لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان:په پوځيانو بمي چاودنه کې دوه عسکر وژل شوي دي


دافغانستان دپولې ترڅنګ دخېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې د خالي په ورځ په يوه بمي چاؤدنه کې د پاکستاني پوځ دوه عسکر وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ دشپې نا وخته ویلي دا چاودنه تیر ماښام د شمالي وزیرستان په ایشام سیمه کې شوې چې پکې دوه پوځیان وژل شوي دي.

د پوځ په بیان کې چاودنه کې د وژل شوؤ عسکرو پېژندګلو د اټک د اوسیدونکي 24 کلن نایب صوبیدار جاوید اقبال او د اوکاړه سیمې داوسیدونکي 38 کلن نایک حسین احمد په نومونو شوې ده.

دې نه وړاندې د سیمې نه امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي چې د افغان پولې سره جوخت دته خېل تحصیل سیمه کې ترسره شوې د سړک دغاړې په يوه بمي چاؤدنه کې دوه پوځيان وژل شوي او یو ژوبل شوی دی.

سرچینو ویلي د پیښې په تړاو سیمې ته اضافي امنیتي عسکر لیږل شوي دي.

پوځ پخپل بیان کې دترهګري ختمولو هوډ ښکاره کړی او ویلي یې دي دا سیمه د هر ډول ترهګرو څخه د پاکولو دپاره عملیات روان دي.

په سمدستي توګه ددې پېښې ذمه واري چا منلې نه ده خو په پینځم ستمبر د شمالي وزیرستان بویه سیمه کې د پاکستان په پوځ برید شوی و چې پکې د پاکستان دپوځ دیو کپتان په ګډون پینځه پوځیان وژل شوي وو، د دغه برید ذمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

تېره ورځ د پاکستان پوځ ورسره په بله ضلعه لکي مروت کې وسله والو سره جګړه کې د ټي ټي پي د دوو ترهګرو د وژلو دعوه کړې وه.

په 20م ستمبر هم د افغانستان نه د پاکستان په پوځ حمله شوې وه اؤ یو پوځي پکې وژل شوی و.

په 14 ستمبر هم په کرمه قبایلي ضلعه کې د پولې پورې غاړې افغانستان نه شوي برید کې درې پاکستاني عسکر وژل شوي وو چې ددغو بریدونو ذمه داري هم تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخستې وه.

ټي ټي پي د روان کال د مئ په مياشت کې د وړوکي اختر په مهال ډز بندي اعلان کړې وه او دغه ډز بندي بيا د پاکستان د حکومت سره د مذاکراتو په مهال د بل اعلان پورې غځول شوې چې تراوسه يې ټي ټي پي او د پاکستان حکومت او پوځ د ختمېدو په اړه څه نه دي ويلي خو د روانې میاشتې ستمبر له پیل نه تحریک طالبان پاکستان د بریدونو ذمه دارۍ په رسمي توګه پغاړه اخلي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG