لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

عمران خان دعوه کړې چې په بنده کوټه کې یې څلورو کسانو د وژنې پرېکړه کړې ده


دپاکستان پخواني وزیراعظم اؤ دتحریک انصاف ګوند مشر عمران خان دعوه کړې ده چې څلورو کسانو یې دبندو دروازه ترشا د وژنې پرېکړه کړې ده اؤ دغه خلک اوس هم دهغه د وژلو په سازش کې اخته دي.

تېره شپه دپنجاب رحیم یار خان سیمه کې دخپلو پلویانو یوې جلسې ته عمران خان وویل چا چې یې د وژلو پرېکړه کړې هغوئ په مریم نواز،مریم اورنګزیب اؤ جاوید لطیف مطبوعاتي کانفرنس وکړو چې ګنې عمران خان دمذهب سپکاوی کړی دی.

عمران خان پخپله دې وینا کې نه ده ښکاره کړې چې د وژنې پرېکړه یې چا کړې ده خو پخپلو سیاسي مخالفینو یې تور لګولی چې دهغه پرضد یې پریس کانفرنس کې دمذهب دسپکاوي تورونه ددې لپاره لګولي چې که سبا هغه سره څه بده پېښه وشي نو دوي به وایي چې یو مذهبي جنوني ووژلو.

هغه ویلي دخپل ځان نه ورسره زیات دپاکستان دازادۍ فکر دی اؤ دغلام پاتې کیدو نه دا غوره ګڼي چې مړ شي .

دعمران خان دې دعوې ته تر اوسه د واکمن ایتلاف مشرانو څه ځواب نه دی ویلی خو تر دې دمخه چې عمران خان دخپل حکومت پرضد دامریکې لخوا دسازش جوړولو کومه بیانیه خپله کړې وه هغه حکومتي ایتلاف اؤ دهیواد دامنیت ملي کمیټۍ رد کړې وه اؤ ویلي یې وؤ "دبهر نه څه سازش نه دی شوی"

د سياسي چارو څېړونکي وايي که څه هم د پاکستان پوځ او بيا د قامي سلامتيا کمېټۍ واضحه کړې چې د پخواني وزیر اعظم عمران خان د حکومت د نسکورولو پرشا کوم بهرنی سازش نه ؤ شوی او د هېواد يو غالب اکثریت هم په دغه مفکوره باور نه لري خو د عمران خان پلويان به بیا هم د خپل مشر په دريځ پسې ځي او هم د هغه خبره به رښتيا ګني.

سږکال د اپرېل په لسمه نیټه دعمران خان حکومت دبې باورۍ دتحریک له لارې نسکور کړل شوی ؤ چې له هغې راپدیخوا عمران خان دهیواد په بیلابیلو ښارونو کې جلسې پیل کړي اؤ زیاتره په دغه جلسو کې دخپلو سیاسي مخالفینو ترڅنګ دهیواد په پوځ اؤ خفیه ادارو هم داشارو په ژبه کې تورونه لګوي.

دهغه په ځېنو ویناګانو پوځ ځوابي بیانونه هم جاري کړي اؤ اسلام اباد هایکورټ پرې له خپله انده دعدالت دسپکاوي نوټس هم اخستی دی .

خو عمران خان نه یوازې دا چې دپوځ له بیانه وروسته په سپیناوي کې ویلي چې دهغه اشاره خپلو سیاسي مخالفینو ته وي بلکې درې ورځې وړاندې یې یوې ښځینه ججې ته د ګواښونو کولو پسر داسلام اباد هایکورټ نه بخښنه هم غوښتې وه.

د واکمن ګوند مسلم لیګ نواز مرستیالې مشرې مریم نواز په دې وروستیو کې ویلي عمران خان چې په کومه طریقه دفساد خورولو تیارۍ کوي ریاست ته به دیوې فتنې په توګه ددې مخه نیول اؤ ځان ترې خلاصول وي.

خو دتحریک انصاف مشر وایي هغه به تر هغې په قلاره نه کیښني ترڅو چې حکومت هیواد کې د روڼ انده ټولټاکنو اعلان نه وي کړی.

عمران خان دعوه لري چې دا مهال دهیواد د ولس غوڅ اکثریت دهغه ترشا ولاړ دی همدغه وجه ده چې حکومت له ویرې له انتخاباتو ډډه کوي خو مرکزي حکومت بیا وایي چې انتخابات به پخپل وخت کیږي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG