مرکزي بېنک سره اته اربه او 80 کروړه ډالره غېر ملکي زر مبادله ذخيره موجود ده.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG