لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې پاکستان ته د خوراکي توکو د خونديتوب دپاره د نورو لس ملينه ډالرو مرستو ورکولو اعلان کړی


د امریکې د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلينکن د پاکستان د خوراکي توکو د خونديتوب دپاره د نورو لس ملينه ډالرو مرستو اعلان کړی دي. نوموړي دغه اعلان په واشنګټن کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بټو زرداري سره د ليدنې او دوه اړخيزه 75 کلنو اړیکو د دستورې په مهال کړی دی.

انتوني بلينکن ویلي، امریکې تراوسه پورې د پاکستان د سېلاب ځپلو دپاره د 56 ملينه ډالرو څخه زیاتې بشري مرستې کړي او د بېلابيلو مرستندويه توکو 17 الوتکې يې پاکستان ته لېږلي دي.

نوموړي د پاکستان سره د خوراکي توکو د خونديتوب دپاره د لس ملینه ډالرو د مرستو اعلان کړی او ويلي يې دي، د دې مرستو سره به کرونده ګرو/ زميندارو ته د بحالۍ په لړ کې فوري سامانونه برابر کړی شي، چې پکې تخم، سره، او سېلابونو له امله د اوبه خور تباه شوی نظام سمول شامل دي.

انتوني بلینکن د امریکې او پاکستان د 75 کالو په اړيکو خبرې کړي او ویلي يې دي امريکا به د پاکستان مرستې جاري ساتي او ورسره به ولاړه وي.

نوموړي زیاته کړې "مونږ د نزدې نه په ګډه د ترهګرۍ ضد مبارزه کوو. مونږ د دوه لسيزو د جګړې وروسته د افغانستان په راتلونکې کې شريکه ونډه لرو. زمونږ اختلافات پاتې شوي خو پټ نه دي. خو مونږ شريک اهداف لرو په ټول افغانستان او ټول سيمه کې نور ثبات، نور امن او ازاد راتلونکی غواړو. مونږ به د دې دپاره په ګډه کار کوو او په ځانګړي ډول په افغانستان کې د ښځو او جينکو د حقونو سره د بنيادي بشري حقونو دپاره به په ګډه کار کوو".

انتوني بلينکن ويلي، "مونږ د نن ورځې په بحثونو کې د هند سره د زمه واره اړيکو په اهميت هم خبرې وکړې او د خپلو همکارانو نه مې وغوښتل چې د چين سره هم د قرضونو د معافۍ او بيا رغونې په مسلو خبرې وکړي چې پاکستان د سېلابونو څخه په چټکتیا سره ووځي".

د دې ترڅنګ مونږ د جمهوريت د ژمنو پوره کولو په توګه مذهبي ازادۍ، عقیدې او د اظهارې راې ازادۍ ته د احترام لرلو په اړه هم بحث وکړو.

په دغه موقع د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بټو زرداري وويل، "پاکستان دا وخت د قدرتي افت او تباهۍ سره مخ دی. د جون نه تر اګست پورې پرله پسې بارانونه شوي او چې بارانونه ودرېدل په لسګونو کلوميټره اوبه ولاړې وې".

هغه زیاته کړې "درېمه برخه پاکستان د اوبو لاندې دی او 33 ملينه خلک اغېزمن شوي چې پکې 16 ملينه ماشومان دي او تراوسه پورې 1600 کسان مړه شوي چې درېمه برخه يې ماشومان دي".

هغه وويل، "پاکستان د چاپيريال يا موسمي بدلون ښکار لسو هېوادونو کې شامل دی په داسې حال کې چې پاکستان خپله د صفر اعشاريه اته فيصده نه کم کاربن ګېسونه خارجوي".

نوموړي د امریکې د بهرنیو چارو وزير ته په مخاطب کولو سره ويلي، چې "پاکستان د چاپيريال د انصاف په لړ کې د امریکې نه مرستې او ملاتړ غواړي".

بلاول زیاته کړې پاکستان کې د ګرين انقلاب يا يا چاپيريال دوست انقلاب وخت دی، پاکستان کې د امریکې په مرسته په لويه شمېره کې چاپيريال دوسته نوکرۍ او ګڼې پروژې پېل کېدی شي.

هغه د امریکا د مرستو مننه کړې، انتوني بلينکن ته يې د پاکستان د سفر بلنه ورکړې او زیاته کړې يې ده د پاکستان او امریکې اړيکې ډېرې پياوړي دي او چې کله يې په ګډه کار کړی مشکل اهداف يې ترلاسه کړي دي.

نوموړي ویلي، د اقتصاد او کرکيلې په ګډون په نورو برخو کې د اړيکو سېوا کولواو پياوړي کولو ضرورت دی او بلاول بټو زرداري د امریکې او پاکستان ترمنځ د سفارتکارۍ په بيرته بحالۍ د خوشالۍ څرګندونه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG