لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

رانا ثناالله: د رياست دپاره د شرم خبره ده چې خلک د قانون منګولو ته راوستو په ځای بې درکه کول کیږي


د پاکستان د کورنيو چارو وزیر رانا ثناالله په خپله ويلي، "دا د رياست دپاره د شرم خبره ده چې خلک د قانون منګولو ته راوستو په ځای بې درکه کړی شي او بيا د هغه جسد/ مړی ترلاسه شي، د حکومتونو په دې لړ کې عملداري د څومره حده پورې ده په دې ټول خبر دي".

رانا ثناالله پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ [20 ستمبر] د کراچۍ سفر کړی او د متحده قومي مومنټ ډلې مرکز ته ورغلی وو.

هغه مطبوعاتو سره په خبرو کې وويل، "د خلکو بې درکه کول د پاکستان بدنامي ده، د بې درکه خلکو رامعلومول د رياست زمه واري ده، او کوم رياست چې داسې ونه کړي هغه د خپل فرض نه غافل دی".

نوموړي زياته کړه د بې درکه کېدو درد د مرګ نه سېوا دی او حکومت به یې په دغه لړ کې خپل پوره کوشش کوي او دا مسله په ټول ملک کې ده. هغه وویل "څوک چې په دې کارونو کې ککړ دي هغه د پاکستان د ايين سرغړونه کوي".

د رانا ثناالله د بيان په ځواب کې سمي دين بلوڅ د نوموړي مننه کړې چې د بې درکه خلکو د مسلې حل غواړي خو وسره يې ویلي،

"ستاسو په دې باور چې بې درکه خلک به معلوم کړی شي د کوټې پرلت ختم کړی شوی وو خو ورسره درته دا خبره هم در يادول غواړو چې دا وخت تاسو وزير داخله یې او حکومت ستاسو دی او ریاست حکومت چلوي".

د سياسي چارو څيړونکی او د جرنلزم استاز توصيف احمد خان وايي، "پاکستان کې په تيره لسيزه کې چې څومره سياسي جوړ توړ او وزيراعظمان لرې کړی شوي دي د هغې په نتيجه کې ډيپ سټېټ جوړ شوی يا رياست د ادارو په لاس چليږي. د بې درکه خلکو مسله هم د دې سره تړاو لري سياسي حکومت په دې لړ کې هیڅ کارروايي نه شي کولی".

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل، "د عمران خان په حکومت کې د بې درکه کسانو دپاره جوړه قانوني مسوده د سېنېټ نه بې درکه شوې ده نو دا مسله د سياسي حکومت عملداري نشته، دا ډيپ سټېټ دی او هغه چې د خلکو په اړه څه پاليسي جوړوي او فېصله کوي په هغې عمل کيږي".

د روانې میاشتې په نهمه نېټه د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په زوره د بې درکه کړی شوو کسانو په مقدمه کې اسلام اباد هایکورټ ته وړاندې شوی او عدالت ته یې باور ورکړی وو چې په جبر د خلکو د لادرکۍ ستونزه به هواروي.

عدالت په جبري توګه د لادرکه تنانو په اړه مقدمه کې مرکزي حکومت ته د پرمختګ لپاره د دوه مياشتو وخت ورکړی او د نومبر په 14 نيټه یې رپورټ غوښتی وو.

پاکستان کې په زوره د بې درکه کړل شوو تنانو د موندنې کمېشن روانه مياشت په خپل رپورټ کې ويلي چې سږکال د اګست په میاشت کې د خلکو د لادرکه کېدو 95 نوې پېښې درج شوي چې ورسره د کال 2022 په لومړیو اته مياشتو کې د لادرکه شوو کسانو ټوله شمېره 488 ته رسېدلې ده.

د لادرکه تنانو د کمېشن په دې تازه شمېرو کې ويل شوي چې دې سره په هېواد کې د هغو لادرکه تنانو ټوله شمېره 2221 ته رسېدلې د چا درک چې تر اوسه نه دی لګېدلی او په قضيو یې کار روان دی.

په پاکستان کې د بلوڅانو، پښتنو او بشري حقونو فعالين د خلکو په زوره د بې درکه کولو تورونه د پاکستان د پوځ په طاقتوره خفيه ادارو پورې کوي خو پوځ دا تورونه ردوي او وايي کېدی شي چې دا کسان د بېلتون پالو وسله والو ډلو په ليکو کې شامل شوي وي، امنیتي ځواکونو سره نښتو کې وژل شوي وي او یا بل هېواد ته تښتېدلي وي.

دکمېشن د رپورټ ترمخه تر اوسه پورې د کمېشن سره 8 زره، 732 د لادرکۍ قضيې درج شوي چي په کې په 6 زرو، 388 کېسونو کار مکمل شوی دی.

رپورټ وايي دا وخت د پوځ د څار لاندې حراستي مرکزونو کې 970 کسان قېد دي چې په کې تر دټولو زیاتو 811 کسانو تعلق د خېبر پښتونخوا صوبې سره دی.

د رپورټ ترمخه د کمېشن د جوړېدو راپدېخوا د دوي سره د لا درکيو 8 زره، 696 کېسونه ثبت شوي چې په کې په 6 زره، 513 کېسونو کار بشپړ شوی خو په 2 زره او 219 قضيو لا هم کار د ځنډ ښکار دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG