لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د خزانې وزیر مفتاح اسماعيل استعفا ورکړې، اسحاق ډار نوی وزير نومول شوی


د پاکستان د خزانې وزير مفتاح اسماعيل ویلي، د مسلم ليګ ن د مشر نواز شريف سره په غونډه کې يې د خزانې د وزارت څخه استعفا استعفا ورکړې، او د پاکستانيو مطبوعاتو ترمخه وزيراعظم شهباز شريف، اسحاق ډار د خزانې د نوي وزیر په توګه نومولی دی.

مفتاح اسماعيل په ټویټر ويلي،

"نن مې د ميا نوازشريف او وزیراعظم شهباز شریف سره په غونډه کې په لفظي توګه د خزانې د وزارت څخه استعفا ورکړه. پاکستان ته په رسېدو به په رسمي توګه استعفا ورکړم. دا زما دپاره د وياړه خبره ده چې دوه ځله د خزانې وزير پاتې شوم".

د پاکستان مطبوعاتو خبر ورکړی چې وزيراعظم شهباز شريف، اسحاق ډار د خزانې د نوي وزیر په توګه نومولی دی.

حکومتي واکمنه مسلم ليګ ن ګوند په ټويټر پاڼه یوه ويډيو خپره کړې چې ورته ليکل شوي، د پاکستان مسلم ليګ ن د مشر محمد نواز شریف په مشرۍ په لندن کې د ګوند غونډه وشوه او په غونډه کې د ملک په مجموعي سياسي او قومي صورتحال اوږد غور وشو.

د مسلم ليګ ن وزيرانو د مفتاح اسماعيل کردار ستايلی دی.

د اطلاعاتو مرکزي وزیرې مريم اورنګزېب ويلي، "چې مفتاح اسماعيل شپه او ورځ کار کړی او عمران خان چې کوم اقتصادي بحران جوړ کړی د هغې له امله يې پاکستان د دېواليه کېدو څخ بچ کړی دی".

د پاکستان د خزانې نوی وزیر اسحاق ډار

د خزانې نوی نومول شوی وزیر اسحاق ډار مخکې هم د خزانې وزیر او سېنېټر پاتې شوی دی.

د نوموړي پرضد د پاکستان د احتساب عدالت په کال 2017 کې د امدن نه د زياتو اثاثو يا شتمنيو جوړولوپه تور مقدمه کې فرد جرم لګولی او هغه بيا سعودي عرب او د هلته نه لندن ته تللی او ويلي يې وو هغه د علاج دپاره تللی دی.

په ستمبر 2017 کې د احتساب عدالت په ډار فرد جرم لګولی او بيا په نومبر 2017 کې يې د هغه ناقابل ضمانت وارنټ جاري کړی او هغه يې مفرور یا مخرور ګرځولی وو.

په اکتوبر 2018 کې د مخکني وزیراعظم عمران خان په حکومت کې د احتساب عدالت د پنجاب حکومت ته د يو امر لاندې واک ورکړی وو چې د اسحاق ډار جايداد ليلام کړي.

خو درې ورځې وړاندې د احتساب عدالت جج محمد بشير د اسحاق ډار د اشتهاري ګرځولو په اړوند مقدمه کې خواست منظور کړی او د هغه د ګرفتارۍ دايمي وارنټ يې تر 7 اکتوبر پوری معطل کړی وو.

له دغې يوه ورځ وروسته د کورنيو چارو مرکزي وزير رانا ثناالله ویلي وو، چې اسحاق ډار به راتلونکې اوونۍ پاکستان ته راشي او د اقتصادي ډلې مشري به سمبال کړي.

د اسحاق ډار د نيولو د دايمي وارنټ په معطل کولو پاکستان تحریک انصاف ګوند نيوکې کړې او فواد چودري ويلي وو، د هغه د بري کولو تیارۍ روانې دي.

اسحاق ډار به په داسې وخت کې د پاکستان د خزانې وزارت سمبالوي چې د پاکستان اقتصاد د چېلنجونو سره مخ دی او په ټولنیزو رسنيو هم په دغه اړوند بحثونه پېل شوي دي.

جرنلسټ وسيم عباسي ویلي،

"اسحاق ډار ته غټ چېلنج ډالر لاندې راوستل، د ګرانۍ نه تنګ ولس ته رعايت ورکول، د بېنکونو او غټو صنعتي مافیا ګټه کمول او د خلکو دپاره اسانتياوې برابرول دي. که داسې يې وکړه کامياب، کنه ناکامه به وي".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG