لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوات ولسي پاڅون: د بدامنۍ مذمت نه، پر وړاندې يې مزاحمت کوو


د سوات ولسي پاڅون احتجاج
د سوات ولسي پاڅون احتجاج

د خېبرپښتونخوا د سېلګرۍ سيمې سوات په مټه علاقه کې د سوات ولسي پاڅون د بدامنۍ پرضد او امن دپاره احتجاجي غونډه کړې او ويلي يې دي دوی به نور په سیمه کې د بدامنۍ او وسله والو فعاليتونو مذمت نه، بلکې پر وړاندې مزاحمت کوي.

په سوات کې دغه احتجاجي غونډه پرون د جمعې په ورځ [30ستمبر] ترسره شوې چې پکې پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم]، سوات قومي جرګې، سیاسي ګوندونو او ځایي خلکو په ګڼ شمېر کې ګډون کړي دي.

يادې احتجاجي غونډې ته په وېنا کې د پي ټي اېم مشر منظور پشتين پوښتنه را ولاړه کړې چې "لس کاله دلته وسله وال او طالبان نه شي راتللی اچانک په پينځه ورځو کې رادننه کيږي، نو چې په دې لس کاله کې نه شو راتللی په دې پينځه ورځو کې د چا په اجازه راغلل".

د سوات ولسي پاڅون دا احتجاج په داسې حال کې شوی چې د تيرې میاشتې په 13 نېټه په سوات کې په يوه چاودنه کې د امن کمېټۍ مشر ادريس خان سره د اته کسانو وژل شوی او په يوه بله پېښه کې د امن کمېټۍ پخوانی غړی وژل شوی وو.

د دغو دواړو پېښو زمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

په اتم اګست په مټه تحصيل کې د وسله والو ښکاره کېدو، پوليس او پوځي افسر د نيولو ويډيو په ټولنيزو رسنيو خپره شوې او بيا د سيمې خلکو د امن دپاره احتجاج کړی وو.

په 13 اګست د پاکستان پوځ ویلي وو "چې په سوات کې د ناقانونه ډلې ټي ټي پي د وسله والو په لویه کچه د شتون په اړه په ټولنیزو رسنیو یوه غلط فهمي پیدا کړل شوې ده او داسې رپورټونه له مبالغې ډک او تیر ویستونکې دي".

خو پوځ زياته کړې وه، "د سوات او دير په لرې غرونو کې په کمه شمېره کې د وسله والو موجودګي ليدل شوې خو په ظاهره دا هغه خلک دي چې د افغانستان نه بيرته خپلو علاقو ته ابادېدو له راغلي وو د علاقې هر ډول څارنه کېږي او وسله وال به په هيڅ صورت ونه زغمل شي".

د احتجاجي غونډې په مهال د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ وي او اې ډیوه ته ویلي، "په سپینه ورځ سوات باالخصوص، او ټوله پښتونخوا طالبانو ته حواله کوي خو زما په خیال دا ډېره خوشبينه خبره ده چې خلک ورته دې ځل له بېداره دی".

د عوامي نيشنل ګوند سره تعلق لرونکي [ر] بريګیډير محمد سليم خان ويلي، "مونږ د دې خپل حکومت او مشرانو نه غوښتنه کوو چې دا کوم کسان چې په دې نوم راځي او زمونږ امن خرابوي، د دې مخنيوی دې وکړي".

په سوات کې په وروستيو کې د بدامنۍ د پېښو کېدو پس د امن غوښتنې دپاره احتجاجونه پېل شوي او دغه ډول احتجاجونه د صوبې په نورو برخو کې هم شوي دي.

نزدې يوه اوونۍ وړاندې خو په خېبرپښتونخوا کې د تحریک انصاف د حکومت [لېبر او کلچر] صوبايي وزیر شوکت يوسفزی وي او اې ډیوه ته ویلي وو، "ترهګري په دې سيمه کې د اوس څخه نه ده د پخوا راهسې را روانه ده او ترهګري ختمه نه ده خو د امنيتي ځواکونو د موجودګۍ او توان له امله ترهګري کمه شوې خو اوس ترهګر کوشش کوي چې اسان هدف په نخښه کړي خو مخنیوی يې روان دی".

نوموړي منلې وه چې "دا وخت هم په سوات، شانګله او بونېر کې د بدامنۍ خطره شتون لري خو پوځ او پولیس په يادو علاقو کې موجود دي د ترهګرو پرضد عمليات او لټون کوي، امنيت قابو دی، هغه ويلي وو دوی هڅه کوي چې خپلو خلکو ته امن ورکړي دا د حکومت زمه واري ده او دوی په خپله زمه وارۍ خبر دي".

او په وروستيو کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله ويلي وو، "دا خبره کول چې سوات ته بيرته ترهګر راتلل پېل شوي داسې بالکل نه ده دا افواه ده يا افواه جوړول کيږي، امنيتي ادارې خبرتیا لري او چمتو دي".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG