تازه خبر

کرکټ: انګلېنډ پاکستان ته په اته وکټو ماتې ورکړې، اوس د سيريز د ګټې لوبه ده

د پاکستان او انګلېنډ لوبډلو ترمنځ د اووه ټي ټوينټي/ شل اووريزو سيالو په شپږمه لوبه کې انګلېنډ پاکستان ته په اته وکتو ماتې ورکړې ده، تراوسه پورې په ترسره شوو شپږو سياليو کې درې انګلېنډ او درې کوربه پاکستانۍ لوبډلې ګټلي دي.

د سيريز د ګټې دپاره وروستۍ سيالي سبا په دوېم اکتوبر په لاهور کې ټاکل شوې ده.

تيره شپه په لاهور کې ترسره شوې سيالۍ ټاس/پچه د انګلېنډ لوبډلې ګټلی او لومړی يې بالينګ اخستی وو.

پاکستانۍ لوبډلې په لومړي بېټنګ کې په 20 اوورونو کې په شپږو لوبغاړو اوټ کېدو 169 رنزونه جوړ کړي وو.

پاکستاني لوبغاړو کې زيات رنزونه کپتان بابر جوړ کړي په 59 بالونو يې 87 رنزونه جوړ کړي وو.

خو په ځواب کې د انګلېنډ لوبغاړو ټاکلی هدف په دوه لوبغاړو سوځېدو په 15م اوور کې پوره کړی او سيالي يې په اته وکټو ګټلې چې لا هم په 20 اوورونو کې 33 بالونه پاتې وو.

له دې وړاندې پرله پسې دوه سيالۍ کوربه پاکستانۍ لوبډلې ګټلې وې.

انګلېنډ په لومړۍ او درېمه سيالۍ کې پاکستانۍ لوبډلې ته ماتې ورکړې او د سيريز دوېمه سيالي پاکستان ګټلې وه.

د اووه سياليو دا سيريز په کراچۍ کې پېل شوی او لومړۍ څلور سيالۍ يې هم په کراچې کې شوې وې.

اوومه او وروستۍ سيالي هم سبا په لاهور کې ټاکل شوې چې څوک يې وګټي سيريز به هم د هغه لوبډلې په نوم شي.

XS
SM
MD
LG