لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دپښتونخوا اسمبلۍ غړي دقلنګ زنګونو پرېشانه کړي،یو شمیر غړي اسلام اباد ته منتقل شوي


دخیبر پښتونخوا اسمبلۍ غړي وایي دوئ ته دقلنګ لپاره زنګونه وهل کیږي اؤ اوس له ویرې داسمبلۍ څه غړي اسلام اباد ته منتقل شوي دي.

د عوامي نېشنل پارټۍ وروسته، په صوبای اسمبلۍ کې دجماعت اسلامي پارلیماني مشر عنایت الله خان هم د قلنګ غوښتنې دکالونو یا زنګونو پخلی کړی اؤ ویلي یې دي چې اوس ددې کالونو نه خلک دومره تنګ شوي چې دصوبایي اسمبلۍ یو څه غړي اسلام اباد ته هم منتقل شوي دي.

دپاکستان جیو ټيلي ویژن دعنایت الله خان په حواله خپل رپورټ کې ویلي چې مرکزي اؤ صوبایي حکومتونه صوبه کې دخرابې امنیتي وضعې پړه په یو بل ور اچوي اؤ دصوبې حکومت دې خبرې منلو ته تیار هم نه دی چې ګنې صوبه دناامنۍ سره مخ ده.

نوموړي د داسمبلۍ د داسې غړو نامې اخستې نه دي چې ګوندې د ویرې له امله د صوبې نه اسلام اباد ته کډه شوي دي. او نه په صوبه کې واکمن تحریک انصاف د هغه ادعاوې منلي یا رد کړي دي.

په خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې دعوامي نیشنل ګوند پارلیماني مشر سردار حسین بابک داسمبلۍ غونډې ته هم تېره اونۍ خپله وینا کې ویلي وو چې دهغه په شمول داسمبلۍ یو شمیر غړو ته د قلنګ یا بهتې لپاره زنګونه وهل شوي دي.

هغه ویلي دکومو نمبرو نه چې د قلنګ لپاره زنګونه وهل کیږي هغه یې دقانون پځائ کوونکو ادارو سره شریکې کړي خو دقلنګ غوښتونکو په ضد هیڅ ګامونه نه اخستل کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې مطبوعاتي رپورټونه وایي روانه اوونۍ دسوات نه دموبایل فون دیوې کمپنۍ اووه مامورین وسله والو تښتولي اؤ دهغوئ دخوشې کولو په بدل کې یې د۱۰کروړو روپو د تاوان غوښتنه کړې ده.

سردار حسین بابک دقلنګ اخستنې اؤ ناامنۍ په پېښو کې دخیبر پښتونخوا حکومت ته دملامتې ګوته نیولې اؤ وایي د صوبایي حکومت چارواکي د وسله والو پرضد دجګړې پځائ پخپله هغوئ ته قلنګونه ورکوي ځکه نن دصوبې حالات دې ډګر ته رارسیدلي چې هیڅوک خپل سر و مال خوندي نه ګڼي.

هغه ویلي په دې وروستیو کې په پخوانیو قبایلي سیمو کې 254 کسان په هدفي وژنو کې وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړې ده باجوړ کې دملک لیاقت علي نه وروسته په تحصیل چیرمین برید وشو اؤ سوات کې دامن کمیټې مشر ادریس خان دخپلو ملګرو اؤ پولیسو سره یو ځائ ووژل شول خو دناامنۍ ددې پېښو دمخینوي هیڅ اثار نه لیدل کیږي.

نوموړي زیاته کړې ده چې دملاکنډ ډویژن په ټولو ضلعو کې خلکو ته دقلنګ اخستنې لپاره زنګونه وهل کیږي اؤ د صوبایي اسمبلۍ غړي په ویره اؤ ترهه کې ژوند کوي .

تيره مياشت د عوامي نيشنل ګوند د خېبرپښتونخوا مشر اېمل ولي خان تور لګولی و چې په خېبرپښتونخوا کې د واکمنه تحریک انصاف ګوند وزیراعلا او نورو وزیرانو طالبانو ته بهتې یا قلنګونه ورکړی دي.

د خېبرپښتونخوا حکومتي وياند بېرسټر محمدعلي سېف څوک چې د پاکستاني طالبانو سره د مذاکراتو په عمل کې شامل دی، دایمل ولي دغه دعوې رد کړې وې خو د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان بيا منلې وه چې ټي ټي پي يې وزیرانو ته ګواښونه کوي.

په دې وروستیو کې په دیر سیمه کې دحکومتي ګوند سره تړاؤ لرونکی دصوبایي اسمبلۍ یو غړی هم د وسله والو برید کې ژوبل شوی ؤ اؤ دهغه سره درې نور کسان په دغه برید کې وژل شوي وؤ چې وروسته په مطبوعاتو کې داسې دعوې مخې ته راغلې وې چې داسمبلۍ دغه غړي نه هم دقلنګ غوښتنه شوې وه اؤ دقلنګ په نه ورکولو وسله والو په هغه برید کړی دی.

همدا شان د خېبرپښتونخوا د سېلګرۍ سيمې سوات کې د ترهګرۍ ضد یا سي ټي ډي تاڼه کې یوه مقدمه درج شوې چې پکې دعوه شوې، تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] د مټې تحصيل د بالاسور يو تن تښتولی او د هغه د خوشي کولو دپاره یې د يو کروړ روپو تاوان غوښتنه کړې ده.

دخیبر پښتونخوا حکومت ویاند برسټر محمد علي سیف وي او ای ډيوه سره خبرو کې منلې ده چې په دې وروستیو کې دصوبې په ځینو برخو کې دطالبانو خوځښتونه زیات شوي خو هغه وایي دصوبې پولیسو کې دومره توان شته چې د وسله والو مخه ونیسي اؤ صوبه کې امن پځائ کړي.

دصوبې دپولیسو مشر معظم جاه انصاري لا تر دې دمه دخلکو نه دبهتې دغوښتنو په اړه دپولیسو دریځ نه دی واضحه کړی

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

XS
SM
MD
LG