لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپښتونخوا حکومت ویاند:دټي ټي پي بریدونه زیات شوي خو دمذاکراتو عمل پځای دی


د خېبر پښتونخوا حکومت ویاند برسټر محمد علي سېف وايي چې د پاکستان د رياست او تحريک طالبان پاکستان ترمنځه د مذاکراتو عمل لا هم دوام لري.

هغه وايي که څه هم د ټي ټي پي لخوا دشوؤ وروستيو بريدونو له امله د ډزبندۍ عمل متاثره شوی خو د کوم يو فريق لخوا د مذاکراتو عمل ودرولو پريکړه يا اعلان نه دی شوی۔

دا په داسې حال کې ده چې د خېبر پښتونخوا په بیلا بېلو برخو کې د بدامنۍ پېښې کيږي اؤ په دې پېښو کې د زياترو پېښو ذمه واري تحريک طالبان پاکستان مني، خو بل لوري ته په صوبه کې دتحريک انصاف ګوند په حکومت سختې نيوکې روانې دي، چې وياند يې د ټي ټي پي سره مذاکرات کوي او نور وزيران يې د صوبې نماینده په مذاکراتو کې شريک نه ګڼي۔

وي او ای ډیوه سره خبرو کې برسټر هم علي سیف طالبانو سره دمذاکرات په حواله په ځان کیدونکې نیوکې رد کړې اؤ وئ ویل په هغه دا نیوکې کیږي چې ټي ټي پي سره مذاکراتو کې دچا استازیتوب کوي ؟" نو واضحه خبره ده زه دپاکستان د ریاست په استازيتوب دې مذاکراتي عمل کې شریک یم"

خو د خیبر پښتونخوا حکومت دکابینې یو غړي شوکت یوسفزي روانه اوونۍ یو شخصي ټي وي چینل سره خبرو کې ویلي وؤ دمحمد علي سیف افغان جهاديانو سره نزدې اړيکي پاتې شوي او ښکاري چې په دې اوسنو مذاکراتو کې د هغه نوم افغان طالبانو يا کوم بل چا ورکړی وي.

یوکت یوسفزي ویلي وؤ "برسټر سېف پخپله پنځه شپږ کاله جهاد کې شامل شوی دی، هلته يې ډير خلک پيژني، او غالباً د هغه نوم افغان حکومت ورکړی و"

برسټر سېف ډیوه ته وویل دا نیوکې هم بې ځایه دي چې ګنې ټي ټي‌ پي سره مذاکراتو کې پارلیمان دنظره غورځول شوی یا دپارلیمان نه رایې نه ده اخستل شوې.

دنوموړي په وینا دنیشنل سکیورټي کونسل په غونډه کې دپارلیمان غړو ته دبندو دروازو تر شا ددې مذاکراتي عمل په اړه احوال هم ورکړل شوی اؤ دپارلیماني ګوندونو باور هم ترلاسه کړل شوی دی.

د هغه وینا وه چې په نزدې ورځو کې د وسله والو موجودګي لږه زياته راښکاره شوه او خلکو کې هم تشويش پېدا شوی دی.

دخیبر پښتونخوا حکومت ویاند وایي په دې وروستیو کې په سوات کې هم څه واقعات شوي دي او ادريس خان باندې حمله هم شوې ده، د هغې نه علاوه په کرمه کې هم د پوځ په څوکيو ډزې شوي دي "نو مونږ دې حوالې سره چې څه د قانون د اختيارات دي او کوم قانوني طريقه کار دی د هغې د لاندې اقدامات کوو چې د دې پېښو مخنيوی وشي"

د دې سوال په ځواب کې چې مخالف ګوندونه دا اندېښنه ښايي چې د تحريک طالبان پاکستان وسله وال يوازې سوات پورې محدود نه دي بلکې په بونېر سيمه کې هم موجود دی، د ښاغلي سېف وېنا وه بونیر کې دتحریک طالبان د وسله والو دفعالیتونو په اړه هغوئ(صوبایي) حکومت ته څه اطلاع نه شته.

خو هغه وایي "د طالبانو په نوم هلته يوه سرګرمي شوې ده او ډېره موده جګړه شوې ده او په دې خاوره مونږه شل کاله جنګ کړی دی او په هغې کې دا عوامل يقيناً وو اوس هم ډېر داسې خلک په پاکستان او په دې صوبه کې شته چې هغوی به د طالبانو فکر يا نظريې سره اتفاق لري او د هغوئ ملګري به وي نو که هغوئ کې چا طرف ته يې ته يې اشاره وي نو مونږه ته دې یې په ګوته کړي مونږ به د هغوئ خلاف کاروايي وکړو"

برسټر سېف د پخواني پوځي امر جنرل پرويز مشرف په کابينه کې پاتې شوی او په کال ۲۰۲۰م کې چې کله د ايم کيو ايم سینیټر و د پاکستان په سینیټ کې یې په نورو سینیټرانو غږ کړی و چې په افغانستان او کشميرکې جهاد وکړي نو د پاکستان پوځ به يې ملګری وي،

د تحريک طالبان پاکستان سره دمذاکراتو کې د صوبايي حکومت د کردار په حوالې سره د برسټر محمد علي سېف وېنا وه چې د ټي ټي پي سره مذاکراتو کې د خېبر پښتونخوا حکومت هیڅ کردار نشته او دغه مذاکرات د رياست پاکستان لخوا شروع شوي وو او رياست یې په خپله ذمه وارۍ پرمخ وړي۔

دمذکراتو دموجوده صورت حال په اړه د نوموړي وېنا وه " د تېر شوي کال د اکتوبر د مياشتې نه د طالبانو سره رابطې شروع شوي دي او اوسه پورې شروع دي، زه پکې پخپله دوه ځله جرګو کې شريک شوی يم چې په کابل کې شوي دي، نو په هغې کې په يکم جولايي تحريک طالبان سره دا معاهده شوې وه چې ډز بندي به کوو او دا به تا حکم ثاني ډزبندي وي او ترڅو پورې چې د يو فريق لخوا د بل فريق خلاف څه غټه خلاف ورزي ونه شي نو مونږ به دا ګڼو چې دا ډزبندي روانه ده"

هغه وايي چې دوه مياشتې حالات سم روان وو خو زیاتوي له بده مرغه تېره مياشت کې مسايل زيات پېدا شول،

"سوات کې څه کاروايۍ وشوې، وزيرستان او کرمه کې وشوې نو د هغې په وجه زه دا ګڼم چې د ډزبندۍ چې کوم اتفاق و په هغې خو اثر پرېوتو خو د مذاکراتو دعمل په حواله نه خو تحريک طالبان پاکستان دا ويلي چې مونږ مذاکرات ختم کړل او نه رياست پاکستان دا ويلي دي"

ددې پوښتنې ځواب کې چې دټي ټي پي وسله والو دپښتونخوا کومو سیمو کې بیا بریدونه اؤ عملیات پیل کړي ایا هلته به دهغوئ پرضد یو وارې بیا پوځي عملیاتو پورې خبره لاړ شي ؟ برسټر سیف وویل هغه باور لري چې دپښتونخوا پولیسو کې دومره توان شته چې دهر رقم بریدونو اؤ ترهګرۍ مخه نیولی شي.

ویاند زیاته کړه "خدایې دې داسې وخت نه راولي چې حالات بیا هغه ځائ ته ورسي چې پوځ پکې رامنځته شي، دبارډر حفاظت خو یقیناً چې دپوځ کار دی ،هغې کې دپولیس کار نشته ،په بارډر که هرشان صورتحال راپیدا کیږي،دهغه طرف نه برید کیږي اؤ که ددې طرف نه څه کارروایي وي هغه به دپاکستان پوځ کوي"

برسټر سیف زیاته کړه په دې وروستیو کې چې طالبانو خیبر پښتونخوا کې کوم بریدونه کړي یا یې سوات کې دامن کمیټۍ دمشر ادریس خان د وژنې کومه ذمه واري‌‌ پغاړه اخستې ،دهغې په اړه ده دتحریک طالبان پاکستان سره خبرې کړې دي.

"زما ورسره بلکل خبرې شوې دي،دکرمې په واقعه مې هم ورسره خبرې شوي، دکرمې په حواله مې هم ورسره خبرې کړې دي او ورته مې ویلي دي چې تاسو غلط کار کړی دی اؤ ددې پېښو به خرابې اغیزې وي"

برسټر سیف وایي طالبانو ته یې واضحه کړې ده چې دا وروستي بریدونه یې په داسې نامناسب وخت کې کړي دي چې د ریاست سره دټي ټي پي مذاکرات روان دي.

هغه وایي که طالبان بریدونه کوي دا دهغوئ خپل سوچ دی خو هغوئ چې کله کارروایي کوي نو حکومت به یې هم په جواب کې کارروایي کوي

هغه وایي اوس یو جنګي صورتحال دی خو دجنګ کله هم دا مطلب نه دی چې دخبرو اترو لاره وتړل شي .

نوموړی وایي جنګ هم روان دی او ورسره په څنګ کې خبرې اترې هم روانې دي اؤ جګړې مدام په خبرو اترو ختمیږي.

د عوامي نېشنل ګوند مرکزي وياند زاهد خان د ډيوه خبریال ارشد مومند ته اوړمه ویلي وؤ د پاکستان تحريک انصاف ګوند چې په صوبه کې حکومت کوي د دې ګوند د مشر عمران خان نه واخله تر د وزيرانو او نورو غړو پورې په يو خبره نه دي ولاړ۔

"د عمران خان نه واخله د لاندې کچې پورې د پارټۍ غړي د ګډوډ سوچ ښکار دي"

عوامي نېشنل ګوند په خېبر پښتونخوا کې د تحريک انصاف په حکومت نيوکې کوي چې وزيراعلا او وزيران يې طالبانو ته قلنګ ورکوي او په صوبه کې په بدامنۍ خاموشه دي،

صوبایي حکومت طالبانو ته د قلنګ ورکولو خبره رد کړي خو د ګوند مشر عمران خان يې منلي چې ټي ټي پي يې وزيرانو ته ګواښونه کوي

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG