لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا کې د ترهګرۍ پېښو ته سخت سياسي غبرګون ویل شوی او په وزيراعلا نيوکې شوي


په خېبرپښتونخوا کې سیاسي مشرانو په صوبه کې د بدامنۍ پېښو ته سخت غبرګون ويلی چې پرون په سوات کې د امن کمېټۍ مشر سره د پينځه کسانو په بم چاودنه کې وژل شوی، د موبايل کمپنۍ کار کوونکي تښتول شوي او په کوهاټ کې په پولیس چوکۍ د لاسي بم بريد شوی دی.

سياسي مشرانو او په ټولنیزو رسنيو د خېبرپښتونخوا په وزیراعلا محمود خان نيوکې شوي چې سياسي بيانونه ورکوي او په خپله پلارنۍ علاقه [سوات] کې د ترهګرۍ په پېښو غلی دی.

د عوامي نيشنل ګوند د خېبرپښتونخوا مشر اېمل ولي خان ويلي، "د سوات په ګډون په ټوله خېبرپښتونخوا کې ترهګر منظم شوي دي مونږ د کلونو راهسې چغې وهو خو مسلط او نااهله حکومت زمونږ خبره سنجيده وانخسته او نن هم سنجيده نه دی".

نوموړي په يو بل ټویټ کې ویلي، د پرونو پېښو نه وړاندې په سوات کې "ډي اېس پي او پوځي افسر اغوا کړی شوي وو ويډيو يې هم مخې ته راغلې وه خو اېمپورټډ حکومتي وياند ورته ډرامه ويلي وو تر ننه پورې د دغه پېښې تفصيل مخې ته رانغلو که معاملات داسې روان وي هغه ورځ لرې نه ده چې په سوات کې به بيا په چوکونو لاشونه/ مړي ځورندول کيږي".

د جماعت اسلامي سېنېټر مشتاق ويلي، "په کوهاټ او سوات کې چاودنې حکومتي نااهلي، د امنیتي او استخباراتي ادارو ناکامي، ولس د قلنګ اخستونکو، هدفي وژونکو او ترهګرو ته سپارل شوی، د وزیراعلا په ضلع [سوات] کې خلک محفوظ نه دی".

د قومي اسمبلۍ غړي او ملي جمهوري غورځنګ ډلې مشر محسن داوړ ويلي، "ترهګرو ته زمونږ د خلکو په ژوند رعايت ورکړی شوی دی نور ملک په پښتونخوا کې په خونړيو پېښو په مجرمانه توګه خاموشه دی".

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين ويلي، "ايا دا وو هغه مذاکرات؟، په دوه ورځو کې د لکي مروت نه هم د بدامنۍ د پېښو خبرونه مخې ته راغله، داسې حالات به په هيڅ صورت ونه زغمل شي د دې پرضد به مذاحمت کوو". نوموړي په یو بل ټويټ کې نن د شورو/ چهارشنبې په ورځ د سوات مينګورې په نشاط چوک کې د امن دپاره د مظاهرې هم ویلي دي.

د سوات سره تعلق لرونکي په خېبرپښتونخوا کې د تحریک انصاف د حکومت وزیراعلا محمود خان د سوات د چاودنې نوټس اخستی او د پولیس مشر نه یې رپورټ طلب کړی دی.

د نوموړي يو بل ټویټ ته په ځواب کې څيړونکي خبریال مشتاق یوسفزي ویلي، "محمود خان صېب پرېږده سېف الله نيازي چا چې د پي ټي ايي په حکومت کې په کروړونو روپۍ جوړې کړي دي د خپلې صوبې او سوات فکر وکړه د حالاتو نورو خرابولو ټولې تيارۍ شوي دي د جذباتو وخت نه دی بلکې د تدبر نه د کار اخستلو دی".

د روانې میاشتې ستمبر په شپږمه نېټه په سوات کې د ترهګرۍ ضد یا سي ټي ډي تاڼه کې یوه مقدمه درج شوې چې پکې دعوه شوې، تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] د مټې تحصيل د بالاسور يو تن تښتولی او د هغه د خوشي کولو دپاره یې د يو کروړ روپو تاوان غوښتنه کړې ده.

د سوات سره تعلق لرونکي د پاکستان تحریک انصاف د قومي اسمبلۍ غړي مراد سعيد په يوه ويډيو کې د پاکستان په امنیتي ادارو د امنیت په اړوند پوښتنې راپورته کړي دي.

خو د نوموړي دغه ويډيو ته په ټویټر په ځواب کې ویل شوي چې "دغه خبرې به محسن داوړ په پارلیمان کې کولې ته په حکومت کې وې کنځلې به دې ورته کولې نن په خپله په امنيتي ادارو پوښتنې را ولاړوې".

تيره میاشت په دير کې د تحریک انصاف ګوند سره تعلق لرونکي د صوبايي اسمبلۍ غړي ملک لياقت علي په ګاډي بريد، سوات کې په مبينه توګه د وسله والو لخوا د پوليس او پوځي افسرانو د تښتولو او بدامنۍ د پېښو وروسته د خېبرپښتونخوا په بېلابيلو برخو کې د امن دپاره مظاهرې شوې وې.

تيره میاشت پوځ او پولیسو د سوات په غرونو کې د وسله والو موجودګي تاييد کړې او په 13 اګست بيا پوځ هم ویلي وو "چې په سوات کې د ناقانونه ډلې ټي ټي پي د وسله والو په لویه کچه د شتون په اړه په ټولنیزو رسنیو یوه غلط فهمي پیدا کړل شوې ده او داسې رپورټونه له مبالغې ډک او تیر ویستونکي دي".

خو پوځ ويلي وو، "د سوات او دير په لرې غرونو کې په کمه شمېره کې د وسله والو موجودګي ليدل شوې خو په ظاهره دا هغه خلک دي د افغانستان نه بيرته خپلو علاقو ته ابادېدو له راغلي وو د علاقې هر ډول څارنه کيږي او وسله وال به په هيڅ صورت ونه زغمل شي".

په کال 2008 او 2009 کې پاکستاني امنیتي ځواکونو په سوات کې د تحریک طالبان پاکستان خلاف عملیات کړي او ويلي يې وو چې سیمه يې د وسله والو نه خالي کړې ده خو په سوات کې بيا هم وخت په وخت د بدامنۍ پېښې شوي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG