لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسلامي نظرياتي کونسل مشر قبله اياز: "مفید تعلیم فرض دی"


د پاکستان د اسلامي نظرياتي کونسل مشر قبله اياز وايي، "مفيد تعليم فرض دی علما وايي مفيد تعليم عبادت دی". نوموړی وايي زه د عباس ستانکزي موقف طرفته مايل يم.

پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ [27 اګست] د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي په کابل کې د طالبانو د لوړ پوړو مشرانو غونډې ته په وېنا کې ويلي،

"تعلیم په نر او ښځه باندې فرض دی" هغه زياته کړې "هيڅوک يې د وجوده او فرضيته انکار نه شي کولی دا مطلق فرض دی".

خو د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت سرپرست خالد حفني بيا دغې غونډې ته په وېنا کې ويلي، "هر ځای ته لاړ شو دا تعليم ډېره خبره کيږي، تعليم خو يو مباح عمل دی او دا يوه علمي خبره ده، دنياوي تعليم مباح دی".

د اسلامي نظریاتي کونسل مشر ښاغلي قبله اياز وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وويل،

"پوهانو چې د تعليم په اسلامي حواله کار کړی دی هغوی تعليم په دنياوي او ديني خانو کې نه تقسیموي، چې مفيد علم او غېر مفيد علم، د مفيد علم مطلب دا دی چې ستا معلومات، ستا د الله پاک سره تعلق، او د انسانانو سره تعلق، د انسانانو د پرمختګ دپاره د تعليم کردار، دا مفيد تعلیم دی او دا يقینا فرض دی او علما وايي د دې تعلیم درجه عبادت دی".

نوموړي زياته کړه، "زه مايل یم د عباس ستانکزي موقف طرفته، او د خالد حنفي په موقف کې دومره مضبوتيا نشته".

ښاغلي قبله اياز وويل، "مباح دا وي چې که ته يې حاصلوې او که نه حاصلوې، خو داسې نه ده. اصول ډېر ضروري دی، مونږ ته په اسلامي تاريخ کې دا معلوميږي چې د تعليم ترقي چې ده په هر مېدان کې، دا خو د صحابه کرامو په دور کې، رسول د خدای په دور کې او بيا د مسلمانانو په حکومتونو کې همېشه پاتې شوې ډېرې مضبوتې يونيورسټۍ قايمي شوي دي په بغداد کې په دمشق کې، په سپېن کې د مسلمانانو په دور کې".

په افغانستان کې د تعليم په اړه دا بحث په داسې حال کې پېل شوی چې په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو يو کال پوره شوی خو په جينکو د شپږم ټولګي نه په بره زده کړو بنديز دی.

د ملګرو ملتونو ترمخه په افغانستان کې نزدې يوه ملين جينکۍ د شپږم ټولګي نه بره زده کړو څخه بې برخې شوي دي.

نړيوال پرله پسې په افغانستان کې په واکمنه طالبانو غږ کوي چې د جينکو دپاره تعليمي ادارې پرانيزي، ښځو ته د کار ځای ته د تګ اجازه او پوره حقونه ورکړي.

د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ د غونډې په مهال هم په طالبانو غږ شوی چې جينکو ته بيرته سکولونو ته د تګ اجازه ورکړي.

د طالبانو حکومت په 23 مارچ د هلکانو او جينکو دپاره د ثانوي تعلیم دپاره سکولونه پرانستي خو لا چې درسونه پېل شوي نه وو، د طالبانو حکومت امر کړی وو چې د شپږم ټولګي نه بره جينکۍ دې بیرته کورونو ته ولېږل شي.

او د طالبانو د تعلیم وزارت ويلي وو، "کله چې په دې اړه له شريعت او افغاني دود او کلتور سره سمه جامع طرحه جوړه او د اسلامي امارت د مشرتابه حکم وشي بيابه مکاتبو او ليسو ته رسماً خبر ورکول شي."

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG