لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي:دتحریک انصاف اؤ ای این پي لفظي شخړو کې دپښتونخوا مهمې ستونزې شاته پاتې کېږي


په خېبر پښتونخوا کې د عوامي نېشنل ګوند او پاکستان تحريک انصاف ترمېنځه لفظي شخړې زياتې شوي دي اؤ د دواړو خواؤ مشران په ټولنیزو رسنیو اؤ جلسو کې یو بل په سپکو نومونو مخاطب کوي.

څيړونکي وايي کله نه چي عوامي نېشنل ګوند په صوبایي حکومت د قلنګونو اخستو او د وسله والو پرضد په غلي پاتې کېدو نيوکې زياتې کړې دي، نو ورسره په عوامي نېشنل ګوند لفظي حملي هم زياتې شوې دي۔

په اوولسم ستمبر د پاکستان تحريک انصاف مشر او پخواني وزير اعظم عمران خان د عوامي نېشنل ګوند دصوبایي مشر ايمل ولي خان په ضدچارسده کې یوې جلسې ته د وینا په مهال سپورې ستغې ويلي وې.

هم دغسې د خزانې وزير تېمور سليم جهګړه او تېره ورځ د خېبر پښتونخوا د وزيراعلا د اطلاعاتو سلاکار محمد علي سېف هم هغه الفاظ بيا تکرار کړي دي چې په جواب کې يې ايمل ولي خان ويلي د بدو الفاظو کارولو په ځاي هغو پوښتنو ته باید جواب ورکړل شي کومې چې ده راپورته کړې دي۔

دایمل ولي خان په وینا"د جنرل فېض په مشرۍ کې چې کومې معاهدې شوي هغه دې د قام مخې ته راوړل شي، د جرګو په نتيجه کې لويې ترهګر د جيلونو نه خوشې کړی شوي دي، او وزيران، ګورنر او نور غړې يې د بهتې په شکل کې وسله والو ته فنډونه ورکوي"


څيړونکي وايي دمهمو سیاسي ګوندونو له لوري په يو بل دلفظي ګزارونو له امله د صوبې مهمې مسلي د پامه غورځېدلې دي.

دا خبرې په داسې حال کې روانې دي چې په خېبر پښتونخوا کي د روزانه په حساب د وسله والو لخوا بريدونه کيږي۔

ويل کيږي چې وسله وال سوات، دير، ډيره اسماعيل خان، لکي مروت، بونېر او قبايلي ضلعو کې ليدل شوي او عمليات يې زيات کړي دي۔

د دوېم ستمبر نه راپدېخوا په خېبر پښتونخوا کې تحريک طالبان پاکستان نزدې د ديرشو بريدونو ذمه واري په غاړه اخستې ده،د صوبایي او وفاقي حکومت او عسکري چارواکي وايي په سوات او نورو سيمو کې د وسله والو د افواه په شکل کې د دوي شمیر د اندازې نه زيات ښودل کيږي۔

څيړونکي وايي په داسې حال کې بيا د مهمو سياسي ګوندونو لفظي شخړې د ترهګرۍ په څېر دمسلو نه پام اړوي۔

دپېښور خبريالې فرزانه علي ډيوه ته وويل که يو خوا د تحريک انصاف د غړو لخوا سپورې ستغې ويل کيږي نو په جواب کې يې د عوامي نېشنل ګوند د غړو لخوا هم دغسې خبرې مخې ته راځي چې دا د خېبر پښتونخوا د سياسي رواياتو خلاف دي.

هغه وایي "دې سياست کې د يو بل د احترام روايات وو هغه ختم شوې دې، دا لړۍ د تېرو څو کالو نه راوانه شوې ده، د الفاظو غلط استعمال د تحريک انصاف لخوا شروع شوی دی"

فرزانه علي وايي وړومبی دپاکستان تحريک انصاف د سياسي مشرانو لخوا دخپلو سیاسي مخالفینو په ضد د سپورو ستغو استعمال شروع شوی دی، او بیا یې په جواب کې جميعت علماء اسلام او عوامي نېشنل ګوند هم هغسې الفاط کاروي چې له امله يې مهمې ولسي مسلې د بحث نه شاته پاتې شي۔

دپاکستان په سیاست کې په یو بل تورونه لګول کومه نوې خبره نه ده اؤ زیاتره وخت پاکستاني سیاستدانان په یو بل د تورونو لګول کیدو پرضد عدالتونو ته هم ځي خو دا چې اوس خبره دسیاسي تورونو نه کنځلو اؤ سپکو سپورو ته تللې ده، څیړونکي وایي دا عمل دقام په عمومي اخلاقیاتو هم غوره اغېزې نه لري

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG