لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ایف ای ټي ایف ذیلي ادارې ایشیا پیسیفیک ګروپ 10 هدفونو لپاره د پاکستان هڅې لږې موثره بللي


د پیسو د غیر قانونې لین دین په اړه ایف ای ټي ایف ذیلي ادارې ایشیا پیسیفیک ګروپ یا ای پي جي د غیر قانونې پیسو د لین دین او د ترهګرۍ د مالي مرستو په وړاندې د 11 نړیوالو اهدافو څخه د 10 ترلاسه کولو لپاره د پاکستان هڅې په داسې حال کې لږ موثره بللي دي، چې د ادارې تر مخه پاکستان د 40 تیکنیکې سپارښتنو او ټکو څخه پر38 عمل تر سرکړی دی-

د څیړونکو وینا ده چې پاکستان دپیسو دغېرقانوني لین دین او د لا قانونه ډلو په ضد پرله پسې ګامونه پورته کړي او د ایف ای ټي ایف ټول شرطونه یې په عملي توګه پوره کړي، چې له امله یې د راتلونکې اکتوبر په میاشت کې کیدونکې د ایف ای ټي ایف په غونډه کې د پاکستان دنوم خړ لسټ څخه د لرې کیدو هیلې راټوکېدلي او د ادارې دغه د لږ موثره اهدافو رپورټ به پرې څه بد اغیز ونه لري.

دپیسو د غیر قانونې لین دین د څار ادارې ایف ای ټي ایف په سیډني کې میشته سیمه ایزه تړاو د ستمبر په ۲مه نیټه د خپلو سیمه ایزو غړو د درجه بندۍ په اړه تازه معلومات خپاره رکړي چې په کې ویل شوي پاکستان د اړتیا وړ 11ؤ ټکو کې یوازې پر یو ټکې موثر اقدامات کړي دي-

د دغه ټکي ترمخه، پاکستان په نړیواله کچه د مناسبو معلوماتو، مالي استخباراتو او شواهدو په اړه همکاري کوي او د مجرمانو او د هغوی د اثاثو په ضد عملیاتو کې اسانتیاوې برابروي-

د ایف اې ټی ایف ددغه دفتر له اړخه دخپرې شوې درجه بندۍ وروسته په پاکستان کې پوښتنې رابرسیره کیږې چې ایا دغه درجه بندي به د پاکستان په اړه په اکتوبر کې کیدونکو د ایف ای ټی ایف پر پریکړو خو اغیز ونه لري چې پکې د پاکستان نوم د خړ لسټ څخه د ویستلو امکان څرګندیږي-

د اقتصادې چارو کارپوهه جرنلسټ خلیق کیاني وې او ای ډیوه ته واېی د ایف ای ټې ایف یو خپل دعمل پلان دی، چې یو جدا میکانیزم لري-

هغه وایي دغه نړیوالې دارې پاکستان ته یو ځل د 26 او بیا د 37 ټکو دعمل پلان ورکړی و چې پکې پاکستان شاوخوا پر ټولو عمل کړی دی او د ادارې د سیډنې دفتر د ایف ای ټي ایف یو متوازي نظام دی چې پر دغه 11 ټکو به یې پاکستان ته د وخت سره پرمختګ څرګندول وي-

هغه وایي هیله لري چې ددې اغیز به د ایف ای ټي ایف د تیکنیکي عمل په پلان نه پریوځي-

د مطبوعاتې رپورټونو تر مخه د غېرقانوني پیسو د لین دین د څار نړیوالې ادارې ایف ای ټي ایف 15 کسېزه ډلې د اګست د 29مې څخه د ستمبر تر 2مې نیټې د پاکستان سفر کړی و او د ترهګرو د مالي مرستو دتړلو او دغیرقانوني لارو دپېسو لېږلو په ضد د پاکستان لخوا داخستل شوؤ ګامونو جاج یې اخستی و-

د کال 2018م راهیسې د ایف ای ټي ایف په خړ فهرست کې د پاتې کيدو له امله پاکستان د نړیوالو پانګونو څخه محروم پاتې شوی او د هېواد اقتصاد ته هم زیان رسېدلی دی-

اقتصاد پوهه پروفیسر عبدالشکور وی او ای ډیوه سره خبرو کې وایي، پاکستان په وروستيو کې د لا قانونه ډلو په ضد پرله پسې ګامونه پورته کړي او د ایف ای ټي ایف ټول شرطونه یې په عملي توګه پوره کړي دي که چرې ایف ای ټي ایف دغه ګامونو څخه مطمین وی نو هیله لري چې نوم یې د څارنې د خړ فهرست څخه وويستل شي-

هغه زیاتوې که چرې د پاکستان نوم ددغه فهرست څخه وویستل شي نو په اقتصادي کچه د نورو هیوادونو پانګونو ته لاره پرانستل کیدای شي-

نړیوالې ادارې ایف ای ټي ایف تېر جون میاشت کې د پاکستان دنوم خړ فهرست څخه د ويستلو اشاره هغه مهال ورکړه کله چې دا خبره مخې ته راغله چې پاکستان د ایف اې ټي ایف په ۳۸ ټکو عمل پلان ترسره کړې-

د جون میاشت کې په جرمني کې د ایف ای ټي ایف د غونډې څخه څو ورځې وړاندې د پاکستان دترهګرۍ د مخنیوې عدالت ساجد مير ته د ترهګرۍ د مالي مرستو او پېسو د غېرقانوني لین دین په تور کې سزا واوروله-

پاکستان په دې وروستیو کې د جماعت الدعوه اثاثې هم ضبط کړي او د ډلې مشر حافظ سعید ته د ترهګرۍ د مخنوې عدالت د ترهګرو د مالي مرستو په تور کې سزا ورکړې او نوموړي دا وخت جېل کې دی-

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG