لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شانګله: د عوامي نيشنل ګوند د اېم پي اې په کور نامعلومه وسله والو ډزې کړي


د خېبرپښتونخوا په شانګله ضلع کې د عوامي نيشنل ګوند سره تعلق لرونکي صوبايي اسمبلۍ غړي فېصل زېب په کور نامعلومه وسله والو ډزې کړي، ځايي پوليس پېښه تاييدوي او وايي په ډزو کې کوم تاوان نه دی اوښتی.

د شانګلې ضلعې د مارتونګ تاڼې د پوليس مشر[اېس اېچ او] سعيد خان واي او اې ډيوه ته وويل، بېګا د شپې ناوخته نامعلومه ترهګرو د اېم پي اې په کور ډزې کړي خو کوم ځاني او مالي تاوان پکې نه دی اوښتی.

هغه وويل د اېم پي اې کور خالي وو، په کور يې پوليس ساتونکي موجود دي او د موجودو پولیسو په ځوابي ډزو کې بیا ترهګر تښتېدلي دي.

د عوامي نيشنل ګوند صوبايي جنرل سيکرټري سردار حسېن بابک وايي، په پښتونخوا کې د هر چا نه د بهتو/ يا قلنګ غوښتنه کيږي او فېصل زېب ته هم د ډېرو ورځو نه داسې ټیليفونونه کېدل.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، په پښتونخوا کې د بدامنۍ پېښې روانې دي په ځايي ميډيا نه رپورټ کيږي، عدالت او انتظاميه پرې خاموشه دي، د خېبرپښتونخوا د پاکستان تحریک انصاف حکومت او مرکزي حکومت د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله دواړو بيان یو دی، په دې بدامنۍ يې ځان غلی کړی دی.

خو په خېبرپښتونخوا کې د تحریک انصاف د حکومت [لېبر او کلچر] صوبايي وزیر شوکت يوسفزی وايي،د فېصل زېب په کور د بريد غندنه کوي او د دغه پېښې پلټنې کولی شي چې دا کوم خلک وو چې راغلي او په خالي کور يې ډزې کړي دي او نوموړی په صوبه کې د بهتو يا قلنګ ورکولو خبره ردوي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل، ترهګري په دې سيمه کې د اوس څخه نه ده د پخوا راهسې را روانه ده او ترهګري ختمه نه ده خو د امنيتي ځواکونو د موجودګۍ او توان له امله ترهګري کمه شوې خو اوس ترهګر کوشش کوي چې اسان هدف په نخښه کړي خو مخنیوی يې روان دی.

نوموړي ومنله چې دا وخت هم په په سوات، شانګله او بونېر کې د بدامنۍ خطره شتون لري خو پوځ او پولیس په يادو علاقو کې موجود دي د ترهګرو پرضد عمليات او لټون کوي، امنيت قابو دی.

يوه شپه وړاندې په کوهاټ کې د تحریک انصاف د یو مشر او مخکني مرکزي وزير شهریار افريدي په کور نامعلومه کسانو لاسي بم غورځولی وو، د دغه پېښې زمه واري چا نه وه منلې.

خو روانه مياشت په سوات کې په يوه چاودنه کې د ځايي امن کمېټۍ مشر ادريس خان سره د اته کسانو وژل شوی او د دغه پېښې يوه ورځ وروسته په وسله وال بريد کې د پخوانۍ امن کمېټۍ بل غړی هم وژل شوی وو.

د دغو دواړو پېښو زمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

په سوات کې تېره میاشت پوليس او پوځ منلي وو چې د افغانستان څخه ځينې وسله وال بيرته خپلو علاقو د ستنېدو دپاره راغلي خو دوی څارل کيږي او پوځ ويلي وو بدامنۍ او ترهګر به په هيڅ صورت ونه زغمل شي.

په وروستیو کې د خېبرپښتونخوا په بېلابيلو برخو کې د امن غوښتنې دپاره په غټه کچه احتجاجي مظاهرې هم شوي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG