لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جون نه را په دیخوا قبایلي ضلعو کې د ناامنۍ پېښو کې تر150 زیات کسان وژل شوي دي


د فاټا ريسرچ سنټر دشمېرو ترمخه د خېبر پښتونخوا قبايلي ضلعو کې د جون د وړومبۍ نېټې نه تر12م ستمبر پورې په 97 پېښو کې 150 نه زيات تنان وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د حکومت او ټي ټي پي ترمېنځ ډزبندي روانه ده خو د ډزبندۍ په مهال څېړونکي وايي دواړه لوري په یو بل بې باوره دي اؤ په نزدي وختونو کې د قبایلي ضلعو امنيت خراب شوی او د وسله والو عمليات زيات شوي دي،

په قبايلي ضلعو کې د بدامنۍ پېښو کې تر150 زياتو وژل شوؤ کسانو کې 45پينځه د امنيتي ادارو غړي، 54ځايې خلک او د 50 نه زيات وسله وال شامل دي.

دې دريوؤ مياشتو نه زياته موده کي د پاکستان دحکومت او وسله والو ترمېنځ ډز بندي و او مذاکرات روان وو، خو د روانې مياشتې دويمې نېټې نه راپديخوا طالبانو په قبايلي ضلعو کې د نهو بريدونو ذمه واري په غاړه اخستې ده.

پاکستاني طالبان یا ټي ټي پي وايي دا بريدونه يې په خپله دفاع کې کړي دي، د دويم ستمبر نه وړاندې دغو بريدونو ذمه واري پاکستاني طالبانو نه ده منلي۔

د پېښور پوهنتو د جرنلزم دڅانګې استاذ ډاکټر عرفان اشرف وايي"ښکاري چې بيا دلته حالات د کال 2001 اړخ ته روان دي.

هغه وایي "په سوات کې طالبان وليدلی شول، په وزيرستان کې هدفي وژنې روانې دي او په تېراه کې بيا خلکو کډې وکړې، ګو چې دا واقعات په وړه کچه دي خو دلته خلک وړانډې ترهګرۍ ځپلي، کورونه یې وران شوي او اندېښمن دي"

د پاکستان حکومت او طالبانو ترمېنځه د تېر کال په اکتوبر کې مذاکرات پېل شوي وو، اولنۍ ډزبندي د نهم نومبر نه تر نهم دسمبر پورې وه، بيا د مئ دمياشتې په وروستیو کې د قباېلي ضلعو او دملاکنډ دمشرانو جرګې افغانستان کې د ټي ټي پي سره له ليدو روسته د نامعلومه وخته پورې ډز بندي اعلان شوې وه چې نتیجه کې یې د دويم ستمبر پورې طالبانو دکومې پېښې ذمه واري نه وه منلې.

په دې وروستیو کې چې طالبانو دکومو ترهګریزو پېښو ذمه واري منلې ده دهغې په ترڅ کې یې ویلي دا بریدونه یې پخپله دفاع کې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبان او حکومت دواړه وايي ډز بندي لا هم نه ده ماته شوې خو بيا هم بريدونه روان دي،

دپاکستان اؤ ټي ټي پي ترمنځ دسولې داخبرې د افغان طالبانو په مينځګړيتوب روانې وې، خو څيړونکي وايي د بريدونو زياتيدو او د ذمه واریو اخستو روسته ښکاري چې ډز بندي په عملي توګه ماته شوې ده۔

څيړونکی او خبريال رفعت اورکزی وایي ښکاري چې ډز بندي ختمه شوې ده.

ډیوه سره خبرو کې هغه وویل "دا ډز بندي او مذاکرات د افغان طالبانو په مينځګړتوب روان وو، خو افغانستان کې دايمن الظواهري او د عمر خراساني تر څنګ د نورو افغان طالب پلوه علماو وژنې روانې دي چې له دې امله دافغان طالبانو د ټي ټي پي او د پاکستان دحکومت ترمېنځ د مذاکراتو نه پام اوښتی دی"

د حکومت اؤ‌ ټي ټي پي ترمنځ له مذاکراتو وروسته د خېبر پښتونخوا ځايې خلک وايي په بېلا بېلو سيمو کې وسله وال ليدل شوي دي، د دې په ضد په قبايلي ضلعو، دير سوات او پېښور کې د امن په نوم جرګې او احتجاجونه شوي دي، او غوښتنه يې کړې چې حکومت دې د وسله والو مخه ونيسي،

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG