لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دپاکستان ددفاع وزیر دسېلانوبو له امله دهیواد قات سره دمخ کېدو اندېښنه ښودلې


د پاکستان د دفاعي چارو مرکزي وزیر خواجه محمد اصف ویلي دا وخت هیواد کې په کروړونو سېلاب ځپلي خلک سرپناه، خوراک او جامو ته ضرورت لري او وېره یې څرګنده کړې چې هېواد د قات سره هم مخ کېدای شي.

اسلام اباد کې نن د خالي په ورځ خبري غونډې ته د وېنا په مهال نوموړي وويل دا وخت قام ته د يووالي ضرورت دې.

د حکومتي شمېرو ترمخه پاکستان کې راغلي سېلابونو د هېواد په دريوؤ کې يوه برخه ډوبه کړې او نزدې 9.8 مېلنه اېکړه د کر کروندې زمکه یې هم تباه کړې ده.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي سېلابي اوبه لا هم په مزکو کې ولاړې دي او فکر نه کوي چې دا ځل به د غنمو کر په وخت وشي.

د اقتصادي چارو کارپوهه حفيظ پاشا وايي زمونږ د ابتدايي اندازو ترمخه د سېلابونو له کبله د کر مزکو ته د اوښتي نقصان له امله د هېواد د زراعتو څانګې وده منفي 6 فيصدي ته راټيټه شوې ده.

د دفاع د وزیر وېنا وه بارانونه لا هم وېرېږي او په کروړونو ځپلي خلک دا مهال دشین اسمان لاندې پراته دي او هغوى سرپناه، خوراک څښاک او جامو ته ضرورت لري.

هغه وويل چې د سېلابي صورتحال په دې سخته شېبه کې قام ته ديووالې او سياسي استحکام ضرورت دی او وېره لري چې د سېلابي صورتحال نه پس هېواد د قات سره مخ کېدای شي.

پاکستان کې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام دقامي ادارې تازه شمېرو کې ويل شوي چې په تېرو 24 ساعتونو کې د سېلاب سره تړلو پېښو کې نور 37 کسان مړه شوي چې ورسره تر اوسه د مړو شوو کسانو شمير 1545 ته رسېدلی او د 92 نورو تنانو ژوبل کېدو سره تر دې دمه د ټپيانو شمېر هم 1280 ته رسېدلی دی.

په پاکستان کې د هېواد په جنوبي او جنوب مغربي سيمو کې د ريکارډ پشکالي بارانونو او په شمالي سيمو کې د وارو ويلي کېدو له کبله راغلو سېلابونو نزدې 33 میلينه خلک اغېزمن کړي او ددې سره په لکونو کورونه، په مېلیونو اېکړه مزکه ولاړ فصلونه، سړکونه، پلونه او څاروي هم سیلابي اوبو لاهو کړي او د اندازې له مخې یې 30 بېلینه ډالره نقصان اړولی دی.

چارواکي وايي چې سېلاب په سیند صوبه کې په زرګونو خلک بې کوره کړي چرته چې اوس د څو ورځو راهسې اوبه ورو ورو کوزېږي.

د منصوبه بندۍ مرکزي وزير احسن اقبال په دې وروستیو کې وېلي وو چې سېلاب د هېواد په دريو کې يوه برخه ډوبه کړې او نزدې 9.8 مېلنه اېکړه د کر مزکه یې تباه کړې ده.

وېل کېږي چې دې اوسنو سېلابونو د مشرقي پنجاب او د سیند صوبې په جنوبي برخو کې د کر کروندې مزکې هم سختې خرابې کړې دي. دا سيمې د هېواد د خوراک ضرورت پوره کولو کې مهم رول لوبوي.

د اقتصادي چارو کارپوهه او د خزانې پخوانی وزير حفيظ پاشا ډيوه ته وايي که د اکتوبر دمیاشتې نه وړاندې د کر کروندې له مزکو اوبه کوزې نه شوې نو دا ځل به د غنمو کر هم خطا شي.

هغه وايي د اندازو ترمخه دې سېلابونو او بارانونو د هېواد اقتصاد ته د نزدې 24 اربو ډالرو نقصان رسولی دی.

نوموړی وايي زمونږ ابتدايي اندازې ښایي چې دسېلاب له کبله د هېواد د زراعتو څانګې وده منفي 6 فيصدي نه غورځېدلې ده او دا هم په پام کې نیول پکار دي چې د سېلاب نه مخکې د ګرانۍ کچه 30 فيصدي وه چې اوس 45 فيصدى ته زياته شوې ده.

هغه واي دا مهال يو کلو اوړه په سل روپۍ خرڅېږي.

د خزانې مرستيالې وزیرې عاېشه غوث پاشا هم وېلي چي د سېلاب له کبله د هېواد اقتصاد ته 30 ارب ډالره نقصان رسېدلی دی.

اخوا په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ادارې يونيسف استازي ویلي چي د يوې اندازې له مخې 16 مېلیونه ماشومان د سېلاب څخه متاثره شوي او نزدې 3.4 مېلنه جینکۍ او هلکان د ژوند ژغورنې سملاسي مرستو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG