لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد ته دتحریک انصاف لاریون،پښتونخوا مرکز ته داضافي عسکرو ورکولو نه انکار کړی



Pakistan, Islamabad, Supreme Court, FC , Police , Frontier Constabulary Frontier Corps
Pakistan, Islamabad, Supreme Court, FC , Police , Frontier Constabulary Frontier Corps

دخیبر پښتونخوا حکومت مرکزي حکومت ته د اضافي او نیم سرکاري امنیتي ځواکونو ورکولو څخه انکار کړی او ویلي یې دي چې خیبر پښتونخوا صوبه کې د وړاندې نه امنیتي چارواکي د امن په ټینګښت کې بوخت دي او نه شي کولی چې مرکزي حکومت ته د امنیت دپاره نور ځواکونه ورکړي.

مرکزي حکومت د پنجاب او خيبر پښتونخوا صوبو نه د تحریک انصاف ګوند د لاریون په ترڅ کې اضافي پولیس غوښتي وو.

د ایین او قانون پوهان وایې د مرکزي حکومت په وینا صوبې په اییني توګه پابند دي چې مرکز ته اضافي امنیت ورکړي او که داسې نه وي نو مرکزي حکومت د امن و امان د ټینګښت دپاره پوځ هم رابللی شي.

د خیبر پښتونخوا حکومت له خوا جاري کړل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې صوبه نه شي کولی مرکزي حکومت ته امنیتي ځواکونه ورکړي ځکه چې په خیبر پښتونخوا کې د امن و امان برقرار ساتلو دپاره صوبې ته پخپله دځواکونو ضرورت دی .

دخیبر پښتونخوا حکومت د ویاند بېرسټر سیف له خوا په بیان کی ویل شوي، مرکزي حکومت دا اضافي امنیتي عسکر د پاکستانیانو اسلام اباد د تللو په وخت په غیر قانوني توګه کارول غواړي.

د خیبر پښتونخوا د کلتور وزیر شوکت علي یوسفزی وی او ای ډیوه ته وایي د ترهګرۍ په ضد جګړه کې خیبر پښتونخوا د پاکستان د بقا جنګ کوي او که امنیتي ځواکونه مرکزي حکومت ته ورکړي نو ټول پاکستان به د امن وامان د خطر سره مخ شي.

"چی ته مانه 5000 پولیس واخلې نو ماسره د وړاندې نه امنیتي ځواکونه کم دي، ایف سي رانه تا اخستې ده او اوس رانه پولس اخلې، که دلته بدامني زیاتیږی نو پاکستان کې به امن و امان خراب شي او زمونږ صوبه د ترهګرۍ سره دجګړې حالت کې ده او د ټول ملک پاکستان د بقا جنګ کوي"

روانه میاشت د ستمبر په 21مه نیټه د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان د حکومت په ضد د احتجاجي تحریک شروع کولو اعلان کړی و او پلازمینې اسلام اباد ته یې د لاریون کولو دړکه کړې وه.

دعمران خان لخوا اسلام اباد ته دلاریون له دړکې وروسته مرکزي حکومت پنجاب او خيبر پښتونخوا صوبو نه د امن و امان په ځاي ساتلو دپاره اضافي نفري غوښتې وه.

د مرکزي حکومت له خوا د خیبر پښتونخوا نه 4000 پولیس او 5000د ایف سي یا فرنټیر کانسټیبلري عسکر غوښتل شوي دي.

اسلام اباد کې میشت څیړونکی او خبریال عبدالله ملک وي او ای ډیوه ته وایي د پاکستان د اساسي قانون لاندې صوبې پابندې دي چې د خطر په صورت کې مرکزي حکومت ته اضافي امنیتي عسکر ورکړي او که داسې نه وي نو مرکز د افسرانو په ضد قانوني کاروایي هم کولی شي.

هغه وایي د مرکزي حکومت سره د امن و امان د ټینګښت دپاره نورې اییني لارې هم موجود دي.

"چې کله د امن و امان خطره وي نو مرکز صوبو ته خواست کولی شي چې هغوي امنیتي ځواکونه ورکړي او صوبې تړلې دي چې داسې وکړي او که ټولې صوبې انکار هم وکړي نو بیا مرکزي حکومت د ایین د 145 مادې لاندې پوځ راغوښتی شي او وړاندې هم داسې شوي دي"

په خیبر پښتونخوا او پنجاب صوبو کې دا مهال د پاکستان تحریک انصاف حکومتونه دي او مرکزی حکومت د ایتلافي ګوندونو په لاسو کې دی .

د واکمن سیاسي ایتلاف پی ډی ایم دحکومت او مخالف سیاسي ګوند تحریک انصاف تر منځ تاؤ تریخوالی د هغې وروسته پیدا شوی کله چې چې په اپریل کې د عمران خان حکومت د بې باورۍ د تحریک لاندې ختم کړی شوی و او له هغې راپدیخوا تحریک انصاف په ملکی کچه احتجاجونه پیل کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG