لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوات کې دطالبانو په بیا راپورته کېدو د بڼ نڅاګرې خپل تحفظ ته اندېښمنې دي


په سوات کې دطالبانو دبیا راپورته کیدو د رپورټونو راتلو سره سم دنورو په څېر په سوات کې میشت هنرمندان، په ځانګړي ډول نڅاګرې اؤ سندرغاړې، هم سختې ویریدلې دي اؤ اوس دوي دطالبانو له ویرې دموسیقۍ محفلونو ته له تګ ډډه کوي.

دسوات په سرښار مینګوره کې د هنرمندانو داستوګنې په سیمه"بڼ" کې اوس هم دخلکو ګڼه لیدل کیږي خو په دغه محله کې اوس دهنرمندانو له کورونو د موسیقۍ غږ نه راخیژي.

په هنرمندانو کې دا ویره هله زیاته شوه چې اوړمه ورځ په ځایي مطبوعاتو اؤ ورځپاڼو کې رپورټونه خپاره شول چې سوات کې یو وارې بیا دطالبانو په ضد دپوځي اپریشن لپاره تیارۍ سرته رسېدلي دي.

پوځ یا حکومت لا تر دې ساعته په رسمي ډول پخلی نه دی کړی چې ګنې سوات کې یو وارې بیا د طالبانو پرضد عملیات پیل کوي.

دسوات یوه مشهوره نڅاګره چې په پښتو فلمونو کې یې هم کار کړی اؤ سندرې یې هم ویلي دي رخسانه (فرضي نوم) په دې وینا د وي او ای ډيوه سره له خبرو اترو انکاري شوه چې "اوس حالات خراب دي،نه زه میډيا سره خبرو ته تیاره یم ،نه سازیان تیار دي اؤ نه نورې جینکۍ دمیډیا مخې ته راتلل غواړي"

دسوات ځایي خبریال انور انجم وي او ای ډيوه ته وایي" دا خلک(فنکاران) خو په عامو حالاتو کې هم دخطرو سره مخ وي، ډیرې نڅاګرې په دې وروستیو کې ووژل شوې، اوس چې یې بیا دطالبانو اوریدلي دي ، نو په کورونو ناست دي اؤ محفلونو ته له ویرې نه ځي"

دپښتو تکړه سندرغاړې مسکان چې له ماشومتوب یې په سندرو پیل کړی اؤ اوس رالویه شوې ده ، هغه که هر څو دبڼ نه بهر دخپل پلار اؤ یو سیمه ییز خبریال په وینا ډيوه سره خبرو ته تیاره شوه خو دمسکان اؤ دهغې دپلار اولنی شرط هم دا ؤ چې دوئ به دسوات په حالاتو بیخي خبرې نه کوي.

مسکان دسندرو ویلو ترڅنګ دا مهال په دولسم ټولګي کې زده کړې کوي ، ډيوه ته یې یوازې دومره وویل" ویره خو هر وخت دفنکارانو سره وي،خو مونږ داسې هرچا سره محفلونو ته نه ځو چې کوم خلک پېژنو یوازې دهغوئ محفلونو کې سندرې وایو

دبڼ یوه بله نڅاګره فرزانه (فرضي نوم ) یوازې درې میاشتې مخکې دنڅا هنر ته راوتلې ده وایي ، دګډا یا نڅا سره یې مینه نه شته خو دخپلو کورنیو مجبوریو له امله یې دا کار پیل کړی دی.

دفرزانې دکورنۍ یوه بله مشهوره هنرمنده اؤ دهغې پلار هم په تېرو وختونو کې په پېښور کې وژل شوي وؤ اؤ هغه وایي اوس چې دې فن ته راوتلې ده نو دا هم ویریږي چې چرته یې څوک مړه نه کړي.

خو وایي "څه وکړم ، ډيره مجبوري مې وه، کور کې مې دګټې وټې څوک نه وؤ نو دې فن ته مې لاس واچولو ، خو اوس بیا دا خلک وایي چې دسوات حالات خراب شوي نو اوس دا فن هم نه شو کولی اؤ په کور ناسته یمه"

سوات کې د "بڼ "په نوم دهنرمندانو په دې محله کې یو وخت تر 100ؤ زیاتې دهنرمندانو کورنۍ پاتې کیدلې، خو په 2جنوري کال 2009 کې چې یو سهار دبڼ محلې ترڅنګ په ګرین چوک کې ددغه محلې دیوې نڅاګرې پیغلې شبانې تیزندي کړل شوی مړی وموندل شو نو له هغې راپدیخوا د بڼ مست اؤ رنګین ماښامونه ویرې ونیول اؤ رنګونه یې پیکه شول.

خبریال انور انجم وایي دطالبانو له ویرې د بڼ ډیرو هنرمندو پیغلو د هنرنه لاسونه واخستل،چا ودونه وکړل، چا بڼ پرېښودو اؤ څوک په کور کښېناستې.

د بڼ دیوې هنرمندې کورنۍ یو ځوان چې له خپل نوم له ښودلو یې ډډه کوله، ډیوه ته وایي "اوس دلته دومره څوک نشته ، یو څو کورونه پاتې دي ، نور ټول فنکاران وتلي دي، څوک مردان کې دي ، څوک پېښور کې دي اؤ څوک اسلام اباد یا لاهور ته شفټ شوي دي"

دهغه په وینا اوس په بڼ کې دهنرمندانو تر 25ؤ‌ پورې کورنۍ ژوند کوي خو هغوی هم اوس هغه شان ډاډه پخپلو کورونو اؤ بهرنیو محلفونو کې د ګډا پروګرامونه نه شي کولی اؤ نه سندرې ویلی شي.

وي او ای ډيوه چې کله د سوات دهنرمندانو دتحفظ په اړه د واټس اېپ له لارې دضلعې دپولیسو دمشر یا ډي پي او زاهد نواز مروت د دریځ معلومولو هڅه وکړه، نو دهغه نمبر ته زنګ ورتلو خو هغه ورته هیڅ ځواب ونه ویلو.

ډيوه هغه ته لیکلی پیغام هم پرېښودو خو ځواب یې ترلاسه نه شو.

په دې وروستیو کې په میډيا رپورټونه راغلي وو چې سوات کې یو وارې بیا طالبان لیدل شوي اؤ دغو طالبانو دپولیسو اؤ پوځ څه افسران هم تیره میاشت پورته کړي وؤ چې په سوشل میډیا یې ويډيوګانې هم خورې شوې وې .

دپاکستان دکورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله د تېرې نهمې په ورځ سوات کې بیا دطالبانو د راپورته کیدو دعوې ته د افواه نوم ورکړی دی خو دپاکستان پوځ په دې وروستیو کې منلې چې دسوات اؤ دیر په غرونو کې یو څه وسله وال لیدل شوي خو ویلي یې وؤ چې دغه وسله وال له ابادۍ ډير لرې دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG