لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رانا ثناالله وايي: سوات ته ترهګر بيرته نه دي راغلي دا افواه ده


د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله ويلي، "دا خبره کول چې سوات ته بيرته ترهګر راتلل پېل شوي داسې بالکل نه ده دا افواه ده يا افواه جوړول کيږي، امنيتي ادارې خبرتیا لري او چمتو دي".

د پاکستان د کورنيو چارو وزير دغه خبره پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ [20 ستمبر] مطبوعاتو سره په خبرو کې کړې ده.

رانا ثناالله دا خبره په داسې حال کې کړې چې د روانې مياشتې په 13 ستمبر په سوات کې په يوه چاودنه کې د امن کمېټۍ ځايي مشر ادريس خان سره د اته کسانو وژل شوی وو. له دغې يوه وروسته په بله پېښه کې د امن کمېټۍ يو پخوانی غړی په ډزو وژل شوی وو.

د دغو دواړو پېښو زمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

د دې ترڅنګ د يوې موبايل کمپنۍ کار کوونکي تښتول شوي او د مسلم ليګ ن ګوند سره تعلق لرونکي اېم پي ای ویلي د تحريک طالبان پاکستان په نوم ترې پېسې غوښتل شوي دي.

تيره میاشت په اتم اګست په مټه تحصيل کې د وسله والو ښکاره کېدو، پوليس او پوځي افسر د نيولو ويډيو په ټولنيزو رسنيو خپره شوې او بيا د سيمې خلکو د امن دپاره احتجاج کړی وو.

په 13 اګست د خېبرپښتونخوا پولیسو ويلي وو، "مونږ د عامو خلکو په دې اندېښنه خبر يو چې د سوات حالات د کال 2008/09 وخت ته بيرته تلی شي کله چې وسله والو په سيمه کې د خپل شريعت د لارې واک کولو".

پوليسو ويلي وو "د خېبرپښتونخوا پولیس خلکو ته باور ورکوي چې مونږ په حقيقت خبر يو چې د سوات ځینې کسان چې وړاندې په افغانستان کې اوسېدل اوس د سوات په لرې پرتو غرونو کې شتون لري".

او هم په 13 اګست بيا پوځ ویلي وو "چې په سوات کې د ناقانونه ډلې ټي ټي پي د وسله والو په لویه کچه د شتون په اړه په ټولنیزو رسنیو یوه غلط فهمي پیدا کړل شوې ده او داسې رپورټونه له مبالغې ډک او تیر ویستونکې دي".

خو پوځ زياته کړې وه، "د سوات او دير په لرې غرونو کې په کمه شمېره کې د وسله والو موجودګي ليدل شوې خو په ظاهره دا هغه خلک دي چې د افغانستان نه بيرته خپلو علاقو ته ابادېدو له راغلي وو د علاقې هر ډول څارنه کېږي او وسله وال به په هيڅ صورت ونه زغمل شي".

د تيرې مياشتې راهسې د سوات په ګډون د خېبرپښتونخوا په بېلابيلو برخو کې د امن دپاره لاريونونه او مظاهرې کيږي.

رانا ثناالله پرون وویل، "امنيتي ادارې خبر او چمتو دي او هر ورځ به تاسو وينئ چې هره ورځ عمليات کيږي او هغه ترهګر چې د دې ملک امن خرابوي وژل کيږي".

هغه زیاته کړه، "داسې هیڅ خبره نشته چې دا ډول ترهګر به پرېښودل کیږي د پاکستان پوځ د دې جوګه دی چې د ملک دفاع وکړي نه به دفاع کولی شي بلکې د ملک په پولو او ملک کې دننه امنيت به يقيني کولی شي".

په عېن حال کې پرون د پاکستان پوځ ويلي په شمالي وزیرستان کې د پولې د پورې غاړې [افغانستان] د لورې نه ترهګرو بريد کړي او يو پوځي پکې وژل شوی دی.

د دغه برید زمه واري چا نه ده منلې.

خو له دې وړاندې په 13 ستمبر د پاکستان پوځ ویلي وو د کورمې په خرلاچي کې د پولې د پورې غاړې نه د ترهګرو په بريد کې درې پوځيان وژل شوي وو. د دغه بريد زمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

خو د يادې پېښې په اړه په افغانستان کې د طالبانو يو ویاند بلال کریمي په [14 ستمبر] په ټویټر د دغه پېښې وضاحت کړی او ويلي يې وو، "د اصولو له مخې بايد د ډېورنډ کرښې ته نزدې پوستې او پوځي څوکۍ جوړې نه شي خو تيره ورځ پاکستاني ځواکونو هڅه کړې چې کرښې ته نزدې پوسته جوړه کړي".

هغه ويلي، "بيا د طالبانو د حکومت ځینې کسان نزدې ورغلي چې د پاکستاني لوري سره په دې موضوع خبرې وکړي خو متاسفانه د پاکستانيو ځواکونو لخوا و رباندې ډزې شوې دي او په نتیجه کې یې تلفات رامنځته شوي".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG